
ولسي جرګه: ولسمشر د افسرانو د اصلي اصولو پر خلاف کړنه ترسره کړې
د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ولسمشر له لوري ۱۰۰ ولسواليو ته د ۱۰۰ امنيې قومندانانو معرفي کولو په غبرګون کې ويلي چې د ولسمشر له لوري دغه کړنه د افسرانو د اصلي اصولو پر خلاف عمل دی.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ولسمشر له لوري ۱۰۰ ولسواليو ته د ۱۰۰ امنيې قومندانانو معرفي کولو په غبرګون کې ويلي چې د ولسمشر له لوري دغه کړنه د افسرانو د اصلي اصولو پر خلاف عمل دی.

په کابل ښار کې د وسلهوالو غلاوو او جنايي جرمونو زیاتېدو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ پرېکړه وکړه چې د دغه ښار د امنیت ټینګول د لنډې مودې لپاره لومړي مرستیال امرالله صالح ته ورسپاري.

ارګ ويلي په هلمند او غور کې د طالبانو وروستي بریدونه ښيي چې دوی د افغان د ولس له نېک او صادقانه نیت نه ناوړه ګټه اخیستې او خپلې ناروا جګړې ته یې دوام ورکړی دی.
د ولسمشر وياند صديق صديقي نن پر خپله ټوېټر پاڼه ليکي چې طالبانو د دولت او ملت پر وړاندې خپلو وحشیانه او ترهګریزو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی سلاموطندار ته وايي، تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو «۰۲قطعې» د جلال اباد ښار اوومه ناحیه کې د اخندزاده ګانو کلي کې ځانګړي عملیات ترسره کړي چې پايله کې يې د داعش ډلې د ځانمرګو بريدونو مسوول نیولی دی.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني پوځیانو له لوري یوځل بیا د کونړ په مرورې ولسوالۍ ۱۶ د هاوان مرمۍ توغول شوي چې له کبله یې یوه ماشومه وژل شوې او د کورنۍ ۴ غړي یې ټپیان شوي دي.

افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو هغه څرګندونې رد کړې چې ويلي يې دي امريکا په هلمند کې پر طالبانو هوايي بريدونه کړي چې په دې کار سره يې د امريکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه نقض کړې ده.

هلمند کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه نهمې ورځې ته غځېدلې او اوس هم د دغه ولایت ډېرو برخو جګړې روانې دي.
د هلمند د ولایتي شورا رييس عطاالله افغان وویل، د لښکرګاه ښار تر څلورمې امنیتي حوزې وروسته درېیمه او لسمه حوزه، د هلمند ـ کندهار پر لویهلار او ناوې او نادعلي ولسواليو کې اوس هم جګړې روانې دي.

له دې وروسته بې اسنادو موټر ظبط کېږي او له قانوني کولو وروسته د پولیسو یا د شهیدانو د کورنیو په واک کې ورکول کېږي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه پرېکړه نن سهار په امنیتي غونډه کې شوې.

د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې غور ولايت کې موټربم چاودنې ۱۲ کسان وژلي او ۱۰۰ نور يې ټپيان کړي.
د ياد وزارت وياند طارق ارین وايي، دغه چاودنه نن مخکې له غرمې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د غور ولايت د ښځو چارو رياست او شهيدانو او معلولانو چارو رياست مخکې، د امنيې قومندانۍ قراول سره نږدې شوې ده.

په کابل ښار کې د جنايي جرمونو او وسلهوالو غلاوو له زیاتېدو وروسته د خلکو په پراخو شکایتونو پسې، ولسمشر غني د کابل ښار د امنیت ټینګولو دنده څو اوونیو لپاره خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته سپارلې. صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د امنیتي بنسټونو پياوړي کول یې د کارونو په لومړیتوب کې دي او د خپلې دندې پر مهال به پر جنایت کارانو هېڅ ډول رحم ونه کړي.

طالبانو ۸ ورځې وړاندې د هلمند لښکرګاه ښار ته نږدې بریدونه پیل کړل او یو شمېر سیمې او امنیتي پوستې یې ونیولې. ځايي چارواکي وايي، د جګړې شدت نسبت تېرو ورځو ته ورو شوی او امنیتي ځواکونو نادعلي، ناوې، مارجې او د هلمند ـ کندهار پر لویهلار کې پرمختګ کړی چې تازه یې ۵ امنیتي پوستې نیولې دي.

د بغلان امنيتي مسوولان وايي چې امنیتي ځواکونو د طالبانو داستخباراتو مرستيال او ۴ ملګري يې نيولي دي. د یاد ولايت د امنيې قومندانۍ وياند جاوېد بشارت ويلي، دا کسان تېره ورځ د بغلان مرکزي ولسوالۍ اړوندو سيمو کې نيول شوي دي.

د ناټو سرمنشي افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره ليدنه کې ويلي چې طالبان دې تاوتريخوالی کم کړي او پر خپلو ژمنو دې عمل وکړي.

افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، له طالبانو سره د ده او افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموريت قومندان سکاټ مېلر په څو ناستو کې منلې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې په موادو د عمل او پر ټولو ژمنو د درېدو اقدامات بايد له سره تنظیم شي.

د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما نن سهار پر ټوېټر ویلي، ټولې خواوې دې روانې نښتې او تاوتریخوالی ودروي او د جګړې سولهییز حل لپاره دې هڅې زیاتې کړي.

قطر کې د افغان دولت مرکهچي پلاوي او طالبانو تېره ورځ ماښام خپلو کې سره عمومي غونډه کړې. د دولت د مرکهچي پلاوي غړي نادر نادري ویلي، غونډه کې چې د دواړو پلاويو رییسانو معصوم ستانکزي او عبدالحکیم هم په کې ګډون درلود، پر اختلافي موضوعاتو بحث شوی.