
لس وژل شوي او ۵۱ ټپیان؛ امرالله صالح پروني راکېټي بریدونه «ناکامي» وبلله
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي پر کابل ښار پرونیو راکېټي بریدونو کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي پر کابل ښار پرونیو راکېټي بریدونو کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان دي.

تر اوسه د افغانستان بانک د کارکوونکو پر لېږدوونکي موټر له چاودنې چې په هغه کې د دغه بانک کارکوونکی او د طلوع ټلوېزیون پخوانی ویاند له خپلو دوو همکارانو سره ووژل شو، دیارلس ورځې تېرېږي، خو په دې موده کې د نورو مسوولو بنسټونو ترڅنګ، د افغانستان بانک هم چوپتیا غوره کړې ده. دغې چوپتیا د یما کورنۍ او نورو خلکو ته جدي پوښتنې پیدا کړې دي.

د امریکا سفارت او اروپايي اتحادیې پر کابل ښار راکېټي بریدونه چې له کبله یې اته کسان ووژل شول او ۳۱ نور ټپیان شول، وغندل.

په افغانستان کې د امریکا سفارت له هغه وروسته چې نن سهار پر کابل ښار راکېټي بریدونه وشول، خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی او په افغانستان کې روان وضعیت یې «بېثباته» بللی دی.

کورنیو چارو وزارت ویلي چې نن سهار پر کابل ښار ۲۳ راکېټونه لګېدلي چې له کبله یې ۸ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

په بغلان کې امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې پر یوې پوستې د طالبانو برید کې یو قوماندان او دوه سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان لومړی وزير عمران خان نن «پنجشنبه د لړم ۲۹مه» کابل ته راغی. نوموړي نن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ګډه ناسته کې وويل، کابل ته راغلی تر څو ډاډ ورکړي چې دولت يې افغانستان سره د سولې او اوربند برخه کې مرسته کوي.
د پاکستان لومړي وزير په خپلو خبرو کې وويل، د دواړو لوريو نيمايي نفوس له ترهګرۍ سره په جګړو کې زيانمن شوی.

بدخشان کې محلي مسوولان وايي چې د ياد ولايت مايمي ولسوالۍ د طالبانو لاس ته پرېوته. د مايمي ولسوال کامبېز قرباني ياد خبر تاييد کړی دی.
د بدخشان له مايمي ولسوالۍ يوه سرچينه سلاموطندار ته وايي، طالبانو د مايمي ولسوالۍ امنيې قومندان، د ملي امنيت مدير، جنايي مدير او يو شمېر امنيتي ځواکونه وژلي دي.

د لوګر ارزې، خوښۍ او خروار ولسوالیو کې د نجونو پر مخ له څلورم ټولګي د پورته ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، اوس مرکز پلعلم او برهکي برک، څرخ او محمداغې ولسوالیو کې له منځنۍ دورې پورته ښوونځي د نجونو پرمخ تړل شوي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سلاموطندار ته وویل، د ناامنیو زیاتېدو له کبله برهکيبرک، محمداغې او څرخ ولسوالیو کې له څلورم ټولګي او مرکز پلعلم کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو کې د نجونو لیک لوست بند شوی.

سمنګانو ولايت کې امنيتي مسوولان وايي، په دې ولايت کې يو ځانمرګی بريدګر نيول شوی دی.
د ياد ولایت د امنيې قومندانۍ وياند منیر رحیمي وايي، ځانمرګی بريدګر چې غوښتل يې پر امنيتي ځواکونو بريد وکړي چې عبدالقیوم نومېږي.

د امريکا د ملي امنیت سلاکار اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمولو لپاره حکم صادر شوی دی.
د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراين تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې د امريکا د دفاع سرپرست وزیر کریسټوفر مېلر په افغانستان او عراق کې د امریکايي ځواکونو د کمولو امر کړی دی.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وايي، له افغانستانه په بېړه وتل به ګران پرېوځي. نوموړي ويلي، له افغانستانه په بېړه وتل به دا هېواد یوځل بیا د نړیوالو ترهګرو لپاره خوندي پټنځای شي او که چېرې د سرتېرو وتل عملي شي، نو په افغانستان کې به داعش بېرته را ژوندي شي.

د ملي دفاع وزارت نوماند او سرپرست وزير اسدالله خالد وايي، ښايي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر ډېر شي.
نوموړي چې نن سه شنبه د خپلو برنامو وړاندې کولو لپاره ولسي جرګه تللی ويلي، د بهرنيو ځواکونو د کمېدو د خپرو شويو راپورونو پر خلاف، ښايي د بهرنيو ځواکونو شمېر لوړ شي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړی ناجي نظري وايي، تېره شپه جرم ولسوالۍ کې د طالبانو په يوه کمين کې د عمر په نوم د محلي پولیسو یو قومندان او لس نور سرتېري وژل شوي دي.
خو يوه بله سرچينه د نوم نه خپراوي په شرط سلاموطندار ته وویل، په دې برید کې ۱۲ محلي پولیسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

کندوز ولايت کې امنيتي مسوولان وایي، امنيتي ځواکونو له طالبانو د کندوز د دښتارچي ولسوالۍ یو شمېر سيمې بېرته ونيولې.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو د ویاند مرستیال هادي جمال وايي، افغان ځواکونو د سېشنبې په سهار د کندوز د دښتارچي ولسوالۍ بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړل چې د ولسوالۍ مقام او امنیه قومنداني یې بېرته نیولې او عملیات یې دوام لري.

د بادغيس ولايت امنيتي مسوولان وايي، طالبانو د بادغيس- هرات لويې لارې «برقکزده» سيمه کې دوه ښځينه پوليسې وژلې دي.
د ياد ولايت د ولايتي شورا رييس عبدالعزیز بېک د یاد خبر په تاييد سره سلاموطندار ته وايي، دغه پېښه تېره ورځ مازديګر مهال شوې ده.