ننګرهار ولايت لپاره د داعش تش په نامه والي ووژل شو

 د ننګرهار ولايت رسنیز دفتر وايي، ياد ولايت لپاره يې د داعش تش په نوم والي هدایت‌الله وژلی دی.

په ياد ولايت کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د دوو بېلا بېلو عملیاتو پر مهال د چپرهار ولسوالۍ په للمه سیمه کې د ننګرهار لپاره د داعش ډلې تش په نوم نومول شوی والي او د ځانمرګو واسکټونو او ماینونو جوړونکی هدایت الله د مقاومت پر مهال وژلی دی.

امریکا په افغانستان کې ۲ لویې اډې ساتي

د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک مېلي وايي، د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پلان تایید کړی دی خو د دې پلان پر بنسټ به امریکا په افغانستان کې دوې سترې اډې له ځان سره وساتي.

د رویټرز خبري اژانس او امریکايي رسنۍ له راپورونو سره سم، لوی درستیز جنرال مېلي په پروکینګز انستیتیوت کې خبرې کولې وویل، پر دوو لویو اډو سربېره به د امریکا پوځ څو کوچنۍ اډې هم ولري.

پر دولت د معلولانو نيوکه؛ «د سولې پروسه کې له پامه غورځول شوي يوو»

د ډېسمبر درېیمه نېټه د معلولانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. سږکال د دې ورځې د نمانځنې پر مهال ګڼ شمېر هغو معلولانو چې نظامي دندې يې درلودې او په‌کې ټپي شوي دي، پر حکومت نیوکه وکړه چې دوی ډېرې ستونزې لري او حکومت له پامه غورځولي دي.

دوی وايي، که څه هم د خپلو خلکو او هېواد لپاره يې د بدن غړي له لاسه ورکړي؛ خو د سولې په پروسه کې چې د افغانستان برخلیک ټاکي، دوی له پامه غورځول شوي دي.

د سولې خبرو کې له پرمختګ سربېره هېواد کې جګړه په شدت دوام لري

د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغان دولت او طالبانو مرکه‌چي پلاوي له نږدې ۳میاشتو وروسته تېره ورځ د بین‌الافغاني خبرو د مقدمې په ګډون د طرزالعمل پر وروستي کېدو هوکړې ته ورسېدل.

دواړو لوريو یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، کاري کمېټو ته یې دنده سپارلې چې د اجنډا موضوعات ترتیب کړي؛ خو د سولې خبرو کې د دغه پرمختګ سربېره هېواد کې جګړې دوام لري.

ناټو د سولې خبرو کې د بن‌بست ماتېدو هرکلی وکړ

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د قطر په دوحه کې د سولې بين‌الافغاني خبرو کې د بن‌بست ماتېدو هرکلی وکړ.

قطر کې د حکومت او د طالبانو مرکچي پلاويو تېره ورځ وويل، د مذاکراتو د کړنلارې په اړه پخوا هوکړه شوې وه او د مقدمې په اړه هم هوکړه وشوه.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري او د طالبانو د مرکچي پلاوي وياند محمد نعيم په دوحه کې ويلي چې دواړه لوريو د سولې د خبرو پر اجنډا خبرې پيل کړې دي.

سټولټنبرګ: ناټو افغانستان کې خپل ماموريت ته دوام ورکوي

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وايي، له افغانستانه د امريکايي سرتېرو کمولو سره به ناټو د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، تمویل، تجهیز او مشورو ورکولو بهير ته دوام ورکړي.

ينس سټولټنبرګ ویلي، د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د افغانستان په وضعیت بحث شوی او دغه تړون د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي او له مخې یې افغانستان کې خپل حضور تنظیم کړی دی.

تېرو ۹ مياشتو کې کورنیو جګړو ۶۷ زره کورنۍ بې‌ځايه کړي

د هغو شمېرو پر بنسټ چې سلام‌وطندار راټولې کړي؛ د روان لمریز کال له پیله د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې ۶۷ زره او ۵۶۴ کورنۍ د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو له کبله نورو ولایتونو ته بې‌ځايه شوي دي.

د دې معلوماتو پر بنسټ؛ د روان لمریز کال له پیله ۱۲ زره کورنۍ په کندوز، ۲۵ زره کورنۍ په بلخ، ۶زره او ۲۰۰ کورنۍ په بامیانو، ۶ زره کورنۍ په بدخشان، ۶ زره او ۵۰۰ کورنۍ په جوزجان، ۳ زره کورنۍ په هرات، ۳ زره کورنۍ په فاریاب، ۲ زره او ۶۰۰ کورنۍ په غور، ۱۲۶۴ کورنۍ په لوګر، ۱۵۰۰ کورنۍ په بادغیس او ۵۰۰ کورنۍ په نیمروز ولایتونو کې خپل کورونه خوشې کړي او بې‌ځایه شوي دي.

د هلمند ـ کندهار د لویي لارې د پرانيستلو په موخه پوځي عملیات پیل شول

د هلمند-کندهار لویه لار له شاوخوا دوه میاشتو راهیسي د ټرافیکو پر مخ تړلې وه خو تازه افغان ځواکونو پرې عملیات پیل کړي، څو د وسله‌والو له  موجوديته يې پاکه کړي. د هلمند ځايي چارواکي وايي، دا چي د هلمند په نورو سیمو کې هم جګړه روانه وه او افغان ځواکونه هلته په عملیاتو بوخت وو؛ اوس تازه د هلمند – کندهار د لویی لارې د خلاصون په موخه عملیات پیل شوي.

د یما سیاووش دوسيه؛ حکومت یو لړ نښې‌نښانې پيدا کړي

د افغانستان بانک د کارکوونکيو پر موټر د چاودنې څرنګوالي په اړه د دغه بانک او د امنیتي بنسټونو د کم‌کارۍ په تړاو له اعتراضونو وروسته، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، ياده قضيه کې یې یو لړ نښې‌نښانې ترلاسه کړي دي.

که څه هم امرالله صالح د دغو نښو نښانو په اړه چې کوم موارد په کې شاملېږي، جزییات نه دي ورکړي خو ویلي يې دي، دغه دوسیه کې د پرمختګ په اړه به معلومات خلکو سره شریک کړي.

وردکو کې ۳۹ ملکيانو سره د ۶ طالبانو تبادله

میدان‌وردکو کې مسوولان په دې ولايت کې له طالبانو د ۳۹ ملکي وګړيو د خوشې کېدو خبر ورکوي. د ياد ولايت د ولايتي شورا غړی احمد جعفري وايي، ټول هغه ۳۹ ملکي وګړي چې تېره اوونۍ طالبانو تښتولي وو، تېره شپه د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشې شول.

نوموړي وویل، د طالبانو ۶ جنګیالي چې ‌وردکو کې د نامسووله وسله‌والو قومندان علي‌پور سره وو، د دغو ۳۹ ملکیانو خوشې کولو په بدل کې طالبانو ته سپارل شوي.

د ناټو سرمنشي: هم د پوځي ماموریت د دوام او هم له افغانستانه د وتو لپاره باید بیه ورکړو

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرگ وايي، هم د پوځي ماموریت د دوام او هم له افغانستانه د وتو لپاره باید بیه ورکړي.

سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په يوه غونډه  کې ویلي، د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن سره یې په ټيليفوني اړيکه کې سیمه کې پر روان وضعیت او افغانستان څخه د سرتېرو پر ایستو خبرې کړي.

د افغانستان بانک د کارکوونکيو مرموزه دوسیه؛ هېڅ پرمختګ نشته!

له شاوخوا شلو ورځو وروسته د افغانستان بانک یوه اعلامیه کې ویلي، دغه بانک پر خپلو کارکوونکو د بريد په اړه ټول معلومات چې د امنیتي کامرو تصویرونه، د چي‌پي‌ایس دستګاه او نور د اړتیا وړ معلومات په کې شاملېږي، امنیتي او کشفي ارګانونو سره شریک کړي دي.

د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر د چاودنې په اړه د معلوماتو شریکولو کې د دغه بانک د کم‌‌کارۍ له کبله د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي تر نیوکو لاندې راغلی.

دفاع وزارت: غزني کې د موټربم برید طراح ووژل شو

ملي دفاع وزارت غزني کې د پوځ پر یوه نظامي مرکز له خونړي برید یوه ورځ وروسته ویلي، د دغه برید طراح «حمزه نورستاني» تېره شپه ۷ نورو وسله‌والو سره د ګیرو ولسوالۍ «علي‌شېرخېل» سیمه کې وژل شوی دی.

بادغیس کې د پوځ د درېیمې لوا د ارکان رييس ووژل شو

بادغيس کې امنيتي مسوولان وايي، ياد ولايت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د درېيمې لوا د ارکان رييس وژل شوی دی.

بادغیس کې د پوځ د درېیمې لوا قومندان حسیب‌الله مسعود د ياد خبر په تاييد سره وايي، د دغه ولایت د پوځ د درېیمې لوا د ارکان رييس عبدالبصیر نورستاني تېره شپه بالامرغاب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر کمپ د طالبانو له خوا د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې وژل شوی.