دانش: طالبان قران او سنت د سولې د بین‌الافغاني خبرو د بنسټ په توګه نه مني

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په کابل کې د خبرو پرمهال وویل، په بین‌الافغاني خبرو کې د طالبانو بې ځایه ضد دغه خبرې له بن بست سره مخ کړې دي.

 دانش د سولې خبرو کې له منځته راغلي وضعیته نیوکه وکړه او ويې ویل، افغان دولت د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره د قران او سنت وړاندیز وکړ؛ خو طالبانو د قدرت ترلاسه کولو لپاره قران او سنت ته هم شا کړه او د سولې خبرو د بنسټ په توګه یې شریعت هم ونه مانه.

د بدخشان خواهان ولسوالۍ کې ۲۰ ولسي پاڅون‌کوونکي طالبانو سره يو ځای شوي

د بدخشان سيمه‌ييز مسوولان وایي چې د ياد ولايت خواهان ولسوالۍ کې ۲۰ ولسي پاڅون‌کوونکي طالبانو سره يو ځای شوي دي.

د ياد ولايت امنيې قومندانۍ وايي، ياد شمېر ځواکونه د طالبانو له لوري له کلابندۍ وروسته دوی سره يوځای شوي دي.

تخار؛ د طالبانو د هاوان توغولو پېښه کې ۷ سرحدي سرتېري وژل شوي

یوه معتبره ولسي سرچینه سلام‌وطندار ته وايي، د دښت‌قلعه ولسوالۍ ای‌خانم تپه کې د سرحدي پولیسو مرکز ته نږدې د هاوان لګېدو پېښه کې ۷ سرحدي سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي. سرچینې وویل، تراوسه معلومه نه ده چې هاوان د کومې ډلې له خوا توغول شوی دی.

د ناټو سرمنشي: په يوه مناسب وخت کې به يوځای له افغانستانه ووځو

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرو په غبرګون کې وايي، امریکا باید له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتو په تړاو دې تړون سره مشوره وکړي. نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په يوه خبري ناسته کې د ناټو په مرکز بروکسل کې کړې دي.

افغان سوله د باجوه او خليلزاد د خبرو اصلي محور؛ پخوانۍ تېروتنې بايد تکرار نه‌شي

افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان سکاټ مېلر تېره ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره لیدلي. خلیل‌زاد تېره ورځ « پنجشنبه د تلې ۱۷مه» پاکستان ته تللی.

ناامنه کابل؛ کانکور کې تازه انجنيرۍ ته بريالی شوی رامين غلو وواژه

۲۱کلن رامین تازه د کانکور ازموینه کې تر ګډون وروسته د کابل انجنیرۍ پوهنځي ته بریالی شو؛ خو غلو تېر ماښام د کابل ښار لومړۍ ناحیه کې وواژه. د رامین مور او د کورنۍ نور غړي یې وايي، په پولیسو یې باور له لاسه ورکړی او له امنیتي بنسټونو او حکومت نه هېڅ تمه نه لري.

ټرمپ د سږ کال تر کرسمس پورې ټول سرتېري افغانستان نه باسي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټوېټر لیکلي، باید د امریکايي ځواکونو پاتې کوچنۍ ډله هم چې افغانستان کې خدمت کوي تر را روان میلادي کال پيل پورې هېواد ته ستنه شي. خو د نوموړي تر څرګندونو مخکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین ویلي، امریکا د راتلونکي کال لومړیو کې د خپلو ځواکونو شمېر افغانستان کې ۲۵۰۰ ته کموي.

طالبانو په تېرو ۳ میاشتو کې هلمند ته تر ټولو ډېر چاودېدونکي توکي لېږدولي

د هلمند په ځينو ولسوالیو کې تازه د وسله‌والو طالبانو له لوري پر یو شمېر امنیتي پوستو د بریدونو او د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو خبرونه ورکول کېږي؛ خو ترڅنګ يې د هلمند والي محمد یاسین وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې وسله‌والو طالبانو په ډېره کچه چاودېدونکي توکي تر لاسه کړي او غواړي چې د عامه تاسیساتو په له منځه وړلو کې يې وکاروي.

د موبايل د چارجر پر سر نښته؛ ۲ ولسي پاڅون‌کوونکي وژل شوي

جوزجان ولايت کې يوه امنيتي سرچينه سلام‌وطندار ته وايي چې يوه ولسي پاڅون‌کوونکي خپل دوه همکاران د موبايل د چارجر پر سر وژلي دي. د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دا پېښه د سې شنبې په شپه د ياد ولايت د اقچې ولسوالۍ په يوه امنيتي پوسته کې شوې ده.

کابل کې د طالبانو د ترور ۱۵ کسيزه شبکه ونيول شوه

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د ياد رياست ځانګړو ځواکونو په کابل کې د طالبانو هغه ۱۵ کسیزه ډله نيولې چې کابل کې يې خلک ترور کول. له دغه ریاسته نن سې شنبه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې شبکې غړيو د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ځینو مهمو سیاسي اشخاصو د ترور دنده درلوده.