طالبانو فاریاب کې يو نظامي او ۴ملکيان وژلي

فارياب کې محلي سرچينې وايي، طالبانو گرزیوان ولسوالۍ کې تېره شپه د يوې مور او لور او د دوه وروڼو په ګډون ۵ کسان وژلي دي.

يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو د پنج‌شنبې په شپه  د ګرزيوان ولسوالۍ «سرچکان» سيمه کې دوه وروڼه چې ملکيان دي، په يوه باغ کې وژلي دي.

کابل کې پر ملکي کارکوونکو چاودنه؛ ۴ کسان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي

د کابل امنیه قومانداني وايي چې کابل ښار کې د ملکي کارکوونکو پر یوه کاسټر موټر شوې چاودنه کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
دا چاودنه سهار شاوخوا ۷:۲۰ دقیقې د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې کوتل په سیمه کې شوې ده.

امریکايي ځواکونو په کندهار کې طالبان په نښه کړي

په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه وايي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ په کندهار کې د طالبانو سنګرونه په نښه کړي دي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېټ نن په یوه ټویټ کې لیکلي چې ځواکونو یې دغه بریدونه د کندهار ښار تر څنګ، په ژېړۍ او سپین‌ بولدک ولسوالیو کې کړي دي.

د کب ۲۷مه او په ننګرهار کې د خبریالانو اندېښنې

سږ کال په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ داسې مهال را رسېږي چې د روان لمریز کال په وروستۍ نیمايي کې د هېواد په کچه لس افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او نږدې شل نور ټپيان شوي دي. پر خبریالانو له دغو بریدونو سره هم‌مهاله په ټول هېواد کې د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د ځاني خوندیتوب په اړه اندېښنې هم راپورته شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د ادعا پر وړاندې غبرګونونه

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پرون ادعا وکړه چې یوه خصوصي رسنۍ د چاودېدونکو توکو په لېږد کې لاس لري او په اړه یې د دوی څېړنې روانې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند دغو څرګندونو د یوشمیر خبریالانو او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي.

بغلان کې د وسله‌والو غلاوو پر وړاندې د صرافانو اعتراض

د بغلان یوشمېر صرافانو نن د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ناامنیو او وسله‌والو غلاوو د ډېروالي پر وړاندې لاریون وکړ.
دغه لاریون له هغه وروسته کېږي چې ناپېژنده‌ وسله‌والو غلو پرون هغه مهال یو صراف ټپي او نږدې څلورنیم میلیونه افغانۍ یې ترې یووړې چې غوښتل یې بانک ته یې یوسي.

د بغلان پوهنتون پر استادانو برید؛ ۲ کسان وژل شوي او ۶ ټپیان دي

په بغلان کې باوري امنیتي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو د بغلان ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند په «جلازيي» سیمه کې د بغلان پوهنتون د کرنې پوهنځي د استادانو او زده‌کړیالانو پر موټر برید کړی دی.
د سرچینو په وینا، په دغه برید کې موټرچلوونکی وژل شوی او ۴ استادان ټپیان شوي دي. خو د بغلان ولایتي روغتون ډاکټران وايي چې د موټرچلوونکي او یوه زده‌کړیال جسدونه ور وړل شوي دي.

طالبانو په تخار کې د سلام مخابراتي شبکې فعالیت بند کړی

د تخار ولایتي مسوولان وايي، له دوو کلونو ډېره موده کېږي چې طالبانو په دغه ولایت کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز لګولی دی. د دوی په وینا، طالبانو مخابراتي شبکو ته خبرداری ورکړی، که هره ورځ د مازدیګر په پنځو بجو خپل فعالیت بند نه کړي، سزا به ورکړي.

صالح نور د شپږ نيمو بجو د غونډو مشري نه‌کوي

ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح چې شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې يې د کابل ښار د امنیت مسوولیت پر خپله غاړه واخیست او د شپږنیمو بجو ناستې یې پیل کړې څو د کابل ښار په امنیتي وضعیت کې سمون راولي، اوس وايي، نور د یادو غونډو مشري نه‌کوي ځکه چې د ده په باور اوس دغه بهیر خپل ځای پیدا کړی او ښه روان دی.

پولیس تر دې وروسته بې‌اسناده موټر ضبطوي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د بې‌اسناده موټرو د ثبتولو موده پای ته رسېدلې او تر دې وروسته به د ګرځېدو پر مهال نه یوازې درول کېږي، بلکې ضبط به هم شي.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې تر دې وروسته به د بې‌اسناده موټرو پر تګ‌راتګ جدي څارنه کوي او له لیدو سره سم به یې ضبط کړي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا: افغانستان کې دې هدفي وژنې ژر تر ژره ودرول شي

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په افغانستان کې د تاوتريخوالي او د هدفي وژنو له زياتېدو اندېښنه ښودلې او غوښتي يې دي چې دغه بريدونه دې ژر تر ژره ودرول شي.

يادې شورا تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په دغو بې‌رحمانه بریدونو کې د ښځو په ګډون ملکي مامورین، قاضیان، خبریالان، روغتیا پالان او مدني فعالان په نښه کېږي.

کندوز کې ۷ سرتېري وژل شوي او ۳ ټپیان دي

د کندوز امنیتي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو بریدونو له کبله ۷ سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو بېګاه شاوخوا یوولس نیمې بجې د خان‌اباد ولسوالي په «عکس داوود» او د کندوز ښار د درېیمې امنیتي حوزې په «زاخېل» سیمو کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي دي.

هرات کې موټربم چاودنې ۸کسان وژلي او ۵۴ ټپيان کړي

د کورنيو چارو وزارت وايي، هرات ولايت کې موټربم چادونې ۸ کسان وژلي او ۵۴ ټپيان کړي دي. د ياد وزارت وياند طارق ارین وايي، په وژل شويو کسانو کې يو نظامي، ۳ ماشومان، ۲ ښځې او ۲ نارينه شامل دي.

د طارق ارين په وينا، په ټپيانو کې بيا  ۷ نظاميان او ۴۷ ملکي کسان دي.

د کاپیسا  د امنيې قومندانۍ د کشف د امر ترور؛ عاملان يې پر ونه راوځړول شول

د کاپیسا سیمه‌ییز مسوولان وايي، د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ د جنایي جرمونو د مبارزې مديريت د کشف امر  مستقیم‌خان ترور شوی دی.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول شایق شورش سلام‌وطندار ته وايي، دغه امر نن وروسته له غرمې خپل کور سره نږدې د موټرسايکل سپرو وسله‌والو طالبانو له لوري ووژل شو.