
د ننګرهار د محبس مدیر له یوه بندي سره یوځای تښتېدلی
د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمدعلي حضرت وايي، د ننګرهار د محبس مدیر د قتل په جرم پر ٢٥ کاله بند محکوم شوى بندي خوشې کړى او ورسره يوځاى تښتېدلى دى.

د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمدعلي حضرت وايي، د ننګرهار د محبس مدیر د قتل په جرم پر ٢٥ کاله بند محکوم شوى بندي خوشې کړى او ورسره يوځاى تښتېدلى دى.

د ملي امنیت عمومي رییس احمدضیا سراج نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ملي امنیت سرتېرو د داعش ډلې ۴۰۸ مهم غړي نیولي چې ډېری یې پاکستانیان دي. هغه زیاتوي، په نیول شویو کسانو کې ۱۷۳ ماشومان او ۲۹۹ پاکستانیان شامل دي او په خبره یې، د داعش ډلې ۶۰ سلنه جنګیالي پاکستانیان دي. سراج داعش ډله د افغانستان لپاره یو ګواښ بولي او خبرداری ورکوي، که د سیمې هېوادونه یې د کنټرول په برخه کې همکاري ونه کړي، یو ځل بیا به پر پښو ودرېږي.

د کونړ چارواکي وايي، نن سهار د دغه ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې د ختیځ زون په کچه د «حسن قرائت» په نوم د قرآنکریم د تلاوت سیالۍ روانې وې چې پر دغو مراسمو یو راکېټ ولګېده.

یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي، پاکستاني ځواکونو نن غوښتل د سپین بولدک ولسوالي له لقمان کلي سره اغزن تار وغځوي، خو افغان ځواکونو یې مخه نیولې او د دواړو ترمنځ نښته هم شوې ده.

د ملي امنیت عمومي رییس احمدضیا سراج پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د طالب ډلې په مشرتابه کې ژور اختلافات پیدا شوي دي.
د نوموړي په وینا، د سراجالدین حقاني په مشري د پېښور شورا هڅه کوي چې د طالبانو په مشرتابه کې د کوټې شورا ونډه کمرنګه کړي.
.

د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالي اوسېدونکی او د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی وایي، له تېرې شپې راهیسې د جلرېز ولسوالي په بېلابېلو برخو کې د افغان ځانګړو ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي وایي، د دغه ولایت د پښتون زرغون ولسوالي په یوه جومات کې د ځانمرګي واسکټونو جوړولو پر مهال چاودنې ۲۰ وسلهوالو طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د نوموړي په وینا، دغو وسلهوالو نن سهار د پښتون زرغون ولسوالي د «ماراباد» کلي .

د لوګر ولایت د مرکز پلعلم ښار او د کابل- لوګر لویې لارې موټرچلوونکي او مسافر وایي، د تېرو دوو اوونیو راهیسې په پلعلم ښار او یوشمېر ولسوالیو کې هدفي وژنې او وسلهوالې غلاوې ډېرې شوې دي.
د مرکز پلعلم ښار یوشمېر اوسېدونکي وایي، د نوي کال له پیل سره سم په دغه ښار او یوشمېر لویو لارو کې هدفي وژنې او ناامنۍ وروستۍ کچې ته رسېدلې دي.
دوی زیاتوي، یوازې په تېره اوونۍ کې د درې ملکيانو په ګډون، پنځه کسان په پلعلم ښار کې د ناپېژنده وسلهوالو له لوري وژل شوي دي.

د قطر العدید هوايي ډګر ته څېرمه د یوشمېر امریکايي بي۵۲ جنګي الوتکو د ځای پر ځای کېدو خبرونو د خپرېدو په درشل کې دلته په افغانستان کې له دغه هېواد څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي، خو د حکومت لوړپوړو امنیتي چارواکو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال که څه هم ترهګري لا هم یو جدي ګواښ یاد کړ، خو په وینا یې، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلې خاورې او خلکو د دفاع وړتیا لري.

په هېواد کې د ناامنیو په دوام بېګاه شپه او نن ورځ پلازمېنه کابل او د هېواد یوشمېر ولایتونه د ناامنیو شاهدان وو. د سلاموطندار موندنې ښيي چې له بېګاه راهیسې د هېواد په ۹ ولایتونو کې د ماین چاودنو او هدفي بریدونو له کبله ۲۵ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
د پلازمینې په دوو جلا جلا پېښو کې ناپېژنده وسلهوالو یو ملکي کس او څلور پوځيان وژلي دي.

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ عمومي قوماندان کېنټ مکېنزي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته وضعیت په اړه د اندېښنې ښودلو ترڅنګ ویلي، افغان ځواکونه له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته هم ملاتړ ته اړتیا لري.
هغه دا څرګندونې پرون د امریکا د سنا پوځي خدماتو کمېټه کې کړې دي.

ولسمشر محمداشرف غني نن په کندهار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال پاکستان ته په خطاب کې وویل، که له افغانانو سره د سولې راتلو په برخه کې رښتینې همکاري ونه کړي، په نړیواله کچه به منزوي شي؛ ځکه په خبره یې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره ورځ تر بلې د دغه هېواد رول کمېږي.

په ميدان وردګ ولايت کې يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته وويل چې د طالبانو یوه نفوذي کس بېګاه شپه د دغه ولایت د مرکز ميدانښار اړوند په چهاربند امنيتي پوسته کې خپل ۴ ملګري وژلي او له وسلو او مهماتو سره وسلهوالو ته ورغلی دی.
سرچينه زياتوي، دا پېښه د طالبانو یوه نفوذي کس له لوري چې خپله هم پولیس و، شوې او په خپلو ملګرو یې ډزې کړې دي.

په پام کې وه چې د افغان سولې په تړاو د استانبول غونډه د سیمې او نړۍ یوشمېر هېوادونو د استازو په ګډون د روانې اپرېل میاشتې په ۲۴مه جوړه شي، خو اوس چې یادې نېټې ته یوازې څو ورځې پاتې دي، داسې ګنګوسې دي چې دا غونډه ځنډېدلې او له روژې وروسته به جوړه شي.

د هېواد په لوېدیځ زون کې د جګړو یوشمېر هغه قربانیان چې په جګړو کې یې د خپل وجود غړي له لاسه ورکړي، نن په هرات کې د یوې خبري غونډې پر مهال د جګړو له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې د کورنیو او میندو په خاطر دې له جګړې او وینې تویېدنې لاس واخلي او سوله دې وکړي.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګ ولایت استازی مهدي راسخ وايي، تېره ورځ پرې د میدان وردګ ولایت د بهسودو لومړۍ برخې ولسوالي کې برید شوی دی.