د کابل چاودنو خلک په موټرو کې له تګ راتګ بېزاره کړي

پرون له غرمې وروسته د کابل په لوېدیځ کې د ښاري ټرانسپورټ پر دوو مسافر وړونکو موټرو ماین چاودنې وشوې چې له امله یې ۷کسان ووژل شول او ۶نور ټپیان شول. د تېرې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ هم په همدغه سیمه کې د ښاري ټرانسپورټ دوه ټونس ډوله موټر د نښلوونکي ماینونو ښکار شول چې له امله ۵کسان پکې ووژل شول او ۱۶ يې ټپیان کړل.

لغمان کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي

لغمان کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې د یوه کور پنځه غړي وژل شوي او یو بل ژوبل دی.
په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالي کې د ولسي خلکو پر کورونو د هاوان مرمۍ ویشتي او د یوې کورنۍ پنځه غړي یې وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی. د دوی په وینا، په پېښه کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

کابل کې غبرګو چاودنو اووه کسان ووژل او شپږ یې ټپیان کړل

د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په لوېدیځ کې د سپرلۍ پر دوو لېږدوونکو موټرو شویو چاودنو کې اووه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. د دغو چاودنو قربانیان ټول ملکیان دي. د مسوولانو په وینا، یادې چاودنې نن ماسپښین د شپږمې او دیارلسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې د سپرلۍ پر موټرو شوي دي.

ترکیې ته د طالبانو خبرداری؛ له افغانستانه مو سرتېري وباسئ

طالبانو هر هغه هېواد ته خبرداری ورکړی چې وغواړي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم د کابل هوايي ډګر د امنیت ساتلو په موخه خپل سرتېري پرېږدي.
دغې ډلې نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د هېڅ هېواد د ځواکونو پاتې کېدل ورته د منلو نه دي.

حکومت د جنايي جرمونو په څېړلو کې پاتې راغلی

د کابل ښار واټونه او کوڅې تل د جنايي پېښو او وژنو شاهدې وې، خو په دې وروستیو ورځو کې جنايي پيښې زیاتې شوي چې دغې چارې ښاریان اندېښمن کړي دي. که څه هم د قتل، وسله والو غلاوو، د ناقانونه وسلو لېږد او سړي تښتونو ته ورته جرمي پېښو کې ډېری وخت ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو په وروستیو کې د جنايي جرمنو په کړنلارې کې د بدلون په رامنځ ته کېدو سره ښاریان په ډله‌ییزه توګه قرباني ورکوي.

طالبانو په پکتیا کې ۲۰۰۰ کورنۍ کډه کولو ته اړ کړي

د پکتيا ولایت اړوند د زرمت ولسوالي اوسېدونکو په مرکز ګردېز ښار کې د يوې ناستې پر مهال اندېښنه وښوده چې په دې ولسوالي کې د ناامنيو له زياتېدلو او د طالبانو د ګواښونو له کبله له ۲۰۰۰ زياتې کورنۍ بې‌ځايه شوي او په دغه ولسوالي کې جګړې زور اخیستی چې خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او او نه شي کولای چې د خوراکي توکو د رانیولو لپاره له کورونو څخه ووځي.

 د غور تولک ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې

له څو اوونیو کلابندۍ وروسته وسله‌والو طالبانو د غور ولایت تولک ولسوالي ودانۍ نیولې او په دغه ولسوالي کې یې له کلابندو سرتېرو سره نښته روانه ده. په غور کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو د دغې ولسوالي ودانۍ او امنیه قومنداني نیولي او په وینا یې که چېرته دغه ولسوالي ته عاجله مرسته ور ونه رسېږي، هغه سرتیري چې د وسله‌والو طالبانو له لوري کلابند شوي، وبه وژل شي.

سرپل کې ۶۰ سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي

د سرپل د ولایتي شورا غړی اسدالله خرم وايي، په دغه ولایت کې ۶۰ سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي دي. د نوموړي په وینا، څو ساعته وړاندې د سرپل د مرکز اړوند په «بغاوي» سیمه کې د ملي اردو څلورم کنډک او په «سنګ توده» سیمه کې درې امنیتي پوستې له تجهیزاتو او امکاناتو سره د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

د ملي امنیت شورا: د کابل هوايي ډګر به له نړیوالو معیارونو سره سم فعال وي

د ملي امنیت شورا دفتر وايي، د حامد کرزي هوايي ډګر به له نړیوالو معیارونو سره همداسې فعال پاتې شي. د دغه دفتر په وینا، د ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار پرون په کابل کې د ناټو له ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو سره یوځای یاد هوايي ډګر او په‌کې د ناټو قومانداني لیدو ته ورغلی دی.

د عربستان او پاکستان دیني عالمان دې د افغانستان جګړه ناروا اعلان کړي

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر احمدجاوېد مجددي نن په مکه کې د افغان سولې په اړه د مفتیانو او دیني عالمانو په ګډه غونډه کې وویل، عربستان او پاکستان په افغانستان کې د سولې راتلو برخه کې مهم رول لري. د نوموړي په وینا، د عربستان او پاکستان دیني عالمان دې په روښانه توګه په افغانستان کې روانه جګړه ناروا اعلان کړي.

امریکا له ګواښ سره د کابل مخامخېدو پر مهال خپله هوايي مداخله ارزوي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لوړوپوړو امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې د دغه هېواد دفاع وزارت هغه مهال چې د افغانستان وضعیت د ناورین خوا ته ولاړ او د کابل په ګډون، لوی ښارونه له ګواښ سره مخ شي، د خپلې هوايي مداخلې څرنګوالی ارزوي. په راپور کې لیکل شوي چې تر اوسه په دې برخه کې پرېکړه نه ده شوې، خو ارزونه یې روانه ده.

بغلان کې د پوځ پر یوه مرکز موټربم برید؛ شپږ سرتېري وژل شوي

په بغلان کې باوري امنیتي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار شاوخوا دوه بجې د پلخمري ښار په باغ شمال سیمه کې د ملي اردو پر یوې مرکز موټربم برید شوی دی.
د سرچینو په وینا، تر اوسه په دې پېښه کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

طالبانو د چاه‌اب ولسوالي ودانۍ او امنیه قومنداني نیولي

د تخار د ولایتي شورا رییس محمد اعظم افضلي سلام‌وطندار ته وایي، بېګاه شپه طالبانو د چاه اب ولسوالي پر مرکز پراخ بریدونه کړي چې امنیتي ځواکونه نن چهارشنبه د دغې ولسوالي له ودانۍ او امنیه قومنداني وتلي او د چاه اب نورو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

له طالبانو سره د هند لومړنۍ اړیکه

هندوستان ټایمز راپور ورکړی چې هند د لومړي ځل لپاره د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون، له ځینو نورو طالب چارواکو سره اړیکه نیولې ده. د هندوستان ټایمز د راپور له مخې چې نن خپور شوی، دا اړیکه د امنیتي چارواکو له لوري نیول شوې ده.