ماين چاودنې پکتيا کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژلي

د پکتيا په سيدکرم ولسوالي کې پرون ماښام د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي. د یادې کورنۍ يو غړی نورجان چې د پکتيا حوزوي روغتون ته يې  د پېښې له ځای څخه دوه ټپي ماشومان راوړي وو، سلام وطندار ته وويل چې په دې پېښه کې يې د پلار په ګډون درې نارينه، درې ښځې او شپږ ماشومان وژل شوي او د کورنۍ ۲ نور غړي یې ټپيان دي.

لاینز: ښايي افغانستان د سوریې له برخلیک سره مخ شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبرا لاینز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا فوق العاده غونډې ته په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو په اړه وایي چې دغه هېواد یوه ګواښونکي مرحله کې دی او که پاملرنه ورته ونه شي، د سوریې له برخلیک سره به مخ شي. په دغه ناسته کې د ملګرو‌ملتونو د غړو هېوادونو استازیو په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی او د اوربند او یوې سیاسي حل لارې غوښتنه یې کړې ده.

طالبانو د جوزجان زندان له نیولو وروسته ټول بندیان خوشې کړي

په جوزجان ولایت کې یوه امنیتي سرچینه وایي چې وسله‌والو طالبانو نن سهار د دغه ولایت پر زندان ډله‌ییز برید کړی چې دغه زندان یې نیولی او شاوخوا ۱۰۰۰بندیان چې په بېلابېلو جرمونو بندیان وو، خوشې کړي دي. د سرچینې په وینا، جګړه د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست او ۵سوه فامیلو سیمه چې د دوستم کور ته نږدې پرته ده، دوام لري.

طالبانو د نیمروز مرکز زرنج ښار نیولی

په نیمروز ولایت کې یوه سرچینه وایي چې وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت مرکز زرنج ښار نیولی او د ولایت مقام، امنیه قومنداني سربېره یو‌شمېر نورې دولتي ادارې هم د دوی په لاس کې دي. د نیمروز ولایت د پولیسو د مطبوعات امر غلام‌ صدیق نورزی د دې خبر د تایید ترڅنګ وايي چې دغه ولایت ته د مرستندویه ځواکونو د نه رسېدو له کبله زرنج ښار د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلی دی.

میدان وردک کې پر مسافر وړونکي موټر د برید له امله ۵کسان وژل شوي

په میدان وردک ولایت کې د ملکیان پر یوه موټر د برید له امله د یوه ماشوم په ګډون پنځه کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي. دغه فلانکوچ ډوله موټر چې نن سهار له دایکندي څخه کابل ولایت ته پر لار وو، میدان ښار ته نږدې د دویم نمبر لارې په اوږدو کې تر برید لاندې راغلي چې له امله یې دغه مرګ‌ژوبله رامنځ ته شوې ده.

د هېواد په شمال کې ناامنیو د موسیقۍ هنر کم‌رنګه کړی

موسیقي د هنر په نړۍ کې هغه پاتې کېدونکی او خوږ غږ دی چې له ذهنه سرچینه اخلي او د اورېدونکو په زړونو کې ځای خپلوي. خو په هېواد کې په ځانګړې توګه په شمل او شمال ختیځو ولایتونو کې وروستیو جګړو او ناامنیو دغه پاتې کېدونکی هنر څنډې ته کړی او د دې هنر پر مخ یې سیوری غوړولی دی.

کابل کې د ناامنیو ولایتونو ښځينه زده‌کړیالانو د پوهنتون تبدیلۍ په اړه اعتراض کړی

کابل کې د یو‌شمېر ناامنیو ولایتونو د پوهنتونونو ښځينه زده‌کړیالانې په یوې اعتراضیه غونډه کې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه غوښتنه وکړه چې دوی ته دې د ناامنو ولایتونو له پوهنتونونو څخه د تبدیلۍ اجازه ورکړل شي.

هېواد کې روانه جګړه د ۵۱ رسنیو د تړل کېدو لامل شوې

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی اجرایوي رییس مجیب خلوتګر په هېواد کې د امنیتي وضعیت خرابېدو سره هم‌مهاله د رسنیزو فعالیتونو کمېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، روانې جګړې د رسنیو پر فعالیتونو سیوری غوړولی دی. د هغه په وینا، په هېواد کې د نښتو او طالبانو له لوري د بریدونو زیاتېدو له کبله ۵۱ رسنۍ تړل شوې دي.

په کندهار، هلمند او هرات ولایتونو کې جګړه لا هم دوام لري

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي غلام‌ولي افغان سلام‌وطندار ته ویلي چې په مرکز لښکرګاه کې امنیتي وضعیت ترینګلی دی او له کبله یې زرګونه کورنۍ بندې پاتې دي.
د نوموړي په وینا، اوس د هلمند پر امنیې قومانداني، ولایت مقام، محبس او ملي امنیت ریاست سخته جګړه روانه ده چې ملکیانو ته هم په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

جنرال دوستم د شمال جګړه‌ییز وضعیت د بدلون په اړه ولسمشر ته طرحه سپاري

د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم چې څه موده وړاندې د درملنې لپاره ترکیې هېواد ته تللي و، پرون بېرته هېواد ته راستون شو او وایي چې د شمال جګړه‌ییز وضعیت په اړه ولسمشر ته یوه طرحه سپاري. د جنبش ګوند ویاند ویلي چې له ولسمشر سره به په دې لیدنه کې د لاسه تللو سیمو د بېرته نیولو لپاره د ولسي پاڅونوالو پر تجهیز هم خبرې وشي.

وېلسن: امریکا به په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره هڅې ونه سپموي

د امریکا یوه مهم ډیپلوماټ له سلام‌وطندار سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، که څه هم په ولسوالیو کې طالبانو پرمختګ کړی، خو واشنګټن به په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره خپلې هڅې ونه سپموي. کابل کې د امریکا سفارت سرپرست وايي، د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې بهیر ګړندي کېدو په موخه به راتلونکې اوونۍ د قطر په دوحه کې غونډه جوړه شي.

د طالبانو پر ضد د «الله اکبر» نارې په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې شور جوړ کړ

له هرات وروسته د کابل، خوست، تخار، ننګرهار او بدخشان ولایتونو ډېری اوسېدونکو د افغان ځواکونو په ننګه او له طالب ډلې د کرکې په موخه د «الله اکبر» نارې وکړې. خلک داسې مهال واټونو ته راووتل چې په یوشمېر ولایتونو کې جګړې زور اخیستی او طالبانو د څو ولایتونو په ښارونو کې د جګړې سنګر تود ساتلی دی.