
غور کې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې شمېر په ډېرېدو دی
فضل احمد چې دا یې مستعار نوم دی، د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار اصلي اوسېدونکی دی. هغه چې په ماشومتوب کې ایران ته د کار لپاره تللی وو، هلته په نشهيي توکو روږدی شوی.

فضل احمد چې دا یې مستعار نوم دی، د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار اصلي اوسېدونکی دی. هغه چې په ماشومتوب کې ایران ته د کار لپاره تللی وو، هلته په نشهيي توکو روږدی شوی.

د بغلان ولایت په پلحصار ولسوالي کې باوري محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې بېګاه شپه ناپېژنده وسلهوالو د ظهیرالدین اندرابي په نوم یو ډاکټر له خپلې شپږ کسییزې کورنۍ سره وژلی دی. په دغه پېښه کې د ډاکټر ظهیر الدین مېرمن، دوه پېغلې لورګانې، زوم او دوه ماشومان یې وژل شوي او درې ماشومان یې ټپیان دي.

کندوز کې د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د شمېرو له مخې، د طالبانو له راتګ وړاندې په دغه ولایت کې له ۲۰ زیاتې تصویري، غږېزې او چاپي رسنیو فعالیت درلود، خو د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، له پنځو رسنیو پرته پاتې ۱۵رسنۍ د مالي ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي دي.

په غور کې سرچینې وايي چې ناپېژنده وسلهوالو له یوې اوونۍ راهیسې د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه کې او د لعلوسرجنګل-فېروزکوه پر لویې لارې درې کسان چې هزاره وو، وژلي دي.
په دغو کسانو کې یو هم خادمحسین و د لعلوسرجنګل ولسوالي د ګرماب سیمې اوسېدونکی دی او پرون مازدیګر په «پشته ګاومورک» سیمه کې کور ته د تلو پر مهال وژل شوی دی. خادمحسین ځوان و او یو کال مخکې یې واده کړی و.
طالبانو ویلي چې امریکا د نړیوالو ژمنو خلاف د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د دغو سرغړونو مخه باید ونیول شي. د طالبانو له لوري په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې ټول حکومتونه له هغې ډلې طالبان د نړیوالو حقونو او قوانینو پر بنسټ، د خپل هوايي او ځمکيني حریم مالکان دي، خو امریکا د دوحې هوکړې خلاف په خپلو بېپيلوټه الوتکو سره د افغانستان هوايي حریم نقض کړی دی.

تېره ورځ یو کس چې ادعا یې کوله د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د ښاري استخباراتو د څانګې کارکوونکی دی، د سلاموطندار راډیو دفتر ته ننوځي. نوموړي کس غوښتل په زور او د سلاموطندار راډیو د امنیتي برخې له همغږۍ پرته دفتر ته دننه شي. هغه خپل ځان عبدالمالک صافی معرفي کړ او یوه بل ځوان یې هم ملتیا کوله.

وروسته له هغې چې د برېټانیې «ډیليمېل» ورځپاڼې د امریکا د ډیپلوماټیکو او استخباراتي ادارو د معلوماتو پربنسټ په یوه راپور کې د پاکستان او امریکا ترمنځ د افغانستان مسلې په اړه له رامنځ ته کېدونکو احتمالي ستونزو په اړه خبر ورکړ، یوشمېر افغان شنونکي هم د پاکستان پر وړاندې د امریکا ودرېدل تاییدوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، هېواد یې تمه لري چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د مدیریت په اړه له هوکړې وړاندې باید په افغانستان کې د طالبانو له لوري ټولګډونه حکومت اعلان شي. اردوغان ویلي، تر هغه به افغانستان ته خپل ځواکونه ونه لېږدوي چې دغه هېواد کې ټولګډونه حکومت نه وي، جوړ شوی.

د لوګر مرکز پلعلم ښار یوشمېر اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي، د مخکیني حکومت له سقوط وروسته د وزګارتیا کچه د پام وړ زیاته شوې او ډیری لوستي او نالوستي ځوانان له هېواد څخه د تېښتې په حال کې دي او له پراخو اقتصادي ستونزو کړېږي.

د روسیې تاس خبري اژانس د یاد هېواد د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال سرګي ورشینین له قوله راپور ورکړی چې تمه ده تر راتلونکو دوو ورځو پورې «جي ۲۰» هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ویلي چې په دغه ناسته کې د ګډون لپاره باید دوی ته بلنلیک راواستول شي.

په غور کې د اسلامي امارت مسوولان وایي چې دغه پېښه بېګاه شپه د یاد ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې رامنځ ته شوې ده. غور کې د اسلامي امارت د ملي امنیت مرستیال محمدصادق رصاص وایي، انسان تښتوونکو چې کله هزاره قوم پورې اړوند دوه کسان ووژل، پر طالبانو یې هم ډزې وکړې چې د نښتې په پایله کې دوه انسان تښتونکي ووژل شول او یوشمېر یې وتښتېدل.

له تېرو څو ورځو راهیسې په پرلهپسې توګه د جلالاباد ښار په بېلابیلو سیمو کې چاودنې او د ناڅرګندو وسلهوالو له لوري د یوشمېر کسانو وژل کېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.
همدا نن سهار د جلالاباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند «پښتونستان واټ» ته نږدې په يوه ګلدان کې ځای پرځای شوی ماین هغه مهال چاودلی چې طالبان له سیمې تېرېدل.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان اف کربي وايي چې ځواکونه یې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې عملیاتو او هوايي بریدونو لپاره خلاص لاس لري او په دې برخه کې له طالبانو سره همغږۍ ته اړتیا نشته. نوموړي دا خبرې پرون په یوه خبري غونډه کې کړي او ویلي یې دي چې: «موږ د عملیاتو لپاره لازم جوازونه لرو او له طالبانو سره همغږۍ ته هېڅ اړتیا نشته.»

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب په یوه غږیز پیغام کې خپلو کسانو ته خبرداری ورکړی چې په عمومي بښنه کې ټول مخالفان شامل دي او هېڅوک حق نه لري چې کوم مخالف وګواښي یا یې هم ووژني. هغه ویلي چې طالبانو په ځینو سیمو کې یوشمېر کسان د دښمنۍ له کبله وژلي، په داسې حال کې چې طالبانو عمومي بښنه اعلان کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي د معرفي کېدو غونډې ته وویل چې اوس د ۲۰۰۰م کال دوره نه ده او اسلامي امارت نړۍ سره ښې او ژورې اړیکې لري.

اسیا کې له خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوې خبرپاڼه کې د سلاموطندار راډیو پر خبریال او اډېټور محمدعلي احمدي وسلهوال برید افغانستان کې د اطلاع رسونې پر وړاندې ستر ګواښ بللی دی. اسیا کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې همغږی کوونکی سټیوان بټلر له طالبانو غوښتي چې د یاد برید د څرنګوالي په اړه خپلې څېړنې پیل کړي.