
عبدالله: د مذاکراتو ځای باید د سولې خبرو د دوام خنډ نه شي
د پخلاینې ملي شورا رییس عبدالله عبدالله وايي، که څه هم په افغانستان کې د سولې خبرو اترو د پاتې پړاوونو دوام ته لومړیتوب ورکوي، خو په وینا یې، د مذاکراتو ځای باید د دغو خبرو د دوام پر وړاندې خنډ ونه ګرځي.












