
له افغانستان سره پر دوامداره بشري مرستو د بایډن او ماکرون ټينګار
سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا متحهد ایالات او د فرانسې ولسمشرانو په افغانستان کې د رامنځ ته شوي وضعیت په اړه ټيلیفوني خبرې کړي او له دغه هېواد سره د خپلو بشري مرستو پر دوام او افغان کډوالو پر ملاتړ ټينګار کړی دی.













