ملګري ملتونه په ۲۰۲۲ کې ۲۸میلیونه اړمنو افغانانو ته پنځه میلیارډه ډالر راټولوي

ټاکل شوې چې نن د ملګرو ملتونو دوه ادارې په افغانستان کې دننه افغانانو ته د بشري مرستو رسولو او د سیمې په یوشمېر هېوادونو کې د بې‌ځایه شویو افغان کډوالو وضعیت ته د رسېدنې په موخه خپل ګډ پلانونه اعلان کړي. دغه سازمان ویلي، افغانستان کې د  لومړنیو روغتیايي خدمتونو د نه‌شتون له کبله، په لسګونه زره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

چین: امریکا دې پر افغانانو لګول شوي یو اړخیز بندیزونه لرې کړي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا دې د افغانستان د روان ناورین د اصلي لامل په توګه خپلې تېروتنې ومني او پر افغانانو لګولي بندیزونه دې لرې کړي. د یاد وزارت ویاند وانګ ونبین نن په یوې غونډه کې خبریالانو ته ویلي، امریکا په افغانستان کې د اوسني ناورین لامل دی او دغه هېواد باید پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو له لګولو لاس په سر شي.

د افغانستان ۶۷سلنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له اقتصادي ناورین سره مخ دي

د افغانستان رسنیز بنسټ په خپل یوه څېړنیز رپوټ کې ویلي چې په تېر نظام کې د افغان خبریالانو او رسنیو کارکونکو اقتصادي وضعیت څه باندې ۳ سلنه کړکېچن وو، خو د نوي نظام له راتلو وروسته څه باندې ۶۷ سلنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له اقتصادي ناورین سره مخ دي.

په دولتي ادارو کې دې د بېلابېلو قومونو کادرونه وګومارل شي

د افغانستان د امامیه علماوو عالي شورا رییس محمد‌حسن کندزي نن کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د مخکیني حکومت په پرځېدو او د اسلامي امارت په راتګ سره په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د افغانستان او نړۍ ترمنځ یو نوی فصل پرانستل شوی دی.

ایران: افغانستان ته د هند د مرستو رسولو په برخه کې همکاري کوو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه وزارت وزیر امیر عبدالللهیان له خپل هندي سیال سوبر امانیام جې‌شنکر سره په یوې ټيلیفوني اړیکه کې په افغانستان کې د یوه ټول‌ګدونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی دی. په ورته مهال هندي چارواکي له پاکستان سره افغانستان ته د هند له لوري د ۵۰زره ټنه غنمو د لېږد په برخه کې د خبرو له دوام څخه خبر ورکوي.

اسلامي امارت پر ډیورنډ کرښه په ۳۲ پوستو کې ۱۵۰ سرتیري ځای پر ځای کوي

څه موده  وړاندې ختیځ کې د ډیورند پر فرضي کرښه د ننګرهار او کونړ په اړوند سیمو کې د پاکستاني او افغان لوري ترمنځ جنجالونه وشول او اسلامي امارت د پاکستاني پوځ د تاسیساتو د جوړېدو مخنیوی وکړ، اوس تازه ختیځ کې د لومړي سرحدي لوا له لوري ۱۵۰ تازه دمو سرتېرو ته مسلکي روزنه ورکړل شوي چې د چارواکو په وینا، پر ډیورنډ کرښه به یې ځای پر ځای کړي.

شنونکي: ایران هڅه کوي د اسلامي امارت په حکومت کې خپل نفوذي کسان دننه کړي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشري یو لوړپوړی پلاوی د ایران په رسمی بلنه دغه هېواد ته تللی او د یاد هېواد له چارواکو سره به پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ایران کې د افغان کډوالو پر مسایلو خبرې وکړي.

کابل هوایي ډګر کې د تخلیې پرمهال ورک شوی ماشوم خپلې کورنۍ ته سپارل شوی

یو افغان ماشوم چې د کابل په هوايي ډګر کې د تخلیې د عملیاتو په ترڅ کې یو امریکایي سرتیري ته سپارل شوی و او وروسته ورک شو، پرون په کابل کې خپلوانو ته یې وسپارل شو. رویټرز خبری اژانس وایي، دغه ماشوم چې سهیل احمدي نومېږی او د دوو میاشتو وو چې د اګست په ۱۹ نېټه پر افغانستان د اسلامی امارت له واکمنېدو وروسته د تخلیې د عملیاتو په ترڅ کې د کابل په هوایي ډګر کې ورک شو .

د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون: د فیض‌الله جلال نیول‌ د بیان ازادي محدودول دي

د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د اسلامي امارت له لوري د کابل پوهنتون استاد فیض‌الله جلال نیول‌کېدل، پر بیان ازادي د محدودیتونو لګول ګڼي او د ورته نیونو دوام د بشر حقونو له قانون او ارزښتونو سره په ټکر کې بولي. فیض‌الله جلال پرون په کابل کې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري په خپل کور کې نیول شوی دی.

ناپېژنده وسله‌والو هرات کې یو صراف وژلی

د هرات ولایت محلي مسوولان تاییدوي چې د دغه ولایت یو نوموتی صراف عبدالرحیم صدیقي بېګاه شاوخوا ۷بجې د هرات ښار مرکز کې کور ته پر لاره، د ناپېژنده وسله‌والو له لوري وژل شوی دی. د وژل شوي صراف د کورنۍ یو‌شمېر غړي وايي چې صدیقي کور ته پر لاره د ناپېژنده وسله‌والو له لوري وژل شوی دی. د دغه صراف د کورنۍ یو غړی عبدالواجد له اسلامي امارت څخه غواړي چې د دغې پېښې عاملان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د ژغورنې نړیواله کمېټه: د افغانستان ۹۰سلنه روغتیايي مرکزونه تړل‌کېدو ته نږدې شوي

د ژغورنې نړیوالې کمېتې د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان روغتیايي سیستم د پاشلتیا له ګواښ سره مخ دی او وېره شته چې د دغه هېواد څه باندې ۹۰ سلنه روغتیايي مرکزونه وتړل شي. په رپوټ کې راغلي چې د اسلامي امارت په راتلو سره کڼ‌شمېر نړیوالو مالي ملاتړ کوونکو خپلې بشردوستانه مالي مرستې له افغانستان سره ځنډولي دي.

شنونکي: پاکستان د اسلامي امارت په کمزوري‌‌کېدو کې خپلې ګټې لټوي

په دې وروستیو کې د پاکستان او اسلامي امارت چارواکو ترمنځ پر ډیورنډ  فرضي کرښه د پاکستاني پوځ له‌خوا د اغزن تار غځولو او د هېواد پر ختیځو سیمو د راکیټي بریدونو پر سر ناندرۍ زیاتې شوي دي. د چارو یو‌شمېر شنونکي وايي چې پاکستان په دې کړنو سره غواړي، د اسلامي امارت حکومت کمزوری کړي او خپل ولس او نړیوالو ته وضعیت ناسم وښایي.

د لغمان د ملي امنیت رییس په یوې ټرافیکي پېښه کې مړ شوی

د لغمان ولایت محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د ملي امنیت رییس مولوي الفت هاشمي بېګاه د محترلام ښار اړوند په قرارګاه سیمه کې په یوې ټرافیکي پېښه کې مړ شوی دی. د لغمان لپاره د اسلامي امارت د والي ویاند صلاح‌الدین زاهد ویلي، دغه ټرافیکي پېښه هغه مهال  رامنځ ته شوې چې د ملي امنیت رییس محترلام ښار کې پر ګزمې بوخت و.