اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو د تېرو کلونو مالي جریمې وبښلې

د ریاست‌الوزرا اداري او دویم مرستیال عبدالسلام حنفي نن یکشنبه د مرغومې څلورمه کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د سوداګرو او پانګوالو د تېرو کلونو د مالیاتي سرغړونو جریمې د دوی د هڅونې او د هېواد اقتصادي پرمختګ په موخه بښل شوي دي.

ګوټرېش: نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز به د دوی د سختیو لامل شي

د اسلامي امارت له‌خوا په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ته د غبرګونونو په لړ کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ویلي چې له دې پرېکړې سخت خواشینی شوی دی. نوموړي ویلي: «افغانستان کې د خلکو د ژوند او معیشت ژغورلو لپاره له نړیوالې ټولنې سره د ښځو پر کار بندیز به د افغانانو د سختیو لامل شي.»

کندهار کې د یوې اووه‌لس کلنې نجلۍ مړی موندل شوی

په کندهار کې یوې ځایي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ولایت کې د یوې اووه‌لس کلنې نجلۍ مړی موندل شوی دی.
دا سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وایي، دغه مړی د کندهار د میوند ولسوالي په حوض‌ مدد دښته کې موندل شوی دی.

مولوي عبدالحمید ا.ا ته: نجونو ته د لوړو زده‌کړو زمینه برابره کړئ

د ایران مشهور دیني عالم مولوي عبدالحمید له اسلامي امارت غوښتي چې افغانستان کې نجونو او ښځو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

مولوي عبدالحمید چې په زیاته کچه پلویان لري، پرون یې د جمعې په خطبه کې په ټينګار سره ویلي، زده‌کړې نارینه او ښځنیه نه پېژني او پر ښځینه‌وو زده‌کړه د اسلام د ټولو دیني عالمانو غوښتنه ده.

کابلوف: د کابل په غوښتنه روسیه د بین‌الافغاني خبرو بیاپیل کې مرسته کولای شي

 د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له یوې هندۍ رسنۍ سره په مرکه ویلي چې روسیه کولای شي، د بین‌الافغاني خبرو راژوندۍ کولو لپاره مهم رول ولوبوي.

ضمیر کابلوف پرون جمعه د مرغومې دویمه له «هندو» ورځپاڼې سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، روسیه او هند دواړه کولای شي چې د بین‌الافغاني خبرو د بیاپیل لپاره مهم نقش ولوبوي.

ریچارډ بنټ اسلامي امارت ته: پرېږدئ چې افغان نجونې زده‌کړې وکړي

د اسلامي امارت له لوري د هېواد په پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړیالانو د زده‌کړو ځنډېدو ته د غبرګونونو پر دوام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ ویلي چې دغه پرېکړه په ټولنه کې له مساوي زده‌کړو د ښځو او نجونو د محرومولو په معنی ده.

عبدالله عبدالله: له زده‌کړو د نجونو محرومول «خواشینونکی» دی

د اسلامي امارت له لوري په پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړیالانو د زده‌کړو بهیر ځنډېدو ته په غبرګون کې د مخکیني حکومت د روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي چې زده‌کړې د ټولو له بنسټ‌ییزو حقونو څخه دي او له دې حق څخه د نجونو محرومیت د خواشینۍ وړ ده.

ګوټرېش: ا.ا دې له افغانستانه ګاونډیو ته د ګواښ د پېښېدو مخه ونیسي

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د دې سازمان په وروستۍ کلنۍ غونډه کې د افغانستان په اړه د وینا پر مهال له اسلامي امارت غوښتنه وکړه چې له خپلې خاورې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو بریدونه مخه ونیسي. نوموړي د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو، د بشري حقونو پر ټینګښت، ښځو او نجونو ته د زده‌کړو حق پر ورکړې ټينګار وکړ.

فاریاب کې د اسلامي امارت یو غړی وژل شوی

په فاریاب کې سرچینې وايي چې د اسلامي امارت یو غړی د یکشنبې په شپې د دغه ولایت د ګرزیوان ولسوالي په «پشته» سیمه کې وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، دغه کس معاذ نومېده او د سخي‌محمد زوی و چې د ګرزیوان ولسوالي په امنیې قومانداني کې یې دنده درلوده.

امنیت شورا سبا د افغانستان وضعیت په اړه ناسته جوړوي

ټاکل شوې چې سبا سه‌شنبه د ډسمبر میاشتې ۲۰مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان وضعیت په اړه د امریکا په نیویارک ښار کې غونډه وکړي.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش به د یوناما له لوري افغانستان کې د جنګي جرمونو مستند شوي راپورونه هم دې غونډه کې وړاندې کړي.

محمدحسن اخوند: هڅه کوو بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې حل کړو

د ا.ا چارواکو د کډوالۍ نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ډاډ ورکړ چې په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت له نږدې څاري او هڅه کوي ستونزې یې حل کړي.
د ا.ا رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند دې غونډې ته په لېږلي پیغام وویل چې هڅه کوي د کورنیو بې‌ځایه شویو او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې حل کړي.

د اسلامي امارت پر بندیزونو د څار ډلې ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځېد

د ملګروملتونو امنیت شورا د ۲۶۶۵ پرېکړه‌لیک په تصویب سره پرېکړه وکړه چې د اسلامي امارت پر اړوند کسانو او بنسټونو د بندیزونو د څار ډلې ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځوي. د یاد پرېکړه‌لیک د تصویب سره به پر بندیزونو د څار ډله د بندیزونو د نه پلي‌ کېدو په اړه خپل معلومات راټولوي او د بندیزونو کمېټې په واک کې به یې ورکوي.

د ملګرو‌ملتونو څېړونکي: عام محضر کې دې د دُرو وهلو او اعدام سزاګانې ودرول شي

د ملګرو ملتونو سازمان څېړونکو د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت یې غوښتي چې هر څه ژر دې په عام محضر کې د دُرو وهلو او اعدام سزاګانې ودروي. په ویناپاڼې کې همداراز ویل شوي چې په عام محضر کې دُرې وهل او اعدام د شکنجې د منع نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دي.