
یوه میاشت کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله ۳۰کسان وژل شوي
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د تېرې یوې میاشت پرمهال له جګړو څخه د پاتې ناچاودو توکو د چاودنې له امله ۳۰ کسان وژل شوي چې ډېری یې ماشومان دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د تېرې یوې میاشت پرمهال له جګړو څخه د پاتې ناچاودو توکو د چاودنې له امله ۳۰ کسان وژل شوي چې ډېری یې ماشومان دي.

د کورنیو چارو وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کابل د دویمې امنیتي حوزې اړوند ملک اضغر څلور لارې کې د پولیسو چکپواینټ ته نږدې موخې ته له رسېدو مخکې د امنیتي ځواکونو له لوري په نښه شوی او وژل شوی دی.
پېښه نن دوشنبه د وري اوومه له غرمې وروسته رامنځته شوې ده. یاده سیمه د بهرنیو چارو وزارت ته په څو قدمۍ کې پرته ده.

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایک مککال له بهرنیو چارو وزارت نه غوښتي چې له افغانستانه په بیړه د وتلو سندونه ورسره شریک کړي. د نړیوالو مسایلو څېړونکی نظیراحمد رزاقي بیا وايي چې د چین ځواکمنېدو او پر اوکراین د برید لپاره د روسیې چمتووالي د امریکا د بهرني سیاست لومړیتوب بدل او له افغانستان څخه یې د وتلو لامل شو.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې ویلي چې د تېرې یوې اوونۍ پر مهال یې د ۵۹۸ افغان کډوالو په ګډون له دغه هېواد څخه ۲۰۱۸ ناقانونه کډوال شړلي دي.
یادې ادارې شنبهشپه د وري پنځمه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د وروستۍ یوې اوونۍ په ترڅ کې له یاد هېواد څخه ایستل شوي دي.

د بغلان امنیتي مسوولان مني چې یوه کس د دغه ولایت په تالهوبرفک ولسوالي کې خپل ورور وژلی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد جمعه د وري څلورمه پر خپله ټوېټرپاڼه د امریکايي چارواکو هغو ادعا ته تند غبرګون ښودلی چې ګواکې د داعش ډلې غړي افغانستان کې زیات شوي دي.
ذبېحالله مجاهد دغو ادعاوو ته په غبرګون کې لیکلي چې افغانستان کې د داعش ډلې غړي د پخوا په پرتله ځپل شوي او شمېر یې خورا کم شوی دی.

د افغانستان بانک وايي چې سبا یکشنبه د وري میاشتې په شپږمه نېټه به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک نن (شنبه د ۱۴۰۲ د وري پنځمه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا چهارشنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي. د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې له دغه ولایت څخه د تښتول شوي کس جسد یې سرپل کې پیدا کړی دی. ناپېژنده کسانو دغه ځوان له جوزجان تښتولی و او سرپل کې یې وژلی دی.
د جوزجان د امنیې قومنداني د جنايي مدیریت د کشف امر شمسالله وثیق ویلي چې پېښه پرون پنجشنبه رامنځته شوې ده.

د غزني محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په واغظ ولسوالي کې د هاوان مرمۍ چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي. د درېوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی. د هغه په وینا، یاده پېښه د غزني ولایت د واغظ ولسوالي په «چهارده» کلي کې شوې ده.

افغانستان کې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال له پیل سره هممهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن ویلي چې د بشر حقونو نقض او د نجونو پر مخ د زدهکړو ځنډېدو دوام به له اسلامي امارت سره د اړیکو عادي کول ناشونې کړي. بلخوا کارپوهان وايي چې د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت د اوسني چلن دوام به افغانان لا پسې اغېزمن کړي.

د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه کس خپله مېرمن وژلې او درې اولادونه یې ټپیان کړي دي.

د فاریاب مرکز میمنې ښار کې سرچینې سلاموطندار ته وايي چې ناپېژنده وسلهوالو دغه ولایت کې د یوه جومات خطیب نورمحمد بیدکي وژلی دی.
د سرچینې په وینا، پېښه سهشنبه د وري لومړۍ د میمنې ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند «تورپاختو» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې ناپېژنده وسلهوالو یو ۵۰کلن کس په ډزو وژلی دی.
د جوزجان د امنیې قومنداني د جنایي مدیریت د کشف امر شمسالله وثیق سلاموطندار ته وايي چې پېښه پرون سهشنبه د شبرغان ښار اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده. نوموړي ټینګار کړی چې د یادې پېښې په تړاو اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو په وینا یې چې د عاملانو د نیولو هڅې روانې دي.

اروپايي ټولنې په تازهګۍ سره ویلي، افغانستان کې د بشريحقونو نقض له امله به د ا.ا پر چارواکو نور بندیزونه هم ولګوي.
اروپايي ټولنې د یادو بندیزونو په اړه وضاحت نه دی ورکړی او دا یې هم نه دي ویلي چې دغه بندیزونه به په کومو برخو کې وي، خو ټينګار یې کړی چې بندیزونه به یوازې د ا.ا پر چارواکي ولګول شي او د افغانانو اقتصاد به اغېزمن نه کړي.

افغانان داسې مهال د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې دویم لمریز کال پیلوي چې لا هم د افغانستان اوسنی حکومت د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی. یوشمېر کارپوهان وايي چې د نړیوالې ټولنې لهخوا د اوسني حکومت په رسمیت نه پېژندل او دوام یې لامل شوي چې افغانان زیان وویني.

د کورنیو چارو وزارت مسوولانو نن دوشنبه د کب ۲۹مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د ۱۴۰۱ کال له پیل راهیسې تراوسه په ټول هېواد کې ۱۱زره او ۸۹۰ جرمي پېښې رامنځته شوي دي. د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، د دغو پېښو په تړاو ۱۶زره او ۶۵۸ کسان هم نیول شوي دي.