
پاکستان: کابل ته د فضلالرحمن د سفر ملاتړ نهکوو
کابل ته د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر فضلالرحمن سفر سره هممهاله د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي چې پاکستان د نوموړي له سفر ملاتړ نهکوي.
د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ پرون پنجشنبه«جنورۍ ۱۱مه» اسلاماباد کې یوې غونډې ته ویلي چې فضلالرحمن په شخصي توګه کابل ته سفر کړی او د پاکستان لنډمهاله حکومت یې ملاتړ نهکوي.













