
هرات کې درې «غږیزو رسنیو» په فعالیت پیل وکړ
د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «حریت، اُمېد او شریعت» په نومونو درېوو غږیزو رسنیو په فعالیت پیل وکړ.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي سلاموطندار ته وايي چې یادو رسنیو «دوشنبه، وري ۱۳مه» په رسمي توګه دغه ولایت کې خپلې نشرات پیل کړي دي. د هرات د محلي چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولایت کې ۳۱ غږیزې او تصویري رسنۍ فعالیت لري.














