Asset 1SWN

کابل کې د پېژندپاڼو وېش مرکز مراجعه‌کوونکي: کارونه مو په میاشتو ځنډېږي

EzzyVaPWYAEcRj9

د کابل سرای شمالي کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز ته راغلي کسان په دغه مرکز کې له ګڼې‌ګوڼې او پڅ کاري بهیره شکایت کوي.

د کابل په سرای شمالي کې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز یو‌شمېر مراجعه‌کوونکي په دغه مرکز کې له ګڼې‌ګوڼې او پڅ کاري بهیر څخه شکایت کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو‌شمېر دغه مراجعه‌کوونکي سلام‌وطندار ته وايي، یاد مرکز کې د برښنايي پېژندپاڼو ترلاسه کول او د مثنی پېژندپاڼو ترڅنګ، په پېژندپاڼه کې د اصلاح بهیر څو اوونۍ او ان میاشتې وخت نيسي.

د دوی په وینا، غوښتنو ته یې پر وخت پام نه‌کېږي او له همدې امله اړ شوي چې د موټرو د کرایې او د هستوګنې لپاره زرګونه افغانۍ مصرف کړي.

د کندوز اوسېدونکی فیض‌محمد وايي چې له تېرو لسو ورځو راهیسې دغه مرکز ته د برښنايي پېژندپاڼې اړوند چارو مخته وړو لپاره ورځي، خو په وینا یې، یاد مرکز کې کاري چارې ټکنۍ او پڅې دي.

نوموړي وویل: «لس ورځې کېږي چې راغلی یم او تراوسه مې کار نه‌دی شوی. تراوسه مې لس زره افغانۍ لګښت شوی، سپین‌ ږیری یم او تر پښو لاندې شوم. مخکینۍ پېژندپاڼه مې بمبارۍ کې خرابه شوې، راغلی یم چې باطله یې کړم.»

په همدې حال کې د کندهار اوسېدونکی سیف‌علي هم دغه مرکز کې د چارو له ټکني بهیر شکایت لري. «زموږ کارونه ځنډوي، باید کسان ډېر کړي، کارکوونکي زیات کړي. له خپل ولایت څخه یې دلته راولېږلو، هسې لګښت رانه‌کېږي.»

بل‌خوا یوشمېر هغه مراجعه‌کوونکي چې له ولایتونو څخه دغه مرکز ته راغلي، په خپلو ولایتونو کې د پېژندپاڼو اصلاح لپاره د دفترونو د جوړېدو غوښتنه کوي. انارګل چې له ننګرهار دې مرکز ته راغلی، وايي، د برښنايي پېژندپاڼو مرکز کارکوونکو یې د لور پېژندپاڼه کې د عمر تېروتنه کړې چې ده یې د اصلاح لپاره ټوله روژه دې مرکز ته په تلو راتلو تېره کړه.

د کابل په سرای شمالي کمپلکس کې د برښنايي پېژندپاڼو یو مراجعه‌کوونکی، د بایومټریک په حال کې

نوموړي وویل: «له ننګرهار څخه راغلی یم، یوه میاشت کېږي. د لور په پېژندپاڼه کې مې عمر ډېر ورکړی. ټوله روژه مې دلته تېره کړه. اخر یې هم راپور ناسم ثبت کړی، زرګونه افغانۍ راڅخه لاړې.»

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولان هم د برښنايي پېژندپاڼو د وېش او اصلاح په مرکزونو کې د کارکوونکو کمښت تاییدوي، خو وایي، یادې ادارې د دغو مرکزونو د تشکیلاتو کچې د لوړولو لپاره خپل وړانديزونه د سرپرست حکومت لوړ پوړو چارواکو ته وړاندې کړي او هڅه کوي چې دغه ستونزې ژر تر ژره حل کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، تېر لمريز کال په ټول هېواد کې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش د ۷۶ مرکزونو له لارې ٣ ميليونه او ۱۲۴ زره برښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام