د امريکا ټاکنو کې د جوبایډن بریالیتوب او د افغانستان پر سیاسي کشالې يې اغېز

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند نوماند جوبایډن خپل جمهوریت پلوه سیال ډونالډ ټرمپ ته په ټاکنو کې ماتې ورکړه او د دې هېواد ۴۶م ولسمشر شو. بایډن په داسې حال کې واک ته رسېږي چې په افغانستان کې د سولې او جګړې بحثونه تاوده دي او ټرمپ په قطر کې د افغان دولت او طالب استازيو ترمنځ د سولې خبرو پروسه پيل کړې ده.

د کندوز پر امام صاحب ولسوالۍ د طالبانو برید کې ۸ امنیتي ځواکونه وژل شوي

کندوز کې یوه کره امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو امام‌صاحب ولسوالۍ کې د پوځ او محلي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې د طالبانو بريدونه د امنيتي ځواکونو مقاومت سره مخ شوي دي.

«د تاوتریخوالي لوړه کچه د سولې پروسه له ګواښ سره مخامخ کوي»

ناټو د ملکي وګړيو پر وړاندې وروستي ترهګریز بریدونه د نه بښونکي جرمونو په توګه ياد کړي او په کلکه يې غندلي دي.

افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو نن په ټوېټ کې وویل چې ناټو نه یوازې پر ملکيانو بریدونه غندي، بلکې افغان ځواکونو ته روزنه، سلا مشورې او مرستې چمتو کوي ځکه په خبره يې امنيتي ځواکونه د امنیت ښه کولو لپاره کار کوي.

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو پاکه شوه

په کندهار کې ځایي چارواکي وايي، ارغنداب ولسوالۍ یې له وسله‌والو طالبانو پاکه کړې ده. د ياد ولايت د والي ویاند بهیراحمد احمدي وايي، له تېرې ورځې راهیسې يې د ارغنداب ولسوالۍ ترڅنګ په یو شمېر نورو سیمو کې هم چاڼیز پوځي عملیات کړي دي.

د غور مرغاب ولسوالۍ د ملي اردو له یوې پوستې اداره کېږي

کابو یوه میاشت مخکې وروسته له هغې چې د غور ولایت د سمک سیمې اوسېدونکيو د مرغاب ولسوالۍ له مرکز نه د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وتلو لپاره اعتراضي لاریونونه وکړل، امنیتي ځواکونو دغه سیمه پرېښوده؛ خو اوس د یادې ولسوالۍ برخلیک ناڅرګند پاتې دی. 

امرالله صالح او حمدالله محب ولسي جرګې ته حاضر نه‌شول

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته له ورتګه ډډه وکړه.

ټاکل شوې وه نن ولسي جرګه د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول پر کابل پوهنتون د برید په اړه د ولسمشر د لومړي مرستیال، د ملي امنیت سلاکار، د ملي دفاع وزارت سرپرست، د کورنيو چارو وزارت او  د ملي امنيت سرپرست رييس په موجوديت کې بېړنۍ ناسته وکړي؛ خو امرالله صالح او حمدالله محب ولسي جرګې ته حاضر نه‌شول.

بامیانيانو شیبر ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وواژه

د باميانو شيبر ولسوالۍ کې محلي مسوولان وايي، يادې ولسوالۍ لپاره د وسله‌والو طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو.

د شيبر ولسوال امیر شریف سلام‌وطندار ته وايي، د طالبانو تش په نامه دغه ولسوال د يادې ولسوالۍ په « برفک» سيمه کې ووژل شوی دی.

ارګ پر يما سیاوش بريد «ترهګریز» وباله

ارګ د هېواد پر ځوان خبريال یما سیاوش برید ترهګريز وباله او هغه يې وغانده. د ولسمشر وياند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې یما سياوش په تازه‌ګۍ سره دولت کې کار پيل کړی و.

سپېدار هم د يوې اعلامیې په خپرولو سره د ځوانانو وژل « نه بښونکی جنايت» بللی دی. د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله له کشفي او استخباراتي بنسټونو غوښتي چې د يادې پېښې عاملان پيدا کړي.

عطا محمد نور طالبانو ته په خطاب کې: که له وژلو لاس نه اخلئ،  وسله را اخلم

د افغانستان د اسلامي جمعيت ګوند اجرایي رييس عطا محمد نور طالبانو ته په خطاب کې وايي، که له وژلو لاس وا نه‌خلي، اړ کېږي چې وسلې ته لاس ور وړي. نوموړي د سولې روانو خبرو ته په اشارې له طالبانو وغوښتل چې په رښتينې توګه سوله وکړي.

سرچينه: د روزګان ګېزاب ولسوالۍ طالبانو ونيوله

روزګان کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، ګېزاب ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د سرچينې په وينا، دغه ولسوالۍ د تېرې شپې له سختو جګړو وروسته طالبانو ونيوله.

د افغانستان ملي اردو سره د امريکا نظامي مرستې

د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستو په دوام کې ۴۵۰ نوې هاموې ټانکونه، ۸۰ میلیونه مرمۍ، د شپې دوربینونه او ځینې نور پوځي تجهیزات افغان پوځ ته سپارلي.

ولسمشر غني او عبدالله د سولې بهیر ننګونو په اړه خبرې کړي

ولسمشر محمد اشرف غني د ملي مصالحې عالي شورا له رييس عبدالله عبدالله سره کتلي او د سولې بهیر او ننګونو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه لیدنه کې دواړو لوريو د ملي مصالحې عالي شورا د غړيو پر بشپړولو هم بحث کړی او عبدالله عبدالله ایران ته د خپل سفر په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړي دي.

د هېواد ۴۴ سلنه نفوس د خوړو مصوونیت نه لري

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش «د افغانستان د خوړو د خوندیتوب او تغذیې ملي اجنډا درېیمې کلیزې» په مناسبت جوړې شوې نمانځغونډه کې وويل، هېواد د خوړو د خوندیتوب له ناورین سره مخ دی.

د سرور دانش په خبره ۱۳ میلیونه کسان چې د هېواد د نفوس ۴۴سلنه جوړوي، د خوړو مصوونیت نه لري.

طالبان د بې‌پيلوټه الوتکو په مرسته پر نظامي سيمو بريدونه کوي

کندوز ولايت کې سرچینې وايي، پر نظامي سيمو د طالبانو ډېری بریدونه د بې‌پيلوټه الوتکو له تصوير اخيستو وروسته کېږي.

ياد ولايت کې يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، درې شپې وړاندې د طالبانو بې‌پيلوټه الوتکې د کندوز ولايت له ملي امنيت رياست نه تصويرونه اخيستل چې افغان امنيتي ځواکونو پرې ډزې وکړې او الوتکه ورکه وشوه.

د برېښنايي تذکرو کارکوونکيو سره د سرشمېرنې ادارې تازه قرارداد؛ د کار په بدل کې مزد

د سرشمېرنې او معلوماتو ادارې تازه نوی طرزالعمل جوړ کړی چې له مخې به یې د کار په مقابل کې مزد ورکول کېږي چې د هرې تذکرې د وېشلو په بدل کې به کارکوونکي ته ۵ افغانۍ ورکول کېږي.

د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي د طرزالعمل له جوړولو شکایت لري او وايي، د دې طرزالعمل په پلي کولو سره د دوی امتیازونه د پخوا په پرتله کمېږي.