
غزني کې د قرآنکریم د ختم پر مراسمو چاودنه؛ ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۰ ټپیان دي
د کورنیو چارو وزارت مني چې د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د قرآنکریم د ختم په مراسمو کې چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت مني چې د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د قرآنکریم د ختم په مراسمو کې چاودنه شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز وايي چې د سولې خبرې اترې باید پر ټاکل شوي وخت بېرته پیل شي.

د ملي پخلاینې شورا رییس عبدالله عبدالله وايي چې اوربند یا د تاوتریخوالي کموالی د دولت د سولې مرکچي پلاوي د اجندا په سر کې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر محمداشرف غني پرون مازدیګر د امریکا متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو له لوی درستیز مارک میلي سره په ارګ کې لیدلي دي.

یوه میاشت او ۹ ورځې وړاندې د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر چاودنه وشوه او د طلوع نیوز پخوانی خبریال یما سیاوش او د دغه بانک د عامه اړیکو سلاکار او دوه نور کارکوونکي پهکې ووژل شول. دا چې پر موټر څنګه چاودنه وشوه، هغه پوښتنه ده چي د یما سیاوش د کورنۍ په ګډون یې ډېر خلک لري، خو تر اوسه کومې مسوولې ادارې د دې چاودنې په اړه نور معلومات نه دي شریک کړي.

د پخلاینې ملي شورا رییس عبدالله عبدالله وايي، که څه هم په افغانستان کې د سولې خبرو اترو د پاتې پړاوونو دوام ته لومړیتوب ورکوي، خو په وینا یې، د مذاکراتو ځای باید د دغو خبرو د دوام پر وړاندې خنډ ونه ګرځي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د سږ میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې ملکیانو ته ۳۱ سلنه مرګژوبله د هدفي وژنو له کبله اوښتې ده. دغه کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ۹۴۵ ملکیان چې ښځې، ماشومان، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، د دولت د ملکي ادارو کارکوونکي او نور هېوادوال پهکې شامل دي او په جګړه کې هم هېڅ ښکېل نه وو، د هدفي وژنو قرباني شوي دي.

د جوزجان سلګونو اوسېدونکو نن په یوه اعتراضي غونډه کې وویل، سره له دې چې په بلخ کې د یوه نهه کلن ماشوم د تښتول کېدو ۵۰ ورځې پوره شوې، خو حکومت لا هم له چوپتیا پرته معترضانو ته کوم ځواب نه لري.

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، د وروستيو ترهګريزو پېښو څېړنه ښيي چې کابل کې پر موټرسايکل ۹۰ سلنه جوړه سپاره کسان ترهګر دي.
صالح وايي، له دې وروسته به بېاسناده موټرسایکلونه نیول کېږي او هغو موټر سایکلونو ته چې پرې دوه کسان سپاره وي، د تروریستي ګواښ په نظر کتل کېږي.

په غور کې محلي مسوولان مني چې د دغه ولایت د ولایتي شورا پر مرستیال عبدالرحمان عطشان چسپکي ماین چاودلی دی. په دې چاودنه کې چې نن شاخوا یوولس بجې شوې، ښاغلی عطشان وژل شوی او د هغه یو ساتونکی او د ولایتي شورا یو بل غړی ټپیان دي.

ناپېژنده وسلهوالو چې پر موټرسایکل سپاره وو، نن سهار د کندهار ښار په دویمه ناحیه کې یو څارنوال وژلی دی.

د کابل د والي مرستیال نن سهار د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو.
د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار ۹:۴۰ دقیقې د څلورم مکروریانو په سیمه کې د کابل د والي پر مرستیال محبوبالله محبي د چسپکي ماین چاودنه شوې او هغه یو سکرتر یې پهکې وژل شوي دي.

ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د سولې د بینالافغاني خبرو د پایلو په اړه غوښتنه وکړه چې د حکومت مذاکره کوونکی پلاوی دې جرګې ته ور وغوښتل شي.
د يادې جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل، د حکومت خبرې کوونکی پلاوی دې د بینالافغاني خبرو له پایلو د راپور ورکولو او دويم پړاو لپاره د اجنډا د توضېح په موخه، جرګې ته حاضر شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سلګونه تنقیص شويو کارکوونکيو نن سهار اعتراض وکړ او د یاد وزارت مخې ته یې د پرلت خېمه ووهله. دوی وايي، له ټولو ۲۶۶۶ کارکوونکيو دغه وزارت ۱۲۰۹ کارکوونکي له خپلو دندو لرې کړي دي چې په درېیمو او څلورمو بستونو کې په دندو بوخت وو.
اعتراض کوونکي د دې وزارت د سلګونو کارکوونکيو او مامورینو تنقیص کول، د ملکي خدمتونو د قانون خلاف ګڼي او وايي، د دې شمېر کارکوونکيو د لرې کولو په اړه پرېکړه قانوني نه ده او پر دې پرېکړې دې بيا کتنه وشي.

د سرپرستانو له لوري دولتي ادارو کې له سلیقوي ګمارنو او لرې کولو د اندېښنو په دوام، نن د ولسي جرګې یو شمېر غړيو د جرګې عمومي غونډه کې وویل، یو شمېر نوماند وزیران وروسته له هغې چې د تایید رایې يې ترلاسه نه کړې، ناقانونه کړنې ترسره کوي.
د دوی په وینا، د هغو نوماند وزیرانو له لوري دې د تغیر او تبدیلۍ بهیر ودرول شوي چې د تایید رایې یې نه دي ترلاسه کړي.

ولسمشر محمداشرف غني وايي، د هېواد په دننه کې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د دویم پړاو پر مخ بیولو ته لومړیتوب ورکوي.