غور کې د دوو جلا پېښو پر مهال دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د غور امنیتي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د دوو جلا پېښو پر مهال د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دواړه پېښې د یاد ولایت په تیورې او دولتیار ولسوالیو کې رامنځته شوي دي. د تیورې ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی او دولتیار ولسوالي کې بیا یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده.

انټونیو ګوټرېش: نړۍ د ملکیانو په ساتنه کې پاتې راغلې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د سه‌شنبې په ورځ یوه ویناپاڼه کې ویلي چې نړۍ د جګړو پر مهال د ملکي وګړو په ساتنه کې پاتې راغلې ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲ کال پر مهال په ټوله نړۍ کې د ۱۲ جګړو په پایله کې شاوخوا ۱۷ زره ملکي وګړي وژل شوي او میلیونونه نور بې‌ځایه شوي دي.

د اوبو پر سر د ا.ا او ایران ناندرۍ؛ دواړه لوري یې په اړه غونډه جوړوي

د ایران د ولسمشر مرستیال او د چاپېریال ساتنې سازمان رییس علي سلاجقه د هلمند سیند د حقابې په اړه د دغه هېواد او اسلامي امارت ترمنځ د خبرواترو په موخه د یوې غونډې جوړېدو خبر ورکوي.
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې علي سلاجقه پرون (د غبرګولي لومړۍ نېټه، د دوشنبې ورځ) ویلي چې د ایران ولسمشر دې موضوع ته پام اړولی دی.

کندهار کې د راکېټ مرمۍ چاودنه؛ یو کس وژل شوی او دوه ټپیان دي

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په خاکرېز ولسوالي کې د یوې زړې راکېټ مرمۍ د چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

پېښه نن سهار د «غبرګولي لومړي نېټه» د کندهار د خاکرېز ولسوالي اړوند سرګاود کارېز سیمه کې رامنځته شوې ده.

سپین‌بولدک کي یوې ۲۲کلنې مېرمنې ځان‌وژنه کړې

د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالي مسوولان وايي چې دغه ولسوالي کې یوې ښځې په خپل کور کې ځان زندۍ کړی دی.

د مسوولانو په وینا، پېښه پرون شنبه د غويي ۳۰مه د سپین‌بولدک ولسوالي د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د «سپینې ګومبتي» سیمه کې شوې ده.

هلمند کې یوه کس خپله مېرمن په تبر وژلې

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې یوه کس خپله مېرمن وژلې ده. پېښه بېګاه شپه د یاد ولایت موسی‌کلا ولسوالي کې رامنځته شوې.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض ویلي چې بېګاه شپه د هلمند موسی‌کلا ولسوالي د توغي کلي د «شباروز» په سيمه کې یوه مېرمن د خپل خاوند له‌خوا په تبر وهل شوې او وژل شوې ده.

شنونکي: له نړۍ سره د ا.ا تقابل پر افغانانو د نړیوالې ټولنې مرستې کمې کړي

د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ تقابل چې د تېرو شاوخوا شلو میاشتو پر مهال په افغانستان کې بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو په پام کې نه نیولو له کبله ډېر شوی، دغه وضعیت له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې مرستې هم را کمې کړې دي.

غزني کې ماین چاودنې یو کس وژلی

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ماین چاودنې له کبله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون چهارشنبه د غويي ۲۷مه د دغه ولایت د قره‌باغ ولسوالي اړوند «خالوخېلو» کلي کې رامنځته شوې ده.

د روزګان د پوهنې رییس: د هېواد پرمختګ لپاره عصري زده‌کړې اړینې دي

د روزګان د پوهنې رییس دغه ولایت کې د یوې غونډې پر مهال ویلي چې هېواد کې باید د عصري زده‌کړو لپاره زمینه برابره شي او په وینا یې، له عصري زده‌کړو پرته د هېواد پرمختګ ناشونی دی.

د روزګان د پوهنې رییس شمس‌الله کامران دې غونډه کې همداراز وویل، که افغانان د نورو له احتیاج څخه خلاصون او په ځان‌بسیاینه غواړي، باید عصري زده‌کړې وکړي.

تورخم کې ۴۸۷ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي نیول شوي

د تورخم ګمرک مسوولان وايي چې تورخم ښارګوټي کې یې له پاکستان څخه افغانستان ته د لېږدېدونکو ۴۸۷ کیلو ګرامه چاودېدونکو توکو مخه نیولې ده.

د مسوولانو په وینا، چاودېدونکي توکي چې په ۳۹ کڅوړو کې په یوه باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي وو، د یاد ګمرک د کارکوونکو له‌خوا کشف او نیول شوي دي.

غور کې د یوه کس جسد موندل شوی

د غور محلي مسوولان وايي چې یاد ولایت کې یې د یوه کس جسد پیدا کړی دی. د یاد ولایت د محلي مسوولانو په وینا، د امنیې قومنداني استخباراتي او امنیتي ځواکونو د «ظفرخان» په نوم د یوه کس جسد موندلی دی.

ویل کېږي چې یاد کس د پکتیکا ولایت د «مټي‌خان» ولسوالي اصلي اوسېدونکی دی او د غور په دولتیار ولسوالي کې یې جسد پیدا شوی.

د غور محلي مسوولانو تراوسه د یادې پېښې د څرنګوالي او انګېزې په تړاو څه نه دي ویلي.

افغانستان کې د پوځي تشکیلاتو ډېرېدو په اړه د سیمې هېوادونو اندېښنو ته د ا.ا غبرګون

ا.ا د روسیې د علومو اکاډمۍ علمي، تحلیلي او اطلاعاتي مرکز رییس نیکولای پلوتنیکف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د ا.ا حکومت له کوم هېواد سره شخړه نه غواړي او د اړتیا له مخې د هېواد امنیت ټينګښت لپاره کار کوي.