اسلامي امارت: د تاجکستان امنیتي اندېښنو هوارولو لپاره د خبرو غوښتونکي یوو
قرغزستان کې د منځنۍ اسیا او اروپایي ټولنې د ګډې سرمشریزې ګډونوالو افغانستان کې د يوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو، د ښځو حقونو پر رعایت او له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټينګار کړی دی.
قرغزستان کې د منځنۍ اسیا او اروپایي ټولنې د ګډې سرمشریزې ګډونوالو افغانستان کې د يوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو، د ښځو حقونو پر رعایت او له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټينګار کړی دی.
د روزګان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت اړوند د خاص روزګان ولسوالي کې یوه کس ځانوژنه کړې ده.
د روزګان د والي ویاند احسانالله حماس سلاموطندار ته ویلي چې پېښه پرون جمعه د غبرګولي ۱۲مه رامنځته شوې ده. نوموړي په دې اړه نور جزیات ورنهکړل.
د میدانوردګ امنیتي چارواکي وایي چې پرون جمعه د غبرګولي ۱۲مه د دغه ولایت په نرخ ولسوالي کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یو کس وژل شوی دی.
د میدانوردګ د امنیه قومنداني له لوري سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه د نرخ ولسوالي د «چینو» په کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پرسر د شخړې له امله رامنځته شوې ده.
د کاپیسا امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې ناپېژنده وسلهوالو یو کس وژلی دی. پېښه پرون جمعه د غبرګولي ۱۲مه د دغه ولایت مرکز کې رامنځته شوې ده.
د افغانانو پر وژنه تورن اسټرالیايي سرتیري نن پنجشنبه د جون لومړۍ نېټه د اسټرالیا د درېوو ورځپاڼو له لوري پر نوموړي شوې دعوه وبایلله.
د تخار ینګيقلعه کې یوې کورنۍ سلاموطندار ته د تصویرونو په استولو سره ویلي، ۱۵کلن زوی یې له تېر یوه کال راهیسې د ایران فارس ولایت کې اوسېده چې په مرموز ډول وژل شوی دی.
دغه هلک رامین نومېده او د کورنۍ په وینا یې، د روانې غبرګولي میاشتې په اوومه د ایران د فارس ولایت مرودشت سیمه کې د ناپېژنده کسانو له لوري وژل شوی دی.
افغانستان کې امنیتي ګواښونو څخه د اندېښنو په دوام د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان پرون یکشنبه د غبرګولي اتمه افغانستان سره پولې ته نږدې د ختلان ولایت «توس» سیمه کې دوه امنیتي پوستې جوړې کړي دي. د ټولییز امنیت تړون غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو هم افغانستان کې له ترهګریزو فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړې ده.
په نیمروز کې سرچینې وايي چې د ا.ا او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې ده. د سرچینو په وینا، په یاده نښته کې د هر لوري یو-یو کس وژل شوی او د ملکیانو په ګډون، یوشمېر نور ټپیان شوي دي.
د ایرنا خبري اژانس پرون جمعه د ایران د کورنیو چارو د وزیر له قوله لیکلي چې ټاکل شوې په دغه هېواد کې د افغانانو په ګډون، د کډوالو چارو د تنظیم لپاره یو بنسټ جوړ کړي.
په همدې حال کې یوشمېر افغان کډوال چې په قانوني او ناقانونه توګه په ایران کې اوسېږي، په دغه هېواد کې یې پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو په اړه وايي چې افغانان په ایران کې د کډوالۍ هېڅ ډول حقونه نه لري.
د ترکمنستان پلازمېنې عشقاباد کې د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا د ځانګړیو استازیو له ناستې وروسته په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانانو پر ملاتړ او د افغانستان د اقتصادي زېربناوو پر بیارغونه ټينګار شوی دی. د خبرپاڼې په یوې برخه کې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او د ښځو او نجونو د کار او زدهکړو محدودیت پر لرېکېدو ټينګار شوی.
نیمروز کې ولسي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې د دغه ولایت په سرحدي سیمه کې د افغانستان او ایران امنیتي ځواکونو ترمنخ نن سهار نښته رامنځته شوې چې اوس هم روانه ده.
د سرچینې په وینا، تراوسه معلومه نه ده چې دغه نښته د څه له امله رامنځته شوې، خو زیاتوي چې ایراني ځواکونو پر زرنج ښار د توغندیو بریدونه هم کړي دي.
د نورستان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې د ناچاودو توکو د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د یاد ولایت د والي ویاند سیفالله لټون ویلي چې پېښه نن شنبه د غبرګولي څلورمه د نورستان د وانټوایګل ولسوالي د «سامګل» په دره کې رامنځته شوې ده.
په بغلان کې ځايي سرچینو سلاموطندار ته ویلي چې څو شېبې وړاندې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې چاودنه شوې ده.
سرچینې د دې چاودنې د کره ځای، موخې او له کبله یې د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه وايي.
په لوګر کې روغتیايي مسوولان وايي، پرون (د غبرګولي څلورمه، د پنجشنبې ورځ) د دغه ولایت د مرکز پلعلم ښار په دېوالګي سیمه کې د شاوخوا یوه ۳۰ کلن ځوان مړی موندل شوی دی.
د میدان وردګ د امنیې قومانداني مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې له تېرو جګړو د پاتې هاوان مرمۍ چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او بل هم ټپي شوی دی.
د ناروې د کډوالو شورا (NRC) مشر یان ایګلنډ سلاموطندار ته وايي چې د ا.ا چارواکو سره تر لیدنې وروسته هیلهمندی دی چې د یاد بنسټ ښځینه کارکوونکې بېرته خپلو دندو ته وروګرځي.
یان ایګلنډ پرون چهارشنبه د غبرګولي درېیمه افغانستان ته د خپل سفر پر مهال کندهار کې د ا.ا له چارواکو سره لیدلي دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون