Asset 1SWN

د ناروې د کډوالو شورا مشر: هیله‌مند یم ښځینه کارکوونکې بېرته خپلو دندو ته وګرځي

United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR) workers prepare to distribute non-food items to women at UNHCR office in Kandahar on March 8, 2022. (Photo by Javed TANVEER / AFP) (Photo by JAVED TANVEER/AFP via Getty Images)

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) مشر یان ایګلنډ سلام‌وطندار ته وايي چې د ا.ا چارواکو سره تر لیدنې وروسته هیله‌مند دی چې د یاد بنسټ ښځینه کارکوونکې بېرته خپلو دندو ته وروګرځي.

یان ایګلنډ پرون چهارشنبه د غبرګولي درېیمه افغانستان ته د خپل سفر پر مهال کندهار کې د ا.ا له چارواکو سره لیدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ناروې د کډوالو شورا مشر همداراز وايي، په یاد بنسټ کې له کار د ښځینه کارکوونکو مخنیوی د دغه بنسټ پر کارکړنو سیوری غوړولی دی.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «کندهار او کابل کې د ا.ا له مشرانو او حکومتي چارواکو سره تر لیدنو وروسته هیله‌مند یم چې زموږ ښځینه همکارانې په ډېری ولایتونو او سیمو کې بېرته خپلو دندو ته وروګرځي او ښځو ماشومانو او نورو اړمنو افغانانو سره مرسته وکړي. زه باور لرم چې چارواکي په دې پوه شوي چې موږ هېڅ‌کله د افغانانو دودونو او اسلامي ارزښتونو څخه سرغړونه نه ده کړې، نو د ښځو کار مخنیوي زموږ د مهمو فعالیتونو مخ ډب کړې ده.»

له دې وړاندې د ناروې د کډوالو شورا له قوله داسې راپورونه خپاره شوي وو چې کواګې ا.ا په نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې کار ته د ښځو د ورګرځېدو په تړاو پر کړن‌لارې کار کوي.

خو د اقتصاد وزارت مسوولان په دې اړه سلام‌وطندار ته جزیات نه ورکوي او د یادې طرحې د جوړېدو په اړه بې‌خبري ښايي.

په همدې حال کې د افغان ښځو حقونو فعالانې بیا د ښځو پر وړاندې د ا.ا په تګ‌لاره کې نرمښت ته د شک په سترګه ګوري او دغه چاره ا.ا سره د نړۍ د هڅو او تفاهم د اړتیا له امله بولي.

د ښځو حقونې فعالې ثریا پیکان وویل: «دا د حکومت دنده ده او حکومت باید خلکو سره اړیکه ټینګه کړي، ښځې د ټولنې یوه برخه ده او د کار او زده‌کړو حق لري.»

د یادونې وړ ده چې واک ته د ا.ا له رسېدو سره هم‌مهاله هېواد کې پر ښځو ډېری محدودیتونه لګېدلي، خو ا.ا بیا دغه بندیزونه د شریعت یوه برخه ګڼي او پر پلي‌کېدو یې ټينګار کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم نړیوالو په وار وار د ښځو پر وړاندې د لګېدلو بندیزونو د لرې‌کېدو غوښتنه کړې، خو نه یوازې دا چې دغه بندیزونه لرې شوې نه دي، بلکې پراخ او ډېر شوي هم دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام