په تېرو ۱۲ کلونو کې د احتیاطي کوډونو په نوم میلیارډونه افغانۍ پر سیاسي موخو لګېدلي

د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ تازه راپور ښيي چې په تېرو ۱۲ کلونو کې ۲۷۶ میلیارډه افغانۍ د احتیاطي کوډونو په نوم پر سیاسي موخو لګېدلي دي.
د قانون له مخې، احتیاطي کوډونه باید د ټولې بودیجې درې سلنه جوړ وي او حکومت نه شي کولای چې په دغو کوډونو کې تر دې ډېرې پیسې ولګوي.

«د نورو طالب بندیانو خوشې کول په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي»

د ولسمشر سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د سټراټېژیکو او عامه اړیکو رییس وحید عمر وايي چې طالبانو په هېواد کې تاوتریخوالی ډېر کړی او د دې ډلې د نورو بندیانو خوشې کول په هېڅ ډول نه شي توجیه کېدای.
نوموړي نن ملت ته د دولت حساب‌ورکونې پروګرام په پرانېستونکې غونډه کې وویل چې حکومت د نورو طالب بندیانو له خوشې کولو سره مخالف دی.

د بایډن دولت له طالبانو سره د سولې هوکړه‌لیک ارزوي

د امریکا د نوي منتخب ولسمشر جو بایډن له لوري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت لپاره نومول شوي انټوني بلینکن ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه به وارزوي. نوموړي ویلي چې تر اوسه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرواترو له جزیاتو نه دی خبر او باید دغه هوکړه‌لیک وارزوي چې پر کومو موضوعاتو په‌کې هوکړه شوې ده.

هرات کې ناپېژنده وسله‌والو د پوځ ۳ سرتېري وژلي

د هرات امنیتي او روغتیايي مسوولان وايي، ناپېژنده وسله‌والو په دغه ولایت کې د ملي اردو پر رېنجرې ډزې کړي چې له کبله یې ۳ سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي‌زاده وايي چې یاده پېښه نن سهار ۷ بجې د هرات ښار په «پای منارها» سیمه کې هغه مهال شوې چې د ملي اردو یوه رېنجره له سیمې د تېرېدو په حال کې وه.

قطر کې د سولې خبرې؛ طالبان د جګړې پر مشروعیت او نه مشروعیت بحث نه کوي

په دوحه کې د حکومت د مرکچي پلاوي غړي عبدالحفیظ منصور سلام‌وطندار ته ویلي چې‎ د طالبانو له مرکچي پلاوي یې غوښتي چې تر اجندا وړاندې د دواړو لوریو دیني عالمان دې د قرآن او حدیثو په رڼا کې د جګړې پر مشروعیت او نه‌ مشروعیت د رسنیو په مخ کې بحث وکړي.
هغه وايي، که دواړه لوري یوې پایلې ته ورسېږي؛ نو بیا به د اجندا په ټاکلو کې ډېرې ستونزې لرې شي، خو په وینا یې، طالبانو تر اوسه دغه وړاندیز نه‌دی منلی.

کندوز او بغلان کې د طالبانو بریدونه؛ ۱۸ کسان وژل شوي

په کندوز او بغلان کې امنیتي سرچینې وايي چې طالبانو په دغو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې له کبله یې ۱۸ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
په کندوز کې یوې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو نن سهار وختي ۱۲:۳۰ دقیقې د دغه ولایت د دشت‌ارچي ولسوالي په «تپه بیست‌وپنج» سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر دوو پوستو بریدونه کړي دي.

د کړکېچ نړیواله ډله: افغانستان د جو بایډن بهرني سیاست په لسو لومړیتوبونو کې نشته

د کړکېچ نړېوالی ډلې د افغانستان د چارو لوړپوړي څارونکي وایي چې ښایي د افغانستان مسله د امریکا د نوي حکومت لپاره مهمه نه وي .
د دې ډلې یوه لوړپوړي چارواکي انډي وارکنېس په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې د امریکا د نوي ولسمشر له نږدې همکارانو او سلاکارانو سره یې خبرې کړي او په وینا یې، افغانستان به د بایډن ادارې د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې نه وي.

هرات کې د انسان‌تښتوونکيو ۱۲ کسيزه ډله ونيول شوه؛ ۴ تښتول شوي کسان خوشې شول

د هرات محلي چارواکي او امنيتي مسوولان وايي، د انسان‌تښتوونکيو يوه ۱۲ کسيزه ډله يې نيولې او له دې ډلې يې ۴ تښتول شوي کسان خوشې کړي دي.

د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي کورنيو ته د ۴ خوشې شويو کسانو د تسليمۍ پر مهال وويل، دغه څلور کسان نن د انجيل ولسوالۍ «امام شش نور» سيمه کې د ملي امنيت او پوليسو په ځانګړو عملياتو کې د انسان تښتوونکيو له منګولو ازاد شوي دي.

پکتیا کې د ۲ سرتېرو په وژل کېدو د یوې کورنۍ ۱۳ غړي بې‌سرپرسته شول

د پکتيا مرکز ګردېز کې يوه کورنۍ وايي، شپږ مياشتې وړاندې يې يو زوی او څلور ورځې وړاندې يې بل زوی د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ووژل شول. دغه وژل شوي سرتېري باسط او عبدالمالک نومېدل.

د وژل شويو سرتېرو ماشومان ژاړي، له خپل نیکه چاپېر دي، څیرې جامې یې پر تن دي او د خپلو وژل شويو پلرونو راتګ ته شېبې شماري.

طالبانو په بغلان کې ۱۲ سرتېري وژلي

په بغلان کې باوري سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د ملي اردو پر یوې پوستې برید کړی او ۱۲ سرتېري یې وژلي دي.
دغو محلي او امنیتي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو بېګاه د پلخمري ښار اړوند د بغلان‌-سمنګان او بغلان‌-‌کندوز پر لویو لارو د ملي اردو پر یوې پوستې برید کړی دی. د سرچینو په وینا، په دغه برید کې ۱۲ سرتېري وژل شوي، ۲ ټپیان دي او ۲ نور هم ورک دي.

صالح: نیول شوي طالبان بايد اعدام شي

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، په لویو ښارونو کې د ترور کچې د لوړېدو مهم لامل دا دی چې طالب بندیان فکر کوي، په هر حال کې بښل کېږي او د خپلو کړنو سزا نه ویني.

امرالله صالح واي، د دې ستونزې یوه اساسي حل لاره د یو شمېر نیول شویو اعدامول دي، تر څو پاتې نور ترې عبرت واخلي.

فاریاب؛ تېرو دوه میاشو کې د طالبانو ۷موټربم چاودنې

فاریاب ولايت کې په تېرو دوه میاشو کې د طالبانو ۷موټربم چاودنې شوې دي. د ياد ولايت امنیتي مسوولان وايي، طالبانو دې ولايت کې په دې وروستيو کې موټربم بريدونه ډېر کړي دي.

د فارياب د امنيې قومندانۍ وياند عبدالکریم یورش سلام‌وطندار ته وايي، په تېرو دوه میاشو کې ۳ موټربمونو ته طالبانو چاودنې ورکړي او ۴ نور يې موخې ته له رسېدو وړاندې د امنيتي ځواکونو له لوري په نښه شوي او الوځول شوي دي.

کابل ښار کې ۲ نجونې چې له مشهورو کسانو به یې باج اخيسته، ونيول شوې

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، د درېيمې حوزې پوليسو هغه دوې نجونې ونيولې چې د مفشنو جامو په اغوستلو سره به يې له نېکو او مشهور کسانو باج اخيسته.

امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، دغه دوه نجونې د شپږنيمو بجو د غونډو د لارښوونې له مخې نيول شوې دي.