
د ولسي جرګې ځینې غړي: حکومت د وکیلانو ترمنځ درز اچوي
یوشمېر وکیلانو نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې پر حکومتي چارواکو نیوکې وکړې او هغوی یې پر بېمسوولیتۍ او د وکیلانو ترمنځ پر درز اچولو تورن کړل.

یوشمېر وکیلانو نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې پر حکومتي چارواکو نیوکې وکړې او هغوی یې پر بېمسوولیتۍ او د وکیلانو ترمنځ پر درز اچولو تورن کړل.

پر اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون مسوولان نن «ملت ته د دولت حساب ورکونې» په پروګرام کې د دغه کمېسیون د یوه کال فعالیت راپور وړاندې کړ.

طالبانو په غور ولايت کې لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه، مېوه لرونکې او بې مېوې ونې له منځه وړي او بيا يې سوځولي دي.
د غور د چهارسدې ولسوال عزتالله عزیزي وايي، وسلهوالو طالبانو له ۱۷۹جريبه ډېره کرنيزه او د څارويو د څرولو ځمکه او ۲۵ زره مېوه لرونکې او بېمېوې ونې اول له منځه وړي او بيا يې سوځلي دي.

د افغانستان برښنا شرکت ملت ته د دولت حسابورکونې په پروګرام کې د دغه شرکت یو کلن راپور وړاندې کړ.
د دغه شرکت مسوولان وايي، د افغانستان ۷۷ سلنه برښنا وارداتي ده او یوازې ۱۶ سلنه یې له کورنیو سرچینو او خصوصي سکټور نه برابرېږي.

د ولسي جرګې د رییس میررحمان رحماني په مشري د سولې کمېسیون پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د لنډمهال حکومت طرحه ورته رسېدلې ده.

د ولسي جرګې يو غړی وايي، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب خپله مېرمن د ۱۸زرو ډالرو معاش په ورکړې سره خپله سلاکاره ټاکلې ده.
يادې جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی عبدالرووف انعامي وايي، د حمدالله محب مېرمن د امريکا ده او د امنيت شورا برخه کې نه کاري تجربه لري او نه هم…

وروسته له هغې چې افغانستان کې د اروپايي ټولنې یو شمېر هېوادونو او امریکا طالبان د هدفي وژنو، د روان تاوتریخوالي او د ټولګټو ځایونو د ویجاړولو مسوول وبلل، طالبانو د دغو مسایلو په غبرګون کې یوه اعلامیه کې ویلي، د امریکا او دغې ډلې ترمنځ شوې هوکړه د ټولو په ګټه ده، خو افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته پلمې ولټول شي، دوی به یې پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي او دوی کولای شي له خپلو ارزښتونو، خاورې، هېواد او حقوقو څخه دفاع وکړي.

میانمار کې پوځ نن سهار د دغه هېواد د ولسواکۍ ملي ټولنې رهبرې انګسان سوچي پر ضد کودتا کړې ده او د نوموړې په ګډون يې د حکومت مهم لوړ پوړي چارواکي نيولي دي.
د میانمار پوځ چې مخکې یې په تېرو ټاکنو کې د پراخه ټاکنيزو درغلیو تورونو څېړلو غوښتنه کړې وه، په میانمار کې يې پر حاکم دولت کودتا کړې او د ملکي چارواکيو په نیولو سره يې په دې هېواد کې د اضطراري حالت په اعلان سره واک ترلاسه کړ.
د پوځ له لوري په يوه ويډيويي پيغام کې ويل شوي، د دغه هېواد واک د یو کال لپاره لوی درستیز مېنانګ هلاینګ ته لېږدول شوی دی.

شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د قطر په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوې؛ خو تر دې دمه دا خبرې د افغانانو لپاره د منلو وړ پایله نه لري. د دې وضعیت په دوام د ولسي جرګې غړيو د يادې جرګې د رییس میر رحمان رحماني په مشرۍ یو کمیسیون جوړ کړ.

قطر کې د حکومت د سولې مرکهچي پلاوي یو شمېر غړيو نن د ویډیو کنفرانس له لارې د مذاکراتو څرنګوالي په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. د ياد پلاوي غړي رسول طالب وويل، د مذاکراتو له لومړۍ ورځې بیا تراوسه د طالبانو له لوري اجنډا کې د موقت حکومت مسله او یا هم د ولسمشر غني د استعفا مسله نهده مطرح شوې.

قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعیم وايي، د طالبانو سیاسي مرستيال او دوحه کې د سياسي دفتر رييس ملاعبدالغني برادر او ورسره پلاوي يې تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره لیدلي دي.
محمد نعيم نن وروسته له غرمې په خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د حالاتو او بين الافغاني مذاکراتو په اړه، د دوحې د هوکړې په پوره عملي کېدو او افغانستان او سیمې ته د امن او سولې پر اړتيا هم بحثونه وشول.

اروپايي اتحادیه، افغانستان کې د ناټو ملکي استازولۍ او همداراز د امريکايي او اروپايي هېوادونو سياسي استازولۍ وايي، طالبان د ډېری هدفي وژنو او تاوتریخوالي مسوول دي.
کابل کې دغو سياسي استازوليو نن په یوه ګډه خپره کړې خبرپاڼه کې د طالبانو له لوري د عامه تاسیساتو ورانېدل، تاوتریخوالی، د ملکي وګړيو وژل کېدل او هدفي بریدونه په کلکو ټکو غندل شوي دي او ويلي يې دي، د تاوتریخوالي په زیاتېدو افغانستان کې رسنۍ، علما، روغتیا پالان، مدني فعالان او ملکي وګړي…

تېره ورځ د میدان وردک بهسودو سیمه کې د خلکو لاریون په تاوتریخوالي بدل شو. د ياد ولايت د امنیې قومندان په امر امنیتي ځواکونو پر اعتراض کوونکيو ډزې کړي چې پایله کې یې يو شمېر کسان وژل شوي او يو شمېر هم ټپیان دي.
ولسي جرګه کې د میدان وردکو ولایت استازی مهدي راسخ نن کابل کې یوه غونډه کې وویل، حکومت بهسودو کې ملکي وګړي په نښه کړي دي.

له هغه وروسته چې ولسمشر غني له موقت حکومت سره مخالفت څرګند کړ اوس د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم وایي چې موقت حکومت د پردیو لاسوهنې لپاره د دایمي فرصت معنا لري.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، هغو کسانو چې د سولې له مذاکراتو سره یې هم د مسلمانانو د سر او مال له وهلو لاس نه دی اخیستی، اوس دې پر دې پوه شي چې افغان ملت د ولسواکۍ…

د ننګرهار چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا پنځه بجې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د عامه نظم پر یوې قرارګاه موټربم چاودنه شوې. يوه حکومتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلاموطندار ته وايي، په دې چاودنه کې ۱۴ امنيتي ځواکونه وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

د طالب ډلې د سولې مرکچي پلاوي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې د ولسمشر غني حکومت د سولې یواځینی خنډ دی.
نوموړي دا څرګندونې چې د دې ډلې له څو نورو کسانو سره د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی، هلته په یوه خبري غونډه کې چې د روسیې د سپوټنیک ټلوېزیوني شبکې له لوري خپره شوې، کړې دي.