هلمند کې موټربم برید؛ ۴ امنيتي سرتېري وژل شوي
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ «یخچال» سیمه کې د ملي اردو پر پوستې موټربم برید شوی چې ۴ سرتېري په کې وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ «یخچال» سیمه کې د ملي اردو پر پوستې موټربم برید شوی چې ۴ سرتېري په کې وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
د هلمند په ځينو ولسوالیو کې تازه د وسلهوالو طالبانو له لوري پر یو شمېر امنیتي پوستو د بریدونو او د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو خبرونه ورکول کېږي؛ خو ترڅنګ يې د هلمند والي محمد یاسین وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې وسلهوالو طالبانو په ډېره کچه چاودېدونکي توکي تر لاسه کړي او غواړي چې د عامه تاسیساتو په له منځه وړلو کې يې وکاروي.
جوزجان ولايت کې يوه امنيتي سرچينه سلاموطندار ته وايي چې يوه ولسي پاڅونکوونکي خپل دوه همکاران د موبايل د چارجر پر سر وژلي دي. د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دا پېښه د سې شنبې په شپه د ياد ولايت د اقچې ولسوالۍ په يوه امنيتي پوسته کې شوې ده.
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د ياد رياست ځانګړو ځواکونو په کابل کې د طالبانو هغه ۱۵ کسیزه ډله نيولې چې کابل کې يې خلک ترور کول. له دغه ریاسته نن سې شنبه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې شبکې غړيو د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ځینو مهمو سیاسي اشخاصو د ترور دنده درلوده.
د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله نن «سې شنبه» د هندي چارواکيو په رسمي بلنه هند ته روان شو.
ولسمشر غني د قطر په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ليدلي دي.
که څه هم په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ده او د بهرنیو له لوري پیل شوې، خو له تېرو څو کلونو راهیسې چې د هېواد امنیتي واګې افغان ځواکونو ته سپارل شوي، وسلهوال طالبان او نورې ترهګرې ډلې یوازې او یوازې د افغان ځواکونو او عامو افغانانو پر وړاندې جنګېږي او د دغې جګړې نږدې ټوله مرګژوبله هم افغانانو ته اوړي.
سلاموطندار په کابل کې د امریکا سفارت له پخوانۍ مرستیالې کرن ډېکر سره مرکه کړې ده. په دې مرکه کې د سولې، د طالب بندیانو خوشې کولو، ښې حکومتولۍ او د فساد پر وړاندې د مبارزې پر اړوندو موضوعاتو بحث شوی دی.
ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري په دوه ورځني سفر کویټ او قطر ته ولاړ.
کورنیو چارو وزارت تاییدوي چې د نن سهار ۹:۴۵ د لغمان د مرکز مهترلام ښار د «سلطان غازي بابا» ښارګوټي په درې لارې کې د دغه ولایت د والي رحمتالله یارمل پر موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی دی.
سټیفانو پانټیکورو، د افغانستان لپاره د ناټو سازمان ملکي استازی دی. سلاموطندار د سولې خبرواترو، طالبانو او له افغانستان سره د ناټو د راتلونکي ملاتړ په اړه له نوموړي سره مرکه کړې ده.
د کابل یوشمېر اوسېدونکي د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې د شپې له خوا ډزې چې د ناڅرګندو کسانو له خوا کېږي، ناراموونکي بولي او وايي، دغه ډزې د زورواکو او خپلسرو کسانو له خوا کېږي.
ټاکل شوې د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله د روانې میلادي میاشتې په ۶مه نېټه «د سې شنبې په ورځ» د هندي چارواکيو په رسمي بلنه هند ته لاړ شي.
د تخار ولایت اوسېدونکي او مدني فعالان د دغه ولایت د مرکز تالقان ښار په څنډو کې د جګړو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، په ولایت کې د ملي امنیت د رییس او پولیسو قوماندان نه شتون لامل شوی چې جګړې تر ښاره را ورسېږي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په وروستیو دوو اوونیو کې د طالبانو په ۶۵۰ یرغلیزو بریدونو کې ۲۱۰ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار چارواکي وايي، نن غرمه شل باندې دولس بجې د دغه ولایت د شینوارو ولسوالي د مقام مخې ته موټربم برید شوی چې تر اوسه پهکې د ۱۵ کسانو د وژل کېدو او ۳۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون