کورنۍ رسنۍ؛ هغه چې د بین‌الافغاني خبرو اطلاعاتو ته لاس‌رسی نه‌لري

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې د بین‌الافغاني خبرو له پیله شاوخوا یوه میاشت اوړي، خو اوس د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ ادارې په دغو خبرو کې اطلاعاتو ته پر لاس‌رسي له شته محدودیتونو نیوکې کوي. د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نۍ رییس مجیب خلوتګر وايي، د سولې په بین‌الافغاني خبرو کې اطلاعاتو ته لاس‌رسی نه شته او د هېواد رسنۍ د دغو خبرو په تړاو تازه خبرونه او معلومات له بهرنیو رسنیو ترلاسه کوي.

غنی: طالبان باید د افغانستان نوی نسل وپېژني

ولسمشر محمد اشرف غني قطر ته د خپل سفر په دویمه ورځ په دوحه کې د بشري مسايلو او شخړو مطالعاتي مرکز ته وینا کې ویلي، په افغانستان کې قدرت میراثي نه دی او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې هر ډول هوکړه باید د ولسي جرګې له لوري تایید شي.

طالبانو په تېرو ۳ میاشتو کې هلمند ته تر ټولو ډېر چاودېدونکي توکي لېږدولي

د هلمند په ځينو ولسوالیو کې تازه د وسله‌والو طالبانو له لوري پر یو شمېر امنیتي پوستو د بریدونو او د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو خبرونه ورکول کېږي؛ خو ترڅنګ يې د هلمند والي محمد یاسین وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې وسله‌والو طالبانو په ډېره کچه چاودېدونکي توکي تر لاسه کړي او غواړي چې د عامه تاسیساتو په له منځه وړلو کې يې وکاروي.

د موبايل د چارجر پر سر نښته؛ ۲ ولسي پاڅون‌کوونکي وژل شوي

جوزجان ولايت کې يوه امنيتي سرچينه سلام‌وطندار ته وايي چې يوه ولسي پاڅون‌کوونکي خپل دوه همکاران د موبايل د چارجر پر سر وژلي دي. د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دا پېښه د سې شنبې په شپه د ياد ولايت د اقچې ولسوالۍ په يوه امنيتي پوسته کې شوې ده.

کابل کې د طالبانو د ترور ۱۵ کسيزه شبکه ونيول شوه

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د ياد رياست ځانګړو ځواکونو په کابل کې د طالبانو هغه ۱۵ کسیزه ډله نيولې چې کابل کې يې خلک ترور کول. له دغه ریاسته نن سې شنبه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې شبکې غړيو د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ځینو مهمو سیاسي اشخاصو د ترور دنده درلوده.

د افغان سولې پروسه ولې لغوه شوه؟

که څه هم په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ده او د بهرنیو له لوري پیل شوې، خو له تېرو څو کلونو راهیسې چې د هېواد امنیتي واګې افغان ځواکونو ته سپارل شوي، وسله‌وال طالبان او نورې ترهګرې ډلې یوازې او یوازې د افغان ځواکونو او عامو افغانانو پر وړاندې جنګېږي او د دغې جګړې نږدې ټوله مرګ‌ژوبله هم افغانانو ته اوړي.

تخار کې د ناامنیو ډېروالي په اړه اندېښنې

د تخار ولایت اوسېدونکي او مدني فعالان د دغه ولایت د مرکز تالقان ښار په څنډو کې د جګړو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، په ولایت کې د ملي امنیت د رییس او پولیسو قوماندان نه شتون لامل شوی چې جګړې تر ښاره را ورسېږي.