افغان علما: افغانستان کې قدرت ترلاسه کولو لپاره جګړه حرامه ده

نن د هېواد پلازمېنې کابل کې د ۳۴ ولایتونو د دیني علماوو استازيو په يوه غونډه کې د سولې له مذاکراتو ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل چې افغانستان کې د قدرت ترلاسه کولو لپاره جګړه حرامه ده.

دغو علماوو وویل چې په هېواد کې وینه تویونه او جګړه نور شرعي جواز نه لري او جګړې دواړه لوري دې له خپلمنځي نښتو لاس واخلي او سوله دې وکړي.

غزني کې د القاعدې شبکې دویم مهم مشر ابو محسن‌المصري ووژل شو

د ملي امنیت رياست وايي، غزني ولایت کې یې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې د القاعدې شبکې دویم مهم مشر ابو محسن‌المصري وژلی دی.

ياد رياست تېره شپه ناوخته پر خپله ټوېټرپانه د یوه خبر خپرولو سره ویلي چې ابو محسن المصري د هند نیمه وچه کې د القاعدې جګپوړی قومندان و.

کابل ښار کې چاودنه؛ ۱۷ملکيان وژل شوي او ۵۷ټپيان دي

د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار ۱۳مې حوزې اړوند د دشت برچي پل خشک سيمه کې چاودنه شوې چې له کبله يې ۱۳کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.

د یاد وزارت ویاند طارق ارين وايي، دا چاودنه نن مازديګر شاوخوا ۴ بجې او ۳۰ دقیقې شوې ده.

د بښنې نړیوال سازمان: تېره مياشت افغانستان کې د ملکیانو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه

د بښنې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ويلي، له بین‌الافغاني خبرو سره هم مهاله په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی چې يوازې همدا تېره اوونۍ کې د تاوتريخوال له کبله ۵۰ ملکيان وژل شوي دي.

بادغیسۍ ناوې ځان‌وژنه وکړه

د بادغيس ولايت د ښځو چارو رياست مسوولان سلام‌وطندار ته وايي، «جوند» ولسوالۍ کې يوې نوې ناوې د موږک د وژلو درمل خوړلي او ځان يې وژلی دی.

د ياد رياست رييسه راحله نادري وايي، دغې ناوې ۲۴کاله عمر درلود او يوه نیمه مياشت وړاندې يې واده کړی و.

طالبانو د کمال‌خان بند ۶ ساتونکي وژلي

طالبانو یو ځل بیا د کمال خان بند د ساتونکيو ټولي پر پوستو بریدونه کړي او د عامه ساتنې ۶ سرتېري یې وژلي دي.

د نیمروز ولایت یوه امنیتي سرچینه سلام‌وطندار ته وايي، دغه برید تېره شپه په فتحه کلا سیمه کې شوی چې په پایله کې یې د عامه ساتنې د دویم ټولي ۶ سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

«د ولسمشر د لومړي مرستيال امنيتي برنامې يوازې لنډمهالې ګټورې دي»

یو شمېر سیاسي او پوځي شنونکي د کابل ښار د امنیت ټینګښت لپاره د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح برنامې يوازې لنډ مهال لپاره ګټورې بولي او وايي، د ولسمشر د لومړي مرستیال امنیتي برنامې د عامه افکارو د رضایت ترلاسه کولو لپاره دي او دا برنامې نه‌شي کولای د کابل ښار په کچه د جرم او جنایت بستر له منځه یوسي.

کابل کې د فرانسې سفارت په افغانستان کې د جګړې د درېدو غوښتنه کړې

د بین‌الافغاني مذاکراتو له پیل سره هېواد کې جګړو زور اخیستی او د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ډېره مرګ‌ژوبله پوځیانو او ملکي وګړيو ته اوړي. که څه هم طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان په لویو ښارونو بریدونه نه کوي؛ خو یادې ډلې په ډېرو ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.