کندوزیان: کندوز کې د انسان تښتونې او ترور پېښې ډېرې شوي

په هېواد کې د وروستیو تحولاتو سره هم‌مهاله په کندوز کې د انسان تښتونې او وژنې پېښې ډېرې شوي. په کندوز کې د جنايي پېښو ډېرېدو د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړې دي. د کندوزیانو په وینا، دوه اوونۍ وړاندې وسله‌والو کسانو د کندوز ښار په درېیمه حوزه کې د اوړو د یوه کارخونې مالک او شاګرد په چکش ووژل.

«د افغانستان د وضعیت له امله د ټاپي پروژې چارې ځنډول شوي»

 د روسیې تاس خبري اژانس د یوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي له قوله راپور ورکړی چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو او په د دغه هېواد د وضعیت له امله د ټاپي پروژې چارې ځنډول شوې دي. د ټاپي پروژې له لارې له ترکمنستان څخه د افغانستان له خاورې پاکستان او هند ته ګاز لېږدول کېږي.

د کابل چاپیریال ساتنې ریاست: سږنی ژمی به ښاریانو ته ګواښوونکی وي

په هېواد کې د ژمي په رارسېدو سره د کابل ښار ګڼ‌شمېر اوسېدونکي د خپلو کورونو تودولو لپاره له بې‌کیفیته سوند توکو لکه د ډبرو سکاره، پلاستیک، ربړ او نورو توکو څخه استفاده کوي چې له امله یې د پلازمېنې کابل د هوا د ککړتیا لامل کېږي. د کابل د چاپیریال ساتنې ریاست مسوولان د روان کال ژمی په هېواد کې تر ټولو ګواښوونکی بولي.

له افغانستانه روسیې او منځنۍ اسیا ته د ترهګرو د ورتګ په اړه اندېښنې

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال الکسانډر ګوربینکین روسي رسنیو ته ویلي چې د افغانستان له خاورې د منځنۍ اسیا هېوادونو او روسیې ته د ترهګرو د ورتګ او نشه‌یې توکو د وروړلو په اړه اندېښنه لري.
نوموړي ویلي، اوس د افغانستان وضعیت نه شي اټکل کېدای چې په کومه روان دی او په خبره یې، دوی دغه وضعیت اندېښمن کړي دي.

پر رسنیو محدودیت به د رسنیو د سقوط لامل شي

د افغانستان د ژورنالستانو ټولنې د رسنیو مسوول مسرور لطفي د امر بالمعرف او نهې عن المنکر وزارت له لوري د رسنیو پر وړاندې د نوې کړنلارې د خپرېدو په غبرګون کې ویلي، اسلامي امارت غواړي رسنۍ محدودې کړي.

د ملګرو ملتونو راپور؛ د افغانستان بانکي نظام د پاشل کېدو له ګواښ سره مخ دی

د ملګرو ملتونو سازمان چارواکو ویلي، که د افغانستان د بانکي نظام لازم ملاتړ ونه شي، په راتلونکو میاشتو کې به وپاشل شي. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د دوشنبې په ورځ یو راپور خپور کړی چې په‌کې د افغانستان د بانکي نظام د پاشل کېدو خبرداری ورکړل شوی دی. په دغه راپور کې غوښتنه شوې چې باید د افغانستان د بانکونو ملاتړ وشي.

لوګر کې غصب شوې ځمکې بېرته را ګرځول کېږي

د لوګر د پل‌علم ښاروال مولوي اسحاق سعید سلاموطندار ته وویل، اسلامي امارت د دغه ولایت په مرکز پلعلم او یوشمېر ولسوالیو کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي هڅې پیل کړې دي.
هغه وویل، د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي په موخه یو کمېسیون ټاکل شوی او ډېر ژر به غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځوي او غاصبان به هم د قانون منګولو ته وسپاري. د لوګر اوسېدونکي هم د اسلامي امارت له لوري د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي هرکلی کوي.

د امریکايي پوځيانو د وتلو پروګرام؛ چارواکو باید استعفا کړې وای

یوه تقاعد شوي امریکايي پوځي چارواکي د امریکا له «فاکس‌نیوز» شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د جو بایډڼ مشاورانو او پوځي لوړپوړو چارواکو په افغانستان کې له وخت وړاندې د نظام پرځېدو ته په کتو باید «د پوځيانو د وتلو پروګرام د نه اصلاح» په صورت کې استعفا کړې وای.

شنونکي: کابل کې د بهرنیو سفارتونو پرانېسته اسلامي امارت ته شین څراغ دی

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي رسنیو ته ویلي چې یوشمېر هېوادونو تر اوسه په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانېستي او شمېر یې ورځ تر بلې په ډېرېدو دی.
د هغه په خبره، ټاکل شوې په نږدې ورځو کې د جرمني په ګډون، ځينې اروپايي او ان د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانېزي.

ډیبورا لاینز: افغانستان کې له وخت وړاندې انساني ناورین په پېښېدو دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبورا لاینز په افغانستان کې په راتلونکي ژمي کې له وخت وړاندې د انساني ناورین له پېښېدو او له امله یې د زیاتې مړینې خبرداری ورکړی دی. مېرمن لاینز چې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل چې هر څه ژر باید له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره د حل یوه لار پیدا شي.

پکتيا کې د خامو موادو د نه‌شتون له امله ۸۰ سلنه کارخونې تړل شوي

د پکتیا د صنعت او کانونو خونې رییس فضل‌الدین جلالزی وایي، تېرو درېوو مياشتو کې د ۸۰ سلنه فابريکو فعاليت درېدلی دی. هغه وویل، د دغو فابریکو فعالیت د خامو موادو نه موجودیت او بازارونو ته د یو‌شمېر بهرنیو هېوادونو د ټیټ کیفیته توکو د راوړلو له امله ځنډېدلې دي.

د ننګرهار هوايي ډګر د نړیوالو او کورنیو الوتنو لپاره بېرته چمتو شوی

د ننګرهار هوایي ډګر چې د جلال‌اباد سوېل ختیځ ته د ښار په لنډ واټن کې پروت دی، په ۲۰۰۱ کال کې د اسلامي امارت د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته په کې امریکايي ځواکونه میشت شول چې د نظامي هډې په توګه یې ترې کار اخیسته. که څه هم د جمهوري نظام چارواکو ژمنه کړې وه چې ډېر ژر به ترې ملکي الوتنې وشې، خو ژمنه یې عملي نه شوه.

مالیې وزارت د دولتي کارکوونکو د درېوو میاشتو معاش ورکوي

د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل وايي، د دولتي کارکوونکو د درېوو میاشتو معاشونو د ورکړې پر طرحه یې کار پیل کړی او سر له نن به د هغوی د وږي، تلې او لړم میاشتو د معاشونو یوځای ورکړې پر اجرا یې کار پیل کړی دی.
هغه وايي، د دولتي کارکوونکو د معاشونو لپاره یې نوې طرحه په پام کې نیولې چې له مخې به یې معاشونه ورکول کېږي.

وېسټ: په زور د طالبانو واک ته رسېدل د مرستو د بندېدو لامل شوی

اسلامي امارت چهارشنبه د امریکا کانګرېس ته په یوه پرانیستي لیک کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خلاصیدو غوښتنه وکړه. په دې لیک کې ویل شوي وو، که د امریکا حکومت د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره شتمني کنګل وساتي، افغانستان به له بشري او اقتصادي‌ ناورین سره مخ شي.‌