
د خامو موادو نشتوالي ۲۵سلنه تولیدي شرکتونه له فعالیته غورځولي
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمینزاده نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د اسلامي امارت له راتلو سره هممهاله تولیدي شرکتونه د خامو موادو له کمښت سره مخ دي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمینزاده نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د اسلامي امارت له راتلو سره هممهاله تولیدي شرکتونه د خامو موادو له کمښت سره مخ دي.

د اسلامي امارت امنیتي چارواکي وايي چې نن غرمه یې د کابل پر پاسپورټ ریاست د برید مخه نیولې او برید کوونکی یې له موخې وړاندې وژلی دی.

د امریکا مالیې وزارت د سهشنبې پر ورځ په افغانستان کې له بېوزله او اړمنیو کسانو سره د لا ډېرو بشري مرستو د برابرولو په اړه درې عمومي جوازونه صادر کړل. د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې پرون د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، دغه هېواد له کړکېچ سره مخ شوی او اقتصاد یې سقوط کړی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د رویټرز خبري اژانس هغه راپور رد کړ چې ویلي و، ملګري ملتونه د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته د دوی د تاسیساتو او کارکوونکو د امنیت ساتلو لپاره د ۶میلیونه ډالرو د ورکړې وړاندیز کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې، افغانستان ته د بشري مرستو رسولو د اسانتیا برابرولو لپاره یو پرېکړهلیک تصویب کړ. دا مرستې په افغانستان کې د لومړنیو بشري اړتیاوو د ملاتړ په موخه دي او د اسلامي امارت پر اړوندو بنسټونو د بندیزونو لرې کولو په معنی نه دي.

د ژمي په رارسېدو سره یوشمېر روغتیا پالان د کابل ښار د ککړې هوا بدو اغېزو له امله ښاریانو ته خبرداری ورکوي. دوی د پلازمېنې هوا وژونکي بولي او وايي چې په وروستیو ورځو کې د دغه ښار هوا خورا ککړه شوې او خپلې وروستۍ کچې ته رسېدلې ده.

هیل ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویلي چې د امریکا د مارېسټ پول څېړنیز بنسټ له لوري د شوې ټولپوښتنې پر بنسټ، د امریکا ولسمشر جو بایډن په کمساري توګه د دغه هېواد د وګړو ترمنځ خپل شهرت له لاسه ورکړی او دغه کچه ۴۲سلنې ته رسېږي.

د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال مجیبالرحمن عمر نن په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې د افغانستان ۶۰ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. هغه د اوبو مدیریت د اسلامي امارت له اساسي مسوولیتونو څخه ګڼي.

چین د روسیې په ملاتړ د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د امریکا لهخوا د هغې چمتو شوې، طرحې مخالفت کړی او هغه یې رد کړې چې پر بنسټ یې په افغانستان کې له بشري مرستو پرته اقتصادي بندیزونه لګېدل. د نړیوالو چارو شنونکی جاوید مومند وایې چې اسلامي امارت باید په افغانستان کې د نړی د سترو هېوادونو د سیالیو مخه ونیسي.

د فاریاب امنیه قومندان مولوي نېکمحمد حذیفه ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت «سپېڅلی الهي نظام» دی او په وینا یې، د دغه نظام قانون قران او سنت دی او بیرغ یې د «الله» او د «رسول» بیرغ دی، نو له همدې امله د دغه نظام پر وړاندې درېدل او یا هم جګړه ورسره کول، د اسلام له داېرې د وتلو خطر لري.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو تاسیساتو او کارکوونکو د امنیت ساتنې لپاره د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ته د ۶ میلیونو ډالرو د ورکړې وړاندیز کړی دی. رویټرز خبري اژانس د یوه پټ سند او له دغې موضوع څخه د یوې باخبرې سرچینې له قوله ویلي چې وړاندیز شوې پیسې به په راتلونکي کال کې د اسلامي امارت ځواکونو ته ورکړل شي.

د امریکا په کانګرېس کې د دموکرات ګوند یوشمېر غړو د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن ته یو لیک استولی او له نوموړي یې غوښتي چې په افغانستان کې د اقتصادي پاشلتیا او پراخې قحطۍ څخه د مخنیوي لپاره دې، د دغه هېواد د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو زمینه برابره کړي.

په افغانستان کې د خصوصي سکتور ټولنې مشر محمد ناصر محتسبزاده وايي، شاوخوا ۲۰۰۰ شرکتونه د دې ټولنې سره ثبت دي او حکومت له ۵۵ څخه تر ۶۰ ملیارده افغانۍ د یادو شرکتونو څخه پوروړی دی او که چېرته دغه پیسې ورنه کړل شي، یاد شرکتونه به له ماتې سره مخ شي.

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي چې په عزیزي او نورو خصوصي بانکونو کې حسابونه لري، وايي چې د خپلو پيسو په اخیستو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی زیاتوي چې له خپلو حسابونو په اوونۍ کې یوازې ۲۰۰۰۰ افغانۍ یا هم ۲۰۰ ډالر ترلاسه کولای شي.

د ژمي په پیل او هېواد کې د بېوزلۍ او لوږې پراختیا سره هممهاله، د بامیانو یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د خیریه موسسو د مرستو پر ناانډول وېش نیوکه کوي او په دغه بهیر کې له شته فساد څخه شکایت لري.

د بېپولې خبریالانو ټولنې د افغانستان د رسنیو په اړه په یوې سروې کې ویلي، له هغه راهیسې چې اسلامي امارت پر دغه هېواد واکمن شوی نږدې ۲۳۱ رسنۍ تړل شوي او شاوخوا ۶۴۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. په سروې کې همداراز راغلي چې په دغه موده کې د نارینه خبریالانو په پرتله ښځې تر ډېره اغېزمنې شوې دي.