
د فیضالله جلال د نیولو په غبرګون کې اعتراض؛ «خبرې کول جرم نه دی»
د اسلامي امارت لخوا د کابل پوهنتون د استاد او د سیاسي چارو کارپوه فیضالله جلال د نیولو په غبرګون نن په کابل کې یو شمېر مېرمنې سړکونو ته راووتلې او د اسلامي امارت لخوا یې د هغه د ازادېدو غوښتنه وکړه.














