اروپايي ټولنه به په ودانیزو پروژو کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي

د اروپايي ټولنې مرستیال د کابل ښاروالۍ له چارواکو سره د لیدني پرمهال ویلي چې اروپايي ټولنه به په پلازمېنه کابل کې د یو لړ ودانیزو پروژو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي. کابل کې د اروپايي ټولنې مرستیال د ودانیزو پروژو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

بایډن دې د افغانستان کنګل شویو شتمنیو په اړه سملاسي پرېکړه وکړي

د امریکا یوې محکمې د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن ادارې ته دوه اوونۍ نور وخت ورکړی چې د افغانستان د کنګل شویو بانکي شتمنیو په اړه پرېکړه وکړي. د دغو رسنیو په وینا، تمه وه چې د امریکا حکومت د افغانستان د دې شتمنۍ په اړه خپلې سپارښتنې پرون دې محکمې ته سپارلې وای.

د اسلامي امارت پرېکړې پروړاندې د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنيزو بنسټونو فدراسیون غبرګون

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت ځواکونو په هېواد کې د خبریالانو او د رسنیو وضعیت په اړه د افغانستان د رسنیو او د خبریالانو بنسټونو فدراسیون غونډه لغوه کړه، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد اعلان وکړ چې د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د فعالیت جواز نه لري او پر دغه فدراسیون یې ځینې تورونه هم لګولي دي.

سیګار: افغانستان کې د بشري مرستو د ضایع کېدو خطر شته

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار مشر جان ساپکو پرون ویلي چې په افغانستان کې د مرسته‌کوونکو هېوادونو د ډیپلوماټیک او نظامي حضور نشتون سره په هغه هېواد کې د بهرنیو مرستو د ضایع کېدو ګواښ شته.

متقي: د ټول‌شموله حکومت جوړېدل، د نړیوالې ټولنې پلمه ده

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې ټولنې غوښتنه د ټول‌شموله حکومت لپاره یوه پلمه بللې ده. دبهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي چې نړیواله ټولنه د ټول‌شموله حکومت تعریف نه لري او نه یې بېلګه شته او د نړیوالې ټولنې دا غوښتنه یوه بهانه ده.

د اسلامي امارت له‌خوا د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د غونډې لغوه‌ کېدو پر وړاندې غبرګونونه

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د اسلامي امارت له خوا د رسنیو د خبري غونډې له ترسره کولو څخه مخنیوي ته غبرګون څرګند کړی او هغه یې د بیان ازادۍ محدودیت بللی دی.

پر بانکونو لګېدلو محدودیتونو مرستندویه بنسټونه له ستونزو سره مخ کړي

 د ناروې د کډوالو شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د مالي مرسته کوونکو هېوادونو له لوري پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو لګول، د مرستندویه  بنسټونو له لوري د مرستو بهیر ټکنی کړی او میلیونونه کسان د مرستو له ترلاسه کولو څخه محروم شوي دي.

د امنیت شورا ناسته؛ افغانستان کې پر ټول‌ګډونه حکومت او بشري مرستو ټينګار شوی

د ملګروملتونو امنیت شورا د ناروې له غونډې یوه ورځ وروسته، بېګاه شپه د افغانستان وضعیت څېړلو په اړه غونډه جوړه کړه. دغې غونډې ته د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش، افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړې استازې ډېبرا لاینز، د افغان ښځو فعالې محبوبه سراج او د ګڼ‌شمېر هېوادونو استازیو خبرې وکړې.

د اروپا او امریکا استازي: افغانستان کې د هر حکومت د مشروعیت سرچینه افغانان دي

د اروپا او امریکا ځانګړو استازیو په یوې ګډه خبرپاڼه کې چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې، ویلي چې افغانستان کې د یوه پراخ‌بنسټه سیاسي نظام د رامنځته کېدو لپاره ثبات او سوله‌ییزې راتلونکې ته اړتیا ده. د دوی په وینا، افغانستان کې د هر حکومت د مشروعیت سرچینه به د دغه هېواد وګړي وي.

ملګرو‌ملتونو افغانانو سره د مرستو لپاره د «لېږد تعامل چوکاټ» اعلان کړ

ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته کې په روان ۲۰۲۲کال کې د افغانانو لپاره د لېږد تعامل چوکاټ یا «TEF» د جوړېدو اعلان وکړ. دغه پراخه تګلاره به ملګرو ملتونو سازمان سره مرسته وکړي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې افغانان کولای شي، خپلې بنسټیزې انساني اړتیاوې برابرولی شي.

د افغانستان مدني ټولنې له سقوط سره مخ دي

د افغانستان د عدالت غوښتنې ملي ډلې نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، پر افغانستان د اسلامي امارت واکمنېدو وروسته مدني ټولنې د سقوط له ګواښ سره مخ دي.د دې ډلې غړي د افغانستان د مدني ټولنې سقوط د هېوادوالو د غږ خاموشه کېدل بولي.