د کابل ښار یو‌شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د ژمي په رارسېدو سره په تېره بیا په وروستیو کې د برښنا پرچاوي زیاته شوې چې دې چارې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د دوي په وینا، له یوه لوري په بازارونو کې د سوند توکو بیې لوړې شوي او اړ دي، څو د ځان ګرمولو او روښنايۍ لپاره له برښنا ګټه واخلي، خو په څلېرویشت ساعتونو کې یواځې له څلو تر شپږ ساعتو په نا‌منظم ډول برښنا لري.

 د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ 

ښاریان له حکومت او اړوند مسوولانو څخه غواړي چې دغې ستونزې ته جدي پام وکړي، څو په دې برخه کې یې ستونزې تر یوې کچې راکمې شي.

د کابل اوسېدونکي په هېواد کې د خلکو بد اقتصادي وضعیت ته په اشارې وايي چې د برېښنا وېش ناعادلانه دی او یوازې هغو سیمو ته برښنا ورکول کېږي چې اوسېدونکي یې واسطه ولري او یا هم لوړپوړي چارواکي وي.

وموغوښتل په پلازمېنه کې د برښنا کمښت او نامنظمۍ پرچاوۍ په تړاوو د افغانستان برښنا شرکت نظر هم ولرو، خو له ډېرو هڅو سره ـ سره بیا هم بریالي نه‌شو.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان برښنا شرکت د منځنۍ اسیا هېوادونو د برښنا په سیسټم کې د تخنیکې ستونزې رامنځته کېدو له امله د ازبکستان، قرغزیستان او قزاقستان برښنا پرې‌کېدو خبر ورکړی چې یاده ستونزه افغانستان ته د ازبکستان د برښنا د پرې کېدو لامل شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ 

د افغانستان برښنا شرکت تېره ورځ خبر ورکړی چې د یاد شرکت تخنیکي ټیمونه وتوانېدل چې د لومړي ځل لپاره د ترکمنستان برښنا له کابل سره ونښلوي چې له دې سره د پېرېدونکو ستونزه تر یوې کچې هواره شوې، خو لا هم په بشپړه توګه وضعیت عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام