د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د بایډن وروستی فرمان به خصوصي سکتور زیانمن کړي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو په یوه خبري غونډه کې د افغانستان د کنګل شویو زېرمو په اړه د جو بایډن د وروستي فرمان په غبرګون کې وویل، که د افغانستان پیسې په بشپړه توګه ازادې نه شي په افغانستان کې به خصوصي سکتور له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

کارپوهان: د بایډن وروستی فرمان به د افغانستان اقتصادي نظام ګډوډ کړي

د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو فرمان صادر کړ. د دغه فرمان له مخې امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني په دوو مساوي برخو وېشل کېږي چي د دغو پیسو نیمايي برخه له افغانستان سره د بشري مرستو او پاتې نورې يې د ستمبر ۱۱مې د پېښې قربانیانو لپاره ساتل کیږي.

 افغانستان او د راډیو نړیواله ورځ؛ شپږو میاشتو کې ۱۲۰ راډیوګانو فعالیت پریښی

نن د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. په افغانستان کې څه باندې یوه پېړۍ وړاندې په لومړي ځل د راډیو فعالیتونه پیل شول، خو لا هم په ټول هېواد کې خپل اورېدونکي  او مینه‌وال لري. د رسنیو ملاتړي بنسټونه وايي، د محدودیتونو لګول د دې لامل شوي چې خصوصي رسنۍ خپل فعالیتونه محدود او یاهم په ټپه ودروي.

کرزی: امریکا دې د افغانستان پیسو په اړه پر خپلې پرېکړې بیا‌کتنه وکړي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، امریکا دې د افغانستان د پیسو په اړه پر خپلې کړې پرېکړې بیا کتنه وکړي. جو بایډن وړمه ورځ یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د افغانستان له اووه میلیارده ډالرو څخه نیمايي د یوولسم سپټمبر د پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي او پاتې یې په افغانستان کې د بشري ناورین د کابو کولو لپاره ځانګړې شوي.

ملګرو‌ ملتونو د درېوو ښځینه فعالانو د خوشې کېدو هرکلی کړی

وروسته له هغې چې د ښځو فعاله پروانه ابراهیم‌خېل له بنده خوشې شوه، داسې راپورونه خپاره شوي چې نیول شوې درې ښځینه فعالانې هم له بنده ازادې شوي، خو تراوسه په رسمي توګه دا راپورونه نه دي تایید شوي. یوناما د یادو ښځينه فعالانو له خوشې کېدو  هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د نیول شویو ښځو خوندیتوب او سلامتي لویه اندېښنه ده.

امریکایي مدافع وکیل: د اسعارو زېرمو په اړه د بایډن وروستۍ پرېکړه ښکاره غلا ده

د بشري حقونو مدافع وکیل او په الیانوس پوهنتون کې د نړیوالو حقوقو استاد پروفیسو فرانسیس بویل وايي چې د اسعاري زېرمو په اړه د جوبایډن پرېکړه د افغانستان خلاف یوه غیرمشروع اقتصادي جګړه او ښکاره غلا ده. 

د افغانستان د ازادو شویو پیسو په اړه د بایډن فرمان ته غبرګونونه

پرون  د امریکا ولسمشر جو بایډن یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د افغانستان کنګل شوي اووه میلیارده ډالر ازاد شول. د بایډن د لاس‌لیک شوي فرمان پر بنسټ، د افغانستان له اووه میلیارډه ۳،۵ میلیارډه ډالر د سېپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي. اسلامي امارت دغه فرمان ته غبرګون ښودلی او هغه یې غیرانساني پرېکړه بللې ده.

د سولې په چارو کې د غني ځانګړی استازی بېرته هېواد ته راستون شوی

د مخکیني حکومت د سولې په چارو کې د دولتی وزیر او د افغان سولې په چارو کې د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني ځانګړی استازی عبدالسلام رحیمي نن بېرته هېواد  ته راستون شوی دی. په خپره شوې ویډیو کې امیرخان متقي هېواد ته د عبدالسلام رحیمي له راستنېدو څخه هرکلی کړی او دغه ګام یې د ټولو په ګټه بللی دی.

بایډن د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ولکې په لټه کې دی

د بشري حقونو څار بنسټ د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر هغه فرمان نیوکه کړې چې له مخې یې د افغانستان بانک ۳.۵ میلیارده ډالر د سپټمبر یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي. دغه بنسټ ویلي چې د امریکا ولسمشر غواړي د افغانستان پر کنګل شوې شتمنۍ ولکه خپله کړي.

د اسلامي امارت له لوري د دوو خبریالانو خوشې کېدل؛ یوناما یې هرکلی کړی

په افغانستان کې د ملګرو‌ملتونو استازولي یا یوناما د هغو دوو خبریالانو له خوشې کېدو هرکلی کړی چې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ سره یې کار کاوه او د اسلامي امارت له لوري نیول شوي وو. یوناما ټینګار کړی، هغه وخت رارسېدلی چې خپلسره نیونو پای ته ورسېږي او هغه کسان چې بې ګناه بندیان شوي ازاد دې شي.