
اوکراین؛ په دوو ښارونو کې د ملکیانو تخلیې لپاره لنډمهالی اوربند اعلان شو
د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې د مسکو پر وخت نن له غرمې مخکې ۱۰ بجې د اوکراین پر کاریوپول او وولنوواخای ښارونو باندې خپل بریدونه دروي.

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې د مسکو پر وخت نن له غرمې مخکې ۱۰ بجې د اوکراین پر کاریوپول او وولنوواخای ښارونو باندې خپل بریدونه دروي.

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د کور په کور پلټنې له بهیر څخه شکایتونه وشول، اوس د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلي چې د کورونو د تلاشۍ پرمهال باید څوک ونه ځورول شي.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي دغه څرګندونې نن په کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د سلګونه افسرانو د فراغتغونډې پرمهال وکړې.

د لوګر ولایت د خروار ولسوالي اوسېدونکي وایي چې پرون د دغې ولسوالي په پنج پای سیمه کې یو کس خپل مور وژلې او خپله مېرمن یې ټپي کړې ده.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي چې د اوکراین ناورین ته د نړۍ د پام وګرځېدو ته په کتو باید د افغانستان وضعیت هم له پام څخه ونه غورځول شي. د ژغورنې نړیوالې کمېټې افغانستان کې اقتصادي ناورین ته د رسېدو او افغانانو څخه د ملاتړ په موخه د مرستو د ډېروالي په برخه کې د امریکا او نورو هېوادونو وروستي ګامونه ستایلي دي.

په واشنګټن کې د روسیې سفارت له دغه هېواد څخه غوښتنه کړې چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په اړه د لینډسي ګراهام وروستیو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړي او هغه دې په رسمي توګه وغندي.

د پاکستان د پښتونخوا د مرکز پېښور ښار اړوند د شیعهګانو په یوه جومات کې نن د جمعې لمانځه پرمهال چاودنه شوې چې له امله یې ۳۰ کسان وژل شوي او ۵۰ ټپیان دي. د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، یاده چاودنه د پېښور قصهخوانۍ بازار ته څېرمه د شیعهګانو په یوه جومات کې هغه مهال شوې چې خلک د جمعې پر لمانځه لګیا وو.

د کونړ ولایت چارواکي وايي، هغه امنيتي سرتېرى يې نيولى چې په يو چېکپواينټ کې یې د بريد پر مهال يو ځوان وژلى او يو بل يې ټپي کړى و. چارواکي زیاتو چې دغه پېښه پرون د دې ولايت په شيګل ولسوالي کې هغه مهال رامنځته شوې چې د واده د وراه يوه موټر له چيک پواينټ څخه تېرېده.

کندهار کې د اسلامي امارت د امنيه قومنداني چارواکي وايي چې پرون د ارزګان-کندهار ترمنځ پر لويه لاره د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله يو ماشوم وژل شوی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند یوه خبري غونډه کې وايي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره، د صادراتو په برخه کې کورني عواید زیات شوي دي.

د خبریالان د خوندیتوب نړیوالې کمېټه وايي چې افغانستان کې رسنۍ په خورا بد وضعیت کې دي. د دې کمېټې د موندنو له مخې، په داسې حال کې چې افغان رسنیو په تېرو دوو لسیزو کې ښې لاستهراوړنې درلودې او د پرمختګ پر لور روانې وې، خو اوس د بندیزونو له یوه نوي پړاو سره مخ شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند مفتي عصمتالله برهان وایي، د شلو وړو کانونو تړونونه چې تېر حکومت کړي و، له ځینو اصلاحاتو وروسته د اجرا په موخه بېرته قرارداد کوونکو ته سپارل شوي دي. دی وایي، د ۱۹ لویو کانونو کار اعلان او داوطلبۍ ته چمتو شوي او د ۱۶ وړو کانونو د اعلان پروسه بشپړه شوې او راتلونکې اوونۍ به داوطلبۍ ته وړاندې شي.

په پولنډ کې د افغانستان سفارت ویلي چې پر اوکرایین د روسیې د برید راهیسې تراوسه ۲۰۰۰ افغانانو له اوکرایین څخه پولنډ ته پناه وړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په شپه د افغانستان پر وضعیت غونډه وکړه. په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ديبورا لاينز امنیت شورا ته د افغانستان وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ. هغې وویل، ملګري ملتونه او همکاران یې ژمي کې افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پوره کېدو لپاره خپله ټوله هڅه کوي.

د پخواني حکومت د سترې محکمې یو شمېر قاضیان وايي، ټاکل شوې وه نن د سترې محکمې د دروازې مخې ته د خپل برخلیک روښانېدو په اړه خبري غونډه جوړه کړي. خو د دوی په وینا، د اسلامي امارت د سترې محکمې چارواکو د دغه خبري غونډې مخه نیولې ده.

په کوزوو هېواد کې د امریکا پخواني سفیر فلیپ کازنت د امریکا حکومت ته وړاندیز کړی چې ددغه هېواد په پوځ کې دې د افغان سرتېرو او کمانډو ځواکونو یوه ځانګړې او پیاوړې قطعه رامنځ ته کړي. ځګه، پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، واشنګتن د اروپا د امنیت ساتلو لپاره پیاوړي جنګیالیو ته اړتیا لري.

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وویل، افغانستان باید د ثبات خوا ته د تلو لپاره د ښځو او نجونو له استعداد څخه ګټه پورته کړي.
هغې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغان ښځو او بشري حقونو او اسلامي نړۍ کې یې د رول ارزښت په اړه د قطر چارواکیو سره څو ورځې د دغه هېواد پلازمینه دوحه کې بحث او خبرې کړي دي.