
په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د اروپایي ټولنې اندېښنه
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن د یوې مرکې په ترڅ کې په افغانستان کې د ښځو او د بشري حقونو وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن د یوې مرکې په ترڅ کې په افغانستان کې د ښځو او د بشري حقونو وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د غزني ولایت په بازارونو کې د جعلي ډالرو د بانک نوټونو ډېرېدو د دغه ولایت سوداګر، صرافان او هټۍوال اندېښمن کړي دي.

د مخکیني جمهوري نظام تر سقوط وروسته د روزګان مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې د بیارغونې لسګونه پروژې چې کارونه يې نيمګړي پاتې وه، له نامعلوم برخليک سره مخ دي.

د ملګروملتونو د نفوسو صندوق افغانستان کې د مېندو وضعیت څخه اندېښنه ښوولې او ویلي دي، دغه هېواد د مېندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.
د ملګروملتونو د نفوسو صندوق رپوټ کې چې د (دوشنبې په ورځ د کب په شپاړسمه) خپور شوی راغلي، افغانستان کې د هر سل زره زېږون پرمهال ۶۳۸ مېندې ژوند له لاسه ورکوي.

د اسلامي امارت د رییسالوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر ځانګړی سکرټر عبدالله عزام وايي چې د پاکستان له لوري مرسته شوي غنم د خوراک او استفادې وړ دي.

د هلمند ولایت محلي چارواکي وايي چې د دې ولایت اړوند په ګرشک ولسوالي کې د کندهار-هرات پر لویه لار د ټرافیکي پېښې له کبله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د اقتصاد او سولې موسسې د “ترهګرۍ د نړیوال جدول” په اړه ریپوټ خپور کړی، په دغه ریپوټ کې افغانستان یو ځل بیا د هغو هېوادونو په سر کې راغلی چې له ترهګرۍ څخه سخت زیانمن دی. دا دریم پرله پسې کال دی چې افغانستان ددغه بنسټ په ریپوټ کې د جدول په لومړي سر کې راځي.

نژدې اووه میاشتې کېږي چي اسلامي امارت واک ته رسېدلی، په دې موده کې رسنۍ او خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي. ځینو رسنیو د مالي سرچینو د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله خپرونې بندې کړي او یا هم ګڼو خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

سید باقر محسني چې د سیاسي مسایلو کارپوه او د اوسني حکومت له منتقدینو څخه دی د اسلامي امارت د استخباراتو له بند څخه خوشې شو. نوموړي رسنیو ته ویلي چې نن ماسپښین خوشې شوی او دا مهال په کابل کې په خپل کور کې دی.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن یوې بهرنۍ رسنۍ سره مرکه کې ویلي، د اسلامي امارت د کورني مشروعیت او د ستونزو د حل یوازینۍ لار، د ټولګډونه حکومت جوړول دي. هغه دغه مرکه کې رد کړه چې نړیوالې ټولنې حکومت کې د ګډون لپاره اسلامي امارت ته د مخکیني حکومت د چارواکو ۱۵کسیز نوملړ نه دی ورکړی.

یوشمېر حقوق پوهانو، اقتصادي کارپوهانو او د پوهنتون استادانو نن کابل کې یوې خبري غونډه کې د اسلامي امارت له لوري د حکومتولۍ لپاره د ځانګړې تګلارې د ټاکلو غوښتنه وکړه.

هلمند د هېواد سوېلي زون کې یو له هغو ولایتونو دی چې د کرنیزو او خوړوبو ځمکو لویه برخه تشکیلوي او تېرو دوو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې کروندګرو سږکال دغه ولایت کې په پراخه کچه د کوکنارو کرکېلې ته مخه کړې. دوی وايي، که دولت یې د کیمیاوي کودونو، اصلاح شویو تخمونو په برخه کې لاسنیوی وکړي، د کوکنارو بدیل کښتونه به وکري.

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي ټيلیفوني خبرې کړي دي. سپېنې ماڼۍ ویلي چې دواړه ولسمشران په دې ټيلیفوني اړیکه کې نیم ساعت غږېدلي.

د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین ذبیحالله مجاهد وايي، د مالي ستونزو له امله تړل شویو او سقوط سره مخ رسنيو ته د بهرنيو مرستو د راجلبولو په هڅه کې دي. ذبیحالله مجاهد زیاته کړه چې نړیوالو ورسره د اقتصادي ستونزو په دلیل د سقوط شویو رسنیو د بیا فعالیت او تمویل په پار یو لړ ژمنې هم کړي دي.

د هرات امنیتي چارواکي وایي چې دا پېښه پرون شپه د هرات د انجیل ولسوالي په خواجه سرمه کلي کې رامنځته شوې ده. د هرات د امنیه قومنداني ویاند محمود رسولي سلام وطندار ته وویل چې د یوې کورنۍ پنځه غړي چې په کې یو سپین ږیری، یوه ښځه او درې ماشومان شامل دي، په مرموز ډول د وسلهوالو له خوا وژل شوي دي.

غور کې ۱۶کلنه مهتاب چې په غوږو څه نه اوري او په اشاره خبرې کوي، د رسامۍ هنر کې ښه استعداد لري. هغه د غور د کڼو ښوونځي د نهم ټولګي زدهکونکې ده او وايي چې کوڼوالی یې د پرمختګ په برخه کې مخه نشي نیولی.