امریکايي پوځي چارواکي: بهر څخه افغانستان کې د ګواښونو د څار او شنډولو وړتیا لرو

د رپوټونو پر اساس، د امریکا پوځي ځواکونو د تېر کال له اوړي څخه وروسته افغانستان کې د ترهګرۍ ضد هېڅ کوم برید نه دی ترسره کړی، خو د دغه هېواد پوځي چارواکي ټینګار کوي، چې د لوژیستیکي ننګونو ترڅنګ، له بهر څخه افغانستان کې د ګواښونو د څار او شنډولو وړتیا لري.

شنونکي: د افغانستان پر وړاندې به د پاکستان د نوي حکومت تګلاره بدلون ونکړي

ورووسته له هغې چې د پاکستان پارلمان د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران‌خان پر وړاندې د اپوزېسیون له لوري وړاندې شوې د نه باور رایې طرحه رد کړه، د یاد هېواد ولسمشر د لومړي وزیر عمران‌خان په غوښتنه پارلمان منحل کړ او د ټاکنو د ترسره کېدو پرېکړه یې وکړه.

شنونکي: د کورنیو او نړیوالو غوښتنو تر بشپړېدو به د ا.ا سفیران ونه منل شي

وروسته له هغې چې پاکستان، ترکمنستان، قطر او روسیې د اسلامي امارت یو‌شمېر ډيپلوماټان ومنل، اوس چین هم په یوه ورته اقدام کې د اسلامي امارت ډيپلوماټان منلي دي. د سیاسي چارو کارپوهان وايي، کوم هېوادونه چې سفارتونه يې کابل کې فعالیت لري، اړ دي چې د چارو مخته وړلو لپاره د اسلامي امارت ډیپلوماټان هم په خپل هېواد کې ومني.

امریکا د نشه‌يي توکو په اړه د ا.ا د مشر له فرمان څخه هرکلی کړی

امریکا په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کرکېلې مخنیوي په اړه د ا.ا د مشر هبت‌الله اخند‌زاده د فرمان هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه پرېکړه باید عملي شي. د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شاژدافیر یان مک‌کري ویلي، افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت او تولید ناقانونه اعلانول، یو مثبت ګام دی او د عملي کېدو لپاره یې باید ګامونه واخیستل شي.

افغانستان؛ تېرو درېوو میاشتو کې ماین چاودنو ۲۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

 د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له پیله تراوسه، په افغانستان کې له جګړې څخه د پاتې ناچادو توکو او ماینونو د چادنې له امله څه باندې ۲۰۰ کسان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي. دې کمېټې په یوه ټویټ کې لیکلي څه باندې ۲۰۰ کسان چې نیمايي یې ماشومان دي، د ناچادو توکو او ماینونو د چاودنې له امله مرګ‌ژوبله وراوښتې.

د هبت‌الله اخند‌زاده وروستی فرمان؛ د تریاکو بیه یوه ورځ کې دوه برابره شوې

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده د یوه فرمان په صادرولو سره په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت بندیز ولګاوه، د هېواد په سوېلي ولایتونو کې د نشه‌يي توکو یو‌شمېر کاروباریان وايي چې د یاد فرمان له صادرولو راهیسې د نشه‌يي توکو بیې دوه برابره شوې دي.

توماس وېسټ له کرزي سره د ښوونځیو پر بیاپرانستلو خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانکړی استازی وایي چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې د نجونو ښوونځیو پر بیاپرانستلو او د افغانستان د راتلونکې د ټاکلو لپاره د یوه مشورتي پروګرام د جوړولو اړتیا په اړه خبرې کړې دي.  د نوموړي په وینا، له میلیونونو کورنیو سره یوځای کېږي چې د اسلامي امارت له پرېکړې څخه خپله ژوره ناهیلي څرګنده کړي.

شنونکي: د ا.ا د بهرنۍ تګلارې نه ‌موجودیت، پردیو لاسوهنو ته لاره هواره کړې

د پاکستان  لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه اسلام‌اباد کې د امنیتي مذاکراتو په نوم غونډې ته ویلي، که افغانستان سره مرسته ونه ‌شي، نه یوازې د کډوالۍ بحران به زیات شي، بلکې ترهګرو ته به هم فرصت برابر شي چې غښتلي او ان د سپتمبر د ۱۱مې پېښې په څېر به بله پېښه رامنځته شي.

هبت‌الله اخند‌زاده: هېواد کې د کوکنارو او نورو نشه‌يي توکو کښت بند دی

د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده د یوه فرمان په صادرولو سره په ټول هېواد کې د کوکنار او نورو هر ډول نشه‌يي توکو پر کښت بندیز اعلان کړی دی.

په دغه فرمان کې راغلي چې له دې وروسته په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت په مطلقه توګه منع اعلان شوی او څوک نشي کولای چې د کښت هڅه یې وکړي.