
روزګان کې پر خلکو محدودیتونه؛ د اختر نمانځنه پیکه شوې
دا لومړی اختر دی چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د هېوادوالو له خوا لمانځل کېږي، خو په ځینو ولایتونو کې د تېر په څېر د کوچني اختر لمانځنه نه کېږي او د خلکو چمتووالی هم پیکه شوی دی.

دا لومړی اختر دی چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د هېوادوالو له خوا لمانځل کېږي، خو په ځینو ولایتونو کې د تېر په څېر د کوچني اختر لمانځنه نه کېږي او د خلکو چمتووالی هم پیکه شوی دی.

د ژورنالیستانو د فدراسیون او د افغانستان رسنیز بنسټونه نن د مطبوعاتو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د کاري خونديتوب د نشتون او د افغان خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي د زياتواتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپل ټویټرپاڼه د هېواد ټولو رسنیو ته د دې ورځې مبارکي ویلې ده. مجاهد لیکلي چې د هېواد رسنۍ د قوانینو په چوکاټ کې په ازاده توګه فعالیت لري او اسلامي امارت یې ملاتړ کوي.

د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو ډله د مطبوعاتو د ازادۍ نړېوالې ورځې په مناسبت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ازادي ټولو ټولنو لپاره حیاتي ده. دې ډلې ویلي، د اسلامي امارت تر والکې لاندې د خبریالانو او رسنیو د حقونو پر تضییع خواشیني دي او له هغو خنډونو خبر دي چې په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې ورسره مخ دي.

د بېپولې خبریالانو سازمان اعلان کړی چې «افغانستان د ۲۰۲۲ کال د رسنیو د ازادۍ» په نوملړ کې ۳۴ خانې ته راټیټ شوی دی.

کاناډايي چارواکي وايي چې په افغانستان کې د ا.ا له واکمنېدو وروسته یې، په دغه هېواد کې له ګواښ سره مخ ۱۲۵۰۰ افغانان خپل هېواد ته لېږدولي دي.

د بښنې نړیوال سازمان نن د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل ټویټر کې لیکلي چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ازادې رسنۍ د سقوط په حال کې دي.

د افغانستان برښنا شرکت وایي، تخنیکي ډلو یې د کوچني اختر په ورځو کې هم په سوېلي سالنګ کې د نړل شویو ستنو پر اساسي رغونې خپل کار ته دوام ورکړی.

افغانستان کې د وروستیو خونړیو بریدونو ته په پام، د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف وايي چې امریکا داعش څخه په استفادې، افغانستان کې وروستیو ترهګریزو بریدونو کې لاس لري. محمدباقر قالیباف ویلي چې اسلامي امارت هم افغانستان کې د امنیت ټینګښت په برخه کې پاتې راغلی دی.

پاکستاني رسنیو په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د استازي منیر اکرم له قوله راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر خاوره د پاکستان د هوايي بریدونو پر وړاندې د افغانستان شکایت رد کړی دی.

د افغان ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د یوشمېر اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره لیدلي او ویلي یې دي چې په دې لیدنه کې هوکړه شوې، څو «اسلامي نړۍ د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړي.» امیري پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، د اسلامي امارت سیاستونه ښځې او نجونې له زدهکړو او کار څخه محروموي.

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر په مناسبت په خپل ویډیویي پیغام کې چې په فیسبوک کې په ژوندۍ بڼهخپور شو ویلي چې افغانستان د تاریخ په تر ټولو بد حالت کې دی او اړتیا ده چې موږ ټول یو بل ومنو او د نورو ناخوالو د مخنیوي لپاره پهګډه کار وکړو.

د اسلامي امارت مشر هبتالله اخندزاده د کندهار په عیدګاه جومات کې د کوچني اختر لمونځ ادا کړ. هغه د اختر لمانځه تر ادا کولو مخکې د اختر د رارسېدو په مناسبت په یوه وینا کې په هېواد کې د «اسلامي نظام د ټينګښت، د امنيت او ازادۍ د تامين» مبارکي ورکړه.

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي د کوچني اختر په مناسبت پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې د افغانانو لپاره به ژمن او د يوه ملاتړ کوونکي په توګه پاتې شي.

د روژې په میاشت کې په ځانګړې توګه په وروستیو ورځو کې پرله پسې چاودنو هېوادوال اندېښمن کړي. د پلازمېني اوسېدونکي وايي، پرله پسې چاودنو وېرولي او د دې تمه هم نه لري چې امنیتي وضیعت به سم شي.

د مې درېیمه په نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ د ورځې په توګه لمانځل کېږي. دغه ورځ نن په کابل کې هم د یوناما په دفتر کې د ملګرو ملتونو د استازو او د افغانستان د رسنیو د ټولنې د غړو په حضور کې ونمانځل شوه. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، مټه نوډسن په دې غونډه کې وويل چې د بيان د ازادۍ تضمین د مذاکرې وړ نه دی.