Asset 1SWN

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ د ملګرو ملتونو سازمان مرستیالې: د بیان د ازادۍ تضمین د مذاکرې  وړ نه دی

د مې درېیمه په نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ د ورځې په توګه لمانځل کېږي. دغه ورځ نن په کابل کې هم د یوناما په دفتر کې د ملګرو ملتونو د استازو او د افغانستان د رسنیو د ټولنې د غړو په حضور کې ونمانځل شوه. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، مټه نوډسن په دې غونډه کې وويل چې د بيان د ازادۍ تضمین د مذاکرې وړ نه دی.

هغې په افغانستان کې د ازادو رسنیو او افغان خبریالانو په وړاندې د شته ګواښونو په اړه  ژوره اندیښنه څرګنده کړه او وې‌ ویل چې په دغه هېواد کې ازادې رسنې تر برید لاندې دي.

مېرمن نوډسن وویل: « د بیان ازادۍ تضمین د مذاکرې وړ نه دی. نه شو کولی له هغه څخه د چانه‌زني ابزار په توګه استفاده وکړو.» نوډسن زیاتوي د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د تېرو لسیزو لاسته راوړنې چې په ډېرو  سختیو لاسته راغلې وې له منځه ولاړې.»

نوډسن وایي، اسلامي امارت باید خبریالانو ته د رسېدنې لپاره  خپلې هڅې زیاتې کړي او د تېرو لاسته راوړنو د ساتنې په برخه کې دې اړین اقدامات وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغې زیاته کړه، د افغانستان رسنیزه ټولنه چې یو کال مخکې  وروستیو دوو لسیزو کې د هېواد تر ټولو لویه لاسته راوړنه ګڼل کېده اوس خپل دوام لپاره مبارزه کوي. مټه نوډسن ټینګار کوي چې یوناما په افغانستان کې د ازادو او خپلواکو رسنیو ترڅنګ ولار دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې د خپلو خبرو پر مهال وویل چې پر ازادو رسنیو بریدونه شوي، خبري اژانسونه تړل شوي، خبریالان خپلې دندې له لاسه ورکړي، یوشمېر خبریالانو هېواد پریښی، خو پاتې نور خبریالان له نامعلوم راتلوونکي سره مخ دي.

 د بې‌پولې خبریالانو سازمان د اطلاعاتو پر بنسټ د تېر ۲۰۲۱ میلادي کال د اکتوبر د ۱۵ مې وروسته افغانستان کې ۴۰ سلنه رسنۍ ټړل شوي او ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

میرمن نوډسن وویل چې د خپلسر نیونو او غیر انساني چلن راپورونه ویرونکي دي او تر ټولو دروند بار د ښځینه خبریالانو په اوږو دی.

غوڼده کې په افغانستان کې د بشري وضعیت د ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بنت د افغانستان د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د ورځ تر بلې محدودیتونو زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د اسلامي امارت له چارواکو یې وغوښتل چې ازادې او خپلواکې رسنۍ په رسمیت وپېژني او هغوی ته درناوی وکړي.

ریچارډ بنت وویل: « په خواشینې سره دغه فضا تنګه شوې ده او د رسنیو ازادي په دوامدار ډول تربرید لاندې ده. په لسګونو خبریالان زنداني شوي، فزیکي بریدونه پرې شوي دي، ډارول شوي او ناسم چلند ورسره شوی دی او په ځینو مواردو کې وژل شوي او تري تم شوي دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د افغانستان د رسنیو ټولنې او د رسنیو د ملاتړ بنسټونو غړي له اسلامي امارت څخه غواړي چې د یو مشخص قانوني مرجع او د قانون په جوړولو سره دې د نورو ادرسونو له خوا د رسنیو پر فعالیتونو د فشار مخه ونیسي.

خپلواک صافي د افغانستان د رسنیو ټولنې د غړو په استازيتوب خبرې وکړې. هغه وایي چې اسلامي امارت باید د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حل په موخه باید یو خپلواک او با صلاحیت کمېسیون جوړ کړي چې نه یوازې د رسنیو له کړنو څارنه وکړي بلکې له چارواکو څخه د رسنیو له خوا شویو شکایتونو ته هم رسېدنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخوند د کوچني اختر په مناسبت د بیان د ازادۍ په اړه په خپل پیغام کې ویلي چې دوی د بیان ازادۍ ته هم د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ژمن دي او د “سالمو او مثبتو” خپرونو ملاتړ کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام