شنونکي: د حکومت او ولس ترمنځ واټن هېواد کې د ناامنۍ لامل شوی

بېګاه شپه په ننګرهار کې یوې دیني مدرسې ته لاسي بم وراچول شوی چې له امله یې ۸ زده‌کوونکي ټپیان شوي دي. دا په هېواد کې وروستۍ او  تازه امنیتي پېښه ده چې په اړه یې راپور ورکول کېږي. د دې ترڅنګ پرون پر کابل څو راکېټونه ویشتل شوي چې ویل کېږي موخه یې د علماوو لویه غونډه وه.

ایران دغه هېواد کې د ناقانونه کډوالو د ایستلو بهیر پیلوي

ایراني چارواکو ویلي چې سر له نن څخه به هغه کډوال له دغه هېواد څخه باسي چې په ناقانونه توګه ورغلي دي.

مجید میراحمدي همداراز ویلي، هغه کسان چې ناقانونه کډوال یې ایران کې پر کار ګومارلي، هغوی ته به له درېوو تر شپږو میاشتو زنداني کېږي او نغدي جریبه به هم ورکوي.

هبت‌الله اخندزاده: «د هېڅ هېواد غوښتنې نه منو، که اټوم بم هم پر موږ وکاروي»

د اسلامي امارت مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده نن د علماوو په ستره غونډه کې چې د سرپرست حکومت له خوا د لویې جرګې په خېمه کې جوړه شوې او درې ورځو لپاره دوام کوي ګډون او وینا وکړ. دا غونډه په غږیزه بڼه په دولتي رسنیو کې خپره شوه.

د افغانستان د علماوو غونډه؛ ښاریان: بې‌‌پایلې ده

د افغانستان د علماوو ستره غونډه نن په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې پیل شوه او ټاکل شوې چې دوه ورځې دوام وکړي. په همدې حال کې یوشمېر هېوادوال سلام‌وطندار سره په خبرو کې وایي چې د جمهوري نظام تېرو جرګو ته په کتو د افغانستان د علماوو دا ستره غونډه هم کومه پایله نه لري.

شنونکي: د ا.ا پر وړاندې د امریکا تګلاره کې نرمښت راغلی

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي توماس وېسټ په مشري پلاوی نن دوحه کې د ا.ا له چارواکو سره ګوري. ټاکل شوې دواړه لوري د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې، اقتصادي ثبات، بشري‌حقونو، له ګواښ سره مخ کسانو په خوندي وتلو، د نجونو ښوونځیو پر پرانېستلو او نورو مسلو خبرې وکړي.

د ا.ا یو پلاوی د سرحدي ستونزو د حل په موخه ایران ته تللی

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د اسلامي امارت یو پلاوی د افغانستان او ایران ترمنځ په پوله‌ کې د اختلافي مسایلو د حل په موخه دغه هېواد ته ورغلی دی. له سعدالله بلوچ سره په دغه پلاوي کې د دفاع، کورنیو چارو، انرژۍ او اوبو، بهرنیو چارو او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو ۱۴ کسان ملتیا کوي.

حنفي: د «علماو سترې ناستې» ګډونوال د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب کوي

له څو اوونیو جنجالونو وروسته بالاخره نن د اسلامي امارت مسوولانو د «علماو سترې غونډې» دقیقه نېټه اعلان کړه. د رییس‌الوزرا دویممرستیال عبدالسلام حنفي نن د لویې جرګې په خېمه کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې سبا (پنجشنبه) د «علماو ستره غونډه» جوړېږي.

افغانستان کې د ډبرو سکرو د کانونو نامسلکي کیندنه؛ ۷۰سلنه ضایع کېږي

هېواد کې د ډبرو سکرو یوشمېر کارپوهان او کاروباریان وايي، د ډبرو سکرو کیندنې په نامسلکي توګه ترسره کېږي چې له امله یې د ډبرو سکرو ډېری برخه ضایع کېږي. په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت‌الله برهان د ډبرو سکرو کانونو کې نامسلکي کېندنې او ضایعات ردوي.