
کارپوهان: ا.ا باید پاکستان سره سوداګریزو تړونونو کې له جدیت کار واخلي
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد یو پلاوی د اسلامي امارت له چارواکو سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ، لېږد رالېږد او د ډبرو سکرو د لېږد په تړاو د خبرو لپاره کابل ته راځي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد یو پلاوی د اسلامي امارت له چارواکو سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ، لېږد رالېږد او د ډبرو سکرو د لېږد په تړاو د خبرو لپاره کابل ته راځي.

د چارو یوشمېر شنونکي وايي چې واک ته د اسلامي امارت له بیارسېدو نږدې یوولس میاشتې تېرېږي، خو لا هم اوسنی سرپرست حکومت نه دی توانېدلی چې په اقتصادي او ښې حکومتولۍ برخه کې لاسته راوړنې ولري. د شنونکو په باور، نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو او د خلکو غوښتنو ته د اسلامي امارت د مشرانو نه اطاعت، د دې لامل شوی چې افغانستان د انزوا لور ته لاړ شي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد یو پلاوی د اسلامي امارت له چارواکو سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ، لېږد رالېږد او د ډبرو سکرو د لېږد په تړاو د خبرو لپاره نن کابل ته راځي. د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان همداراز هوډ لري چې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د لېږد بهیر شپه او ورځ شي.

د فاریاب د امنیې قومنداني د جنايي جرمو پروړاندې د مبارزې مدیریت مسوولان وايي، د ا.ا د سرپرست حکومت د لومړنیو ورځو په پرتله په وروستیو میاشتو کې دغه ولایت کې جنايي پېښې د پام وړ راکمې شوې دي. د فرقاني په وینا، د ا.ا د سرپرست حکومت په لومړیو میاشتو کې د جنايي پېښو ګراف له ۸۰سلنې څخه ۲۵سلنې ته راښکته شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني پرون خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په صبریو ولسوالي کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي. هغه یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې سره د مثبتو او مشروع اړیکو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ګلډمن ساکس یوټیوب چینل سره په مرکه کې ویلي، امریکا له اسلامي امارت د ګډ کار کولو څرنګوالي برخه کې له ننګونو سره مخ دی او تراوسه یې ورته د حل لاره نه ده پیدا کړې.

د سلام افغانستان رسنیزې موسسې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د درسي انګېزې او راتلونکې ته د زدهکړیالانو د انګېزې کچې په اړه د خپلې یوې تازه سروې پایلې نن د یوه خبري ناستې په ترڅ کې ډاګیزې کړې. دغه سروې د روان کال په غويي او غبرګولي میاشتو کې ترسره شوې ده.

د سلام افغانستان رسنیزې موسسې (سلاموطندار راډیو) د اسلامي امارت له واکنمېدو وروسته کاري او د زدهکړو راتلونکې ته د زدهکړیالانو د درسي انګېزې او هیلهمندۍ کچې ارزونې په موخه د روان کال په غويي او غبرګولي میاشت کې یوه سروې ترسره کړې چې موخه یې هېواد کې د سیاسي تحولاتو وروسته په یادو شویو برخو کې د بدلون کچې معلومول دي.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ د امریکا کانګرېس د دغه هېواد دفاعي بودیجه تصویب کړي، خو د امریکا د استازیو جرګه به یوه داسې طرحه هم تایید کړي چې له مخې به یې، افغانستان سره د دغه هېواد د دفاع وزارت یا پنټاګون پر هر ډول مرستو بندیز ولګېږي.

له شاوخوا دوه اوونیو راپدېخوا د پکتیا مرکز ګردېز په ګډون په زرمت، احمدابا، سیدکرم او ځینې نورو ولسوالیو کې د سختو سېلابونو او ږلۍ له امله خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

په لغمان کې ولسي سرچينې وايي چې بېګاه شپه د دغه ولایت په قرغیو ولسوالي کې ناپېژنده وسلهوالو د يوې کورنۍ دوه غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. په ورته مهال د لغمان محلي مسوولان هم تاییدوي چې دغه ولایت کې د یوه وسلهوال برید پرمهال د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په کابل کې د دغه هېواد څلور زدهکړیالان له لوی اختر راپدېخوا نادرکه شوي دي.

په کندوز کې محلي او امنیتي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې بېګاه شپه شاوخوا ۱۰ د ا.ا ځواکونو د دغه ولایت د امام صاحب ولسوالي په «قنجغه عربیه» سیمه کې د داعش پر پټنځای برید کړی دی.
د سرچینې په وینا، د دواړو لوریو ترمنځ نښته د سهار تر درېوو بجو روانه وه. سرچینې زیاته کړه چې په دغه نښته کې درنې او سپکې وسلې کارول شوي دي.

د نړیوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۲ کال لپاره د جنسیتي نړیوال شاخص په اړه تازه رپوټ کې ویلي، د نارینهوو تر واک لاندې او محافظه کاره ټولنه کې د ښځو لپاره د مناسب فرصت نهشتون له امله افغانستان نړۍ کې د جنسیتي ناانډولۍ تر ټولو ټیټه کچه کې دی. ا.ا بیا ویلي، ښځې د ټولنې بېلابېلو برخو کې د پام وړ فعالیت لري.

ناپېژنده وسلهوالو بېګاه شپه په کابل ښار کې دیني عالم او د سلفي علماوو رییس سردار ولي ثاقب په خپل کور کې وژلی دی.

د مرکز پلعلم ښار اوسېدونکي وایي چې بېګاه شاوخوا ۸:۳۰ د پلعلم ښار د «ښاروال څلورلارې» کې ناپېژنده وسلهوال یوې نانوايي ته ننوتي او څلور کسان یې وژلي دي.
د پېښې یوه عیني شاهد محمدجاوید سلاموطندار ته ویلي چې په دغه پېښه کې درې وروڼه ځای پر ځای وژل شوي او د نانوايي یوه شاګرد روغتون په لاره ساه ورکړې ده.