د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د ګلډمن ساکس یوټیوب چینل سره په مرکه کې ویلي، امریکا له اسلامي امارت د ګډ کار کولو  څرنګوالي برخه کې له ننګونو سره مخ دی او تراوسه یې ورته د حل لاره نه ده پیدا کړې.

د خلیل‌زاد په وینا، لا هم د اسلامي امارت له لوري د دوحې تړون ځینې برخې نه دي عملي شوي او باید عملي کړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغان سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي همداراز ټينګار کړی چې امریکا نه غواړي افغانستان انزوا ته لاړ شي او اسلامي امارت باید د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو او بشري حقونو خوندیتوب لپاره هڅې وکړي.

نوموړي ویلي: «کله چې موږ افغانستان کې خپل سفارت وتاړه، په دې فکر کې شو چې ا.ا سره څه وکړو. اوس هم دا پوښتنه ده چې له دوی سره څه وکړو، غېږ کې یې ونیسو او که فشار پرې راولو، څو د بشر او ښځو حقونو ته درناوی وکړي او د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو پر لور ګام واخلي. تراوسه مو لار ورته نه ده موندلې.»

هڅه مو وکړه چې د زلمي خلیل‌زاد د څرګندونو په اړه د اسلامي امارت د مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو بریالي نه‌شو. په همدې حال کې د چارو یو‌شمېر شنونکي وايي چې د زلمي خلیل‌زاد وروستۍ څرګندونې د افغانستان په اړه د امریکا د ستړیا ښکارندوینه کوي.

د چارو شنونکی مصطفی علي‌زاده وايي چې د خلیلزاد څرګندونې یوازې پارونکي دي او په شته وضعیت به هېڅ اغېز ونه‌کړي.

نوموړي وویل: «زه فکر کوم چې خلیل‌زاد د یوې مهرې په څېر دی. که چېرته د دوی په مخکینۍ دوره کې په سمه توګه کار کړی و، افغانستان به په اوسنیو کې شرایطو کې نه و.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو نږدې یوولس میاشتې تېرېږي، خو لا هم تراوسه کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام