د کابل پرونۍ چاودنه کې ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۳ ټپیان دي

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ سلام‌وطندار ته ویلي چې د پلازمېنې د ۱۷ امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې سیمې په یوه جومات کې د پرونۍ چاودنې پرمهال ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

په ورته مهال د الجزیرې خبري شبکې بیا د کابل د یوې امنیتي سرچینې له قوله راپور ورکړی چې په دغه چاودنه کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

د بشرحقونو څار بنسټ م.م ته: د ا.ا د چارواکو پر سفر د بندیز معافیت باید تمدید نه شي

د بشري‌حقونو څار بنسټ، د جورج ټاون پوهنتون د ښځو او سولې موسسې او ځینو نورو بنسټونو پرون سپینې ماڼۍ ته یوه وړاندیز کې غوښتنه وکړه چې د ا.ا د چارواکو پر سفر د بندیز معافیت لغوه کړي. هغې وویل، د یادې پرېکړې په عملي‌کېدو سره به ا.ا ته وښودل شي چې افغانستان کې یې د ښځو او بشري حقونو پر وړاندې کړنې منفي دي.

دفاع وزارت: مولوي مهدي مجاهد مو هرات کې وواژه

د دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي مهدي مجاهد یي ایران سره پولې ته نږدې د هرات ولایت په یوې سرحدي سیمه کې وژلی دی. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، مولوي مهدي مجاهد غوښتل چې له هېواده  بهر وتښتي، خو د سرحدي ځواکونو له لوري په نښه او وژل شوی دی. د مولوي مهدي مجاهد کورنۍ تراوسه د نوموړي د وژنې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت شورا د منشور اعلان؛ ا.ا: غبرګون نه لرو

د ا.ا د بیاواکمنېدو یوه کال پوره‌کېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت شورا چې د یوشمېر افغان سیاسي څېرو له لوري رامنځته شوې، څو ورځې وړاندې د انلاین غونډې له لارې خپل منشور اعلان کړ. د دې شورا غړی همایون خیري سلام‌وطندار ته ویلي، د اوسني حکومت پر وړاندې به ۱۶ کاري کمېټو کې فعالیت ته دوام ورکړي.

بلال کریمي: امریکا په ناقانونه توګه د افغانستان شتمني کنګل کړې

د امریکا ولسمشر جو بایډن شاوخوا درې اوونۍ وړاندې ادعا وکړه چې کابل کې یې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د یوه هوايي برید پرمهال وژلی دی. که څه هم د ا.ا حکومت په رسمي توګه تراوسه په دغه هوايي برید کې د ایمن‌‌الظواهري مړینه نه‌ده تایید کړې، خو بیا یې هم پر افغانستان ناوړه پایلې د راڅرګندېدو په حال کې دي.

افغانستان کې د پولیو تر ټولو ټيټه کچه؛ روان کال کې یوه پېښه ثبت شوې

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا نن سه شنبه په یوه خپور کړي راپور کې ویلي، افغانستان کې د ماشومانو د ګوزنډ یا پولیو ناروغۍ پېښې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې دي. دغه بنسټ زیاته کړې چې افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال پرمهال د پولیو څلور او په ۲۰۲۰ کال کې بیا ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

یعقوب مجاهد: واخان د افغانستان سر دی او خوندي به وي

د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د ا.ا د واکمنۍ لومړۍ کلیزې په اړه جوړه شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، واخان د افغانستان سر دی او تر څو چې دوی وي، افغانستان به خوندي وي. نوموړي وویل: «واخان د افغانستان لپاره د سر حیثیت لري، څو چې موږ پورې سرونه وي، افغانستان به خوندي وي.»

امیرخان متقي: افغانستان کې بې‌ثباتۍ ته لمن وهل به نړۍ ته بې‌ګټې وي

امیرخان متقي چې پر افغانستان د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو د لومړۍ کلیزې په اړه جوړې شوې نمانځغونډې ته وینا کوله همداراز زیاته کړه چې افغانستان کې بې‌ثباتۍ ته لمن وهل د چا په ګټه نه ده او په وینا یې، نړیوال باید د بندیزونو پرځای له افغانستان سره همکاري وکړي.

د ا.ا د واکمنۍ یو کال؛ دې موده کې پر افغان ښځو څه تېر شول؟

د ا.ا بیاواکمنېدو راهیسې افغان ښځې لاهم له ګڼو محدودیتونو او یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د بشري‌حقونو څار بنسټ وايي، تېر یو کال د افغان ښځو لپاره وحشتناک کال و. د بشرحقونو څار بنسټ اړوند د ښځو څانګې د مدیر مرستیاله هیدر بار سلام‌وطندار ته ویلي، په تېر یوه کال کې د ا.ا کړنو دا وښوده چې ښځې عمومي ژوند کې ځای نه لري.

بالامردیان دوه اوونۍ په اور کې؛ د جوزجان والي: پېریان د خلکو کورونه سوځوي

د جوزجان د فیض‌اباد ولسوالي د بالامردیان کلي کې د اورلګېدنې دوه اوونۍ وروسته د یاد ولایت محلي ادارې د خپرو شویو اوازو په لړ کې وايي، دوی له څېړنو وروسته موندلې چې پېریان دې سیمه کې د خلکو کورونو ته اور اچوي. مسوولان همداراز وايي، د اور د خپرېدو چټکتیا دومره ډېره ده چې دوی یې په مهارولو کې پاتې راغلې دي.