
ضمیر کابلوف: کابل کې مو د سفارت امنیتي تدابیر زیات شوي
وروسته له هغې چې تېره اوونۍ کابل کې د یوه ځانمرګي برید پرمهال د روسیې دوه ډيپلوماټان ووژل شول، د دغه هېواد چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې یې د سفارت د امنیت ټینګښت لپاره تدابیر زیات شوي دي.

وروسته له هغې چې تېره اوونۍ کابل کې د یوه ځانمرګي برید پرمهال د روسیې دوه ډيپلوماټان ووژل شول، د دغه هېواد چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې یې د سفارت د امنیت ټینګښت لپاره تدابیر زیات شوي دي.

کندهار کې یوه سرچینه وايي چې د حکومت د سرپرستې کابینې یوشمېر غړي د ا.ا د مشر هبتالله اخندزاده سره پر ځینو ملي او مهمو مسایلو د خبرو لپاره دغه ولایت ته تللي دي. سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته ویلي، له تېرو درېوو ورځو راهیسې د سرپرستې کابینې ۱۶ چارسمبالي وزیران دغه ولایت کې دي.

روزګان کې د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر ښوونځیو ته د نجونو زدهکوونکو د تلو په اړه پرونۍ څرګندونې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د پوهنې وزارت سرپرست دغه ولایت ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې کورنۍ نهغواړي اوسنیو شرایطو کې خپلې لوڼې ښوونځیو ته ولېږي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار د دغه هېواد کانګرېس ته په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان ګاونډیو د ځینو اندېښنو له کبله دغه هېواد سره خپله سوداګري او ټرانزیټ محدود کړی. سیګار په دغه راپور کې ویلي، د ا.ا له واکمنېدو راهیسې افغانستان ته د توکو د لېږد رالېږد کچه له ۴۰ تر ۵۰سلنې کمه شوې ده.

د افغان رسنیو او خبریالانو یوه ملاتړي بنسټ «کابل پرېسکلب» پکتیا کې له خبریالانو سره د ا.ا د پروني چلن او خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالي غبرګون کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې ته اعتراضیه لیک استولی دی.
د کابل پرېسکلب ادارې یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په تېره یوه میاشت کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۹ قضیې ثبت کړې دي.

د سلاموطندار خبریال محمدداوود مبارکاوغلو نن د کابل دشتبرچي کې د بېګانیو چاودنو ځای ته ورغلی او هلته یې د غبرګو چاودنو د جزیاتو ترڅنګ، له خلکو سره د هغوی پر حال غږېدلی دی.

وروسته له هغې چې پکتیا کې د ښوونځیو مدیرانو او خلکو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو ځینې پرانېستل شوي ښوونځي پرون بېرته وتړل شول، نجونو زدهکوونکو یې په غبرګون کې لاریون وکړ. پکتیا کې له نږدې دوو اوونیو وروسته د ښوونځيو بېرته تړلکېدو او د نجونو لاریون په کور دننه او بهر ګڼشمېر غبرګونونه له ځان سره لرلي دي.

د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر نن روزګان کې د یوې غونډې پرمهال ویلي، اوسنیو شرایطو ته په پام خلک نه غواړي چې خپلې ۱۶کلنې لوڼې ښوونځيو ته واستوي.
نوموړي زیاته کړه چې هڅه کوي ډېر ژر د نجونو لپاره شرایط برابر کړي، څو وکولای شي په خوندي چاپېریال کې خپلې زدهکړې وکړي.

د ملي دفاع وزارت د جلب او جذب قومنداني مسوولان پنجشېر کې د ا.ا د پوځ لیکو ته د ځوانانو د جذبولو بهیر له پیل څخه خبر ورکوي. د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملکزاده د دغه ولایت د جلب او جذب قومندان حسنالبنا حدید له قوله ویلي، د دغه بهیر له پیله تر دا مهاله د پنجشېر لسګونه ځوانان د ا.ا د پوځ لیکو ته جذب شوي.

د کابل امنیې قومانداني سلاموطندار ته تایید کړه چې د کابل ښار د اتلسمې حوزې اړوند سیمه کې چاودنه شوې ده.
د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران وایي، د لومړنیو جزیاتو له مخې، چاودنه پر یوه بایسیکل د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله شوې ده.

د ملي دفاع وزارت وايي، یوه بلکهاک امریکايي چورلکه چې نظامیانو د تمرین لپاره الوځولې وه، د دغه وزارت اړوند نظامي پوهنتون په انګړ کې را لوېدلې ده. دفاع وزارت وايي، په دې پېښه کې دوه پیلوټان او یو د چورلکې خدمه وژل شوی او پنځه نور کسان ټپیان شوي، خو د ټپیانو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د پاکستان کراچۍ ښار کې نیول شوي ۳۰۰ افغانان به له نغدي جریمې وروسته خوشې شي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي چې دغو افغان کډوالو پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله پاکستاني پولیسو نیولي چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي.

د دایکندي د استخباراتو ریاست مسوولان وايي چې داعش ډله کې د غړیتوب په تور یې دغه ولایت کې پنځه کسان نیولي دي.

پکتیا نن له شپږم ټولګي پورته د نجونو هغه ښوونځي بېرته وتړل شول چې له څو اوونیو راهیسې د لېسو مدیرانو او ځايي خلکو لهخوا پرانېستل شوي وو. د راپورونو له مخې، نن سهار نجونو هغه مهال چې ښوونځیو څخه ستنې کړل شوې، په لاریون ووتلې. نجونو لاریون کوونکو د لاریون پرمهال د ښوونځیو د بېرته پرانېستو غوښتنه کوله.

د کورنیو چارو وزارت مسوولانو ویلي چې د دغه وزارت امنیتي منسوبینو په کابل کې د ټابلېټK د پلور او قاچاق په تور د یوې مېرمنې په ګډون دوه پاکستانیان چې خور او ورور دي، نیولي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي نن پر ټویټر لیکلي چې پکتیا کې پر منصوري او هلمند کې پر عزم قول اوردوګانو د بریدونو ادعاوې ناسمې دي.