
بدخشان کې یوه کس خپله مخکینۍ مېرمن او خواښې وژلي
بدخشان کې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په کوهستان ولسوالي کې یوه کس خپله مخکینۍ مېرمن او خواښې وژلي دي.
سرچینې زیاته کړې چې پېښه بېګاه شپه ۱۰ بجې د کوهستان ولسوالي په «وخنده» کلي کې رامنځته شوې ده.

بدخشان کې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په کوهستان ولسوالي کې یوه کس خپله مخکینۍ مېرمن او خواښې وژلي دي.
سرچینې زیاته کړې چې پېښه بېګاه شپه ۱۰ بجې د کوهستان ولسوالي په «وخنده» کلي کې رامنځته شوې ده.

د هرات پوهنتون ښځینه زدهکړیالانو کابل کې پر «کاج» ښوونیز مرکز خونړي برید ته په غبرګون کې نن اعتراضیه لاریون وکړ.
لاریون کوونکو نن (یکشنبه، تلې لسمه) د هرات پوهنتون مخې ته د «زدهکړه زموږ حق دی»، «نسل وژنه ودروئ» او «چوپتیا خیانت دی» شعارونه ورکول او پر ښوونیزو مرکزونو د بریدونو د درېدو غوښتنه یې کوله.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد محکمې د پاکستان د مخکیني لومړي وزیر عمرانخان د نیولو امر کړی دی.

یوشمېر ښځې نن د کابل په لوېدیځ دشتبرچي سیمه کې د اعتراض په ډول سړکونو ته راووتلي، څو دغه ځای کې پر یوه ښوونیز مرکز پرونی برید وغندي، خو د اسلامي امارت ځواکونو د اعتراض اجازه ور نهکړه.
د ا.ا ځواکونو په دې سیمه کې خبریالانو ته هم اجازه ور نهکړه چې یاد لاریون ته خبري پوښښ ورکړي.

د بلوچستان د بېلتونپاله بلوڅو (بياِلای) د پوځ ویاند آزاد بلوڅ ادعا کوي چې د پاکستان پنځه پوځیان یې وژلي دي.
د نوموړي په وینا، ځواکونو یې پرون جمعه د بلوچستان ایالت په «کوهلوای» سیمه کې د پاکستان د استخباراتو یو پټنځای الوځولی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما نن ماسپښین پر ټویټر لیکلي چې پر کاج ښوونیز مرکز د پروني برید د قربانیانو کره شمېرو را ټولولو لپاره یې کسان ګومارلي دي.
یوناما ویلي، د پروني برید په اړه وروستۍ شمېرې یې ښيي چې په یاد برید کې ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره افغانستان کې پر ښوونیزو مرکزونو د بریدونو او د زدهکوونکو د امنیت نه خوندیتوب د ناوړه پایلو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده. په اعلامیه کې سولې او امنیت ته د رسېدو لپاره زدهکړو ته د ټولو افغانانو د لاسرسي پر حق هم ټینګار شوی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل دشتبرچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز نننی خونړی برید غندلی او هغه یې د ټولو اسلامي او انساني اصولو سره په ټکر کې بللی دی.

په کاپيسا کې د پژواک خبري اژانس محلي خبريال عبدالحنان محمدي چې له څلورو مياشتو راهيسې د اسلامي امارت د استخباراتو په زندان کې و، نن خوشې شوی دی.

د کابل د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشتبرچي سیمه کې پر «کاج» ښوونیز مرکز د نننۍ مرګوني برید ته د غبرګونونو په لړ کې د افغانستان لپاره د بشريحقونو په چارو کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنټ دغه برید غندلی دی.

هلمند کې د بُست تصدۍ چارواکي وايي چې د ا.ا سرپرست حکومت د بُست دولتي فابریکې لپاره د لس زره ټُنه پنبې یا مالوچو د پېرلو ژمنه کړې ده.

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف نن په کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز برید ته په غبرګون کې ویلي چې پر ښوونیزو مرکزونو بریدونه د منلو وړ نه دي.

د ا.ا ویاند ذبېحالله مجاهد نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز برید یو لوی وحشت دی.
نوموړي لیکلي: «ا.ا د کابل دیارلسمه امنیتي حوزه کې پر کاج ښوونیز مرکز برید یو لوی وحشت بولي او په کلکو ټکو یې غندي. د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.»

د افغانستان لپاره د امریکا شاژدافیرې کرن ډېکر د کابل په لوېدیځ دشتبرچي سیمه کې پر «کاج» ښوونیز مرکز نننی برید غندلی او هغه یې یو شرمناک عمل بللی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا شاژدافیرې په دغه برید کې د قربانیانو کورنیو سره خپله خواږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله ښودلې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ پرون چهارشنبه د تلې شپږمه د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د وینا پرمهال ویلي، اوس مسله دا نه ده چې کورنۍ جګړه به پیل شي، که نه، بلکې مسله دا ده چې جګړه به څه وخت پېښېږي. نوموړي افغانستان کې د کورنۍ جګړې په اړه خبرداری ورکړی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټامس وېسټ وايي، له پخواني جمهوري نظام سره د ا.ا د سولې خبرو پر مهال د کوټې شورا تصمیمنیوونکې وه او په زوره یې واک ته د رسېدو لاره غوره کړه. وېسټ وايي، د دوحې ډلې نه غوښتل چې په زوره واک ترلاسه کړي، خو په وینا یې، د کوټې شورا بریالۍ شوه او په زوره یې واک ترلاسه کړ.