د «سولې او عدالت ملي خوځښت» د موجودیت اعلان وکړ

د «سولې او عدالت ملي خوځښت» سیاسي جریان د یو‌شمېر سیاسي، فرهنګي او د مخکیني حکومت د ځینو څېرو په غړیتوب د موجودیت اعلان وکړ. اتمر زیاته کړې، که افغانستان کې مشروع نظام رامنځته نه‌شي، نه یوازې هېواد کې به ناورین  پراخ شي، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره به هم جدي ستونزې رامنځته کړي.

له حکومتونو ناهیلي؛ روزګانیانو د روزګان‌-‌کندهار لویې لارې رغولو ته مټې رابډوهلې

د کندهار او روزګان اوسېدونکو له کلونو راهیسې د روزګان‌-کندهار لویې لارې چې ۱۷۳ کیلومټره ده، د رغولو لپاره له حکومتونو غوښتي چې یاده لاره ورته ورغوي، خو چا یې غږ نه‌دی اورېدلی.
تازه روزګانیانو د یوه سوداګر بورجان ذهين په مشري را ټول شوي، پیسې یې را غونډې کړي او هڅه کوي تر ژمي مخکې یاده لاره د موټرو تګ‌راتګ ته چمتو کړي.

ذبېح‌الله مجاهد: د نجونو ښوونځي به هرومرو پرانېستل کېږي

د ا.ا د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد د دیني عالمانو په اوومه نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللی، نن یې په یاده غونډه کې وینا کړې ده.
هغه په دې نړیواله غونډه کې ویلي چې افغانستان کې به له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځي هرومرو پرانېستل کېږي.

بغلان کې یوه کس خپله امیندواره مېرمن وژلې

د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې یوه کس نن سهار په دغه ښار کې خپله مېرمن وژلې ده.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د پلخمري ښار د لومړۍ ناحیې اړوند په «بمبه» سیمه کې شوې ده.

د ا.ا د چارواکو پر ویزو بندیز؛ «امریکا خپلو موخو ته د رسېدو لپاره پلمې لټوي»

اسلامي امارت په یوه خبرپاڼه کې د امریکا له لوري یې پر چارواکو د ویزو بندیز پر وړاندې غبرګون ښودلی او دا پرېکړه یې غندلې ده.
په دې خبرپاڼه کې چې د ا.ا د ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر ټویټر خپره شوې لیکل شوي چې امریکا دا پرېکړه پر افغانانو د زړه‌خوږي له مخې نه‌ده کړې، بلکې په وینا یې، امریکا په افغانستان کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره پلمې لټوي.

ولادیمیر پوتین: افغانستان د سیمې لپاره تر ټولو ستره امنیتي ننګونه ده

د روسیې ولسمشر وايي، افغانستان لا هم سیمه کې د یوې سترې امنیتي ننګونې په توګه پر ځای پاتې دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون پنجشنبه د تلې ۲۱مه د قزاقستان پلازمېنه استانه کې د سیکا ناستې په ترڅ کې د وینا پرمهال ویلي، «افغانستان د سيمې لپاره يو له تر ټولو سترو امنيتي ننگونو په توگه پر ځاى پاتې دى.»

بلخ کې نابینایان دوی ته د اسانتیاو نشتون له امله شکایت کوي

د اکټوبر پنځلسمه د ړندو (نابینایانو) له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د دغې ورځې په رارسېدو سره هېواد کې یو‌شمېر نابینایان دوی ته د اسانتیاوو نه‌شتون له امله شکایت کوي.

بلخ کې یو‌شمېر نابینایان شکایت کوي چې ښوونځي یې تړل شوي، په برېل خط لیکل شوي کتابونه‎، کاري او نورې اسانتیاوې ورته نه دي برابرې شوي.

زابل کې د «تورې بند» د جوړېدو چارې پیل شوې

د زابل په مرکز کلات ښار کې د «تورې بند» رغنیزې چارې نن په رسمي توګه پیل شوې. دغه بند چې د رغونې چارې به یې د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي، د ۱۸ میاشتو په موده کې به د ۹۷میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې شپږو میاشتو کې ۱.۴ میلیارډ افغانۍ عواید ټول کړي

د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي چې یادې ادارې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د توکو د لېږد رالېږد له درکه ۱.۴ ملیارډ افغانۍ عواید ټول کړي دي. عبدالسمېع دراني زیاته کړې چې په تېرو شپږو میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ ادارې ۱.۸ میلیون مټریک ټُن توکي انتقال کړي چې په‌کې صادرات او واردات شامل دي.

تګاب کې امربالمعروف: ښځې دې له محرم پرته دوکان کې دننه پېر نه کوي

د کاپیسا د تګاب ولسوالي محلي مسوولانو په تازه‌ګۍ سره د دغه ولسوالي له ښځو غوښتنه کړې چې له شرعي محرم پرته دې په بازار کې د هټیو دننه خپل د اړتیا وړ توکي نه پېري. په همدې حال کې د تګاب یوه بل اوسېدونکي شمیم سلام‌وطندار ته وايي، هټۍ‌وال نشي کولای چې د ښځو د اړتیا وړ ټول توکي له دوکان د باندې کېږدي.

د ا.ا د ځواکونو خپل‌منځي نښته کې د جبل‌السراج جنايي امر وژل شوی

د پروان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د اسلامي امارت ځواکونو په تېروتنه پر یو بل ډزې کړي چې په پایله کې یې د جبل‌السراج ولسوالي جنايي امر د خپل یوه همکار سره وژل شوی دی. د پروان امنیې قومندان همداراز ویلي چې دې نښته کې د اسلامي امارت دوه سرتیري تپیان شوي هم دي.

ریچارډ بنټ له عبدالسلام حنفي سره پر بشري حقونو غږېدلی

ارګ پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې ریچارډ بنټ افغانستان کې د سېکانو او هندوانو په ګډون، د لږکیو د امنیت ټینګښت، د نجونو زده‌کړو، د ښځو حقونو او د رسنیو فعالیت په اړه له عبدالسلامي حنفي سره خبرې کړي او ویلي یې دي چې غواړي افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت وارزوي.

کابل کې د وسله‌والو غلاوو زیاتوالی؛ «داسې ورځ نشته چې غله دې خلک ونه لوټي»

که څه هم امنیتي ادارې هېواد کې د سل سلنه امنیت ټینګښت ډاډ ورکوي، خو کابل ښاریان د وسله‌والو غلاوو د زیاتېدو په اړه شکایت کوي.
یوشمېر هغو کسانو چې وسله‌والو غلو لوټلي، سلام‌وطندار ته ویلي، داسې ورځ نشته چې وسله‌‌وال غله دې په کابل ښار کې څو کسان ونه لوټي.