خبریالانو سره د زورزیاتي ۲۰۰ پېښې؛ یوناما: افغانستان کې رسنۍ ګواښ سره مخ دي

نن د نوامبر دویمه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسېدو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي یا «یوناما» اندېښنه ښودلې چې افغانستان کې رسنۍ له ګواښ سره مخ دي. یوناما د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې او افغانستان کې یې له خبریالانو څخه پر دفاع ټینګار کړی دی.

کابل کې چاودنه؛ د کلیو او پراختیا وزارت اته کارکوونکي ټپیان شوي

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ سلام‌وطندار ته ویلي
چې نن چهار‌شنبه د لړم یوولسمه د کلیو او پراختیا وزارت د کارکوونکو پر موټر چاودنې د یاد وزارت اته کارکوونکي ټپیان کړي دي.

چاودنه نن سهار د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند «کارته‌ مامورین» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د «هاګ» نړیواله محکمه افغانستان کې جګړه‌ییز جنایتونه څېړي

افغانستان چې له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې په کورنیو او له بهره پرې تپل شویو جګړو کې سوځي، میلیونونه وګړو ته یې په دغو جګړو کې مرګ‌ژوبله اوښتې یا هم په‌کې معلول شوي دي. د جګړو ښکېلو لوریو ډېر جګړه‌يیز جنایتونه کړي، خو د سیاسي او نورو مصلحتونو له مخې یې عاملان د محکمې مېز ته نه‌دي را کش شوي.

امیرخان متقي: هغوی چې بهر سیاسي اېتلاف جوړوي، د غلامۍ زنځیر غاړه کې اچوي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د دوشنبې ورځ په کابل کې د استخباراتو عمومي ریاست قطعاتو ته د یونیفورم وېشلو غونډه کې ویلي، هغه کسان چې له افغانستانه بهر سیاسي اېتلاف جوړوي، د غلامۍ زنځیر غاړه کې اچوي. متقي ویلي چې «د اسلامي امارت د نظام پیاوړتیا، د افغانستان ژغورنې یوازینۍ لاره ده.»

کابل کې معترضې ښځې: نړیواله ټولنه دې مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړي

یوشمېر افغان ښځې نن دوشنبه د لړم نهمه د کابل ښار «شهرنو پارک» کې له دولتي ادارو او د کار بازار څخه د ښځو حذفولو په غبرګون کې اعتراض وکړ.

یادو معترضو مېرمنو چې د اعتراض پرمهال خپل تحصیلي سندونه نندارې اېښي وو، وویل چې له یوه کال راهیسې ورته د کار اجازه نه ده ورکړل شوې.

د ا.ا د ځواکونو له ناسم چلن څخه د خلکو شکایت

د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ځانګړې ادارې یا سیګار مشر ویلي، افغانستان کې د مسلکي پولیسو نه موجودیت لامل شوی چې له ښځو سره ناسم چلن وشي.
د دې ادارې رییس جان سوپکو ایټالیا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال، د اسلامي امارت غړي خپل‌سري بللي او هغوی یې له نجونو او ښځو سره پر نامسلکي چلن تورن کړي دي. بله‌خوا یوشمېر افغانان هم شکایت کوي چې پولیس ورسره پر لویو لارو او ښار کې مسلکي چلن نه کوي.

حکومت د کابل په لوېدیځ کې خلک د امنیتي کمرو لګولو ته اړ کړي

د کابل په لوېدیځ د دشت‌برچي سیمې یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې سرپرست حکومت دوی د خپلو کورونو د دروازو پر سر د امنیتي کمرو لګولو ته اړ کړي دي.

د دشت‌برچي اوسېدونکی عبدالهادي امیني سلام‌وطندار ته وايي چې حکومت د یادې سیمې یو‌شمېر اوسېدونکي اړ کړي، څو د خپلو کورونو دروازو او ودانیو پر سر امنیتي کمرې فعالې کړي.

اسلامي امارت ایران کې پر زیارت کوونکو د داعش ډلې برید غندلی

د اسلامي امارت سرپرست حکومت د ایران د شېراز شاه‌شجاع زیارت کې پر زیارت کوونکو د داعش ډلې برید په کلکو ټکو غندلی او هغه یې «وحشیانه» عمل بللی دی. نوموړي لیکلي: «متأسفانه چې تکفیري فتنه ګرو په افغانستان کې هم څو ځله بې ګناه خلک په نښه کړي، هغوی د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي.»

هېواد کې د هدفي وژنو د زیاتوالي په اړه د خلکو اندېښنې

که څه هم د ا.ا سرپرست حکومت هېواد کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي، خو په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د هدفي وژنو پېښې زیاتې شوې دي. د یادو هدفي وژنو د پېښو زیاتېدو په لړ کې پرون چهارشنبه د لړم څلورمه د دوو جلا پېښو پرمهال د ناپېژنده کسانو له لوري ننګرهار او بلخ کې یو سوداګر او زوی یې او یو ډاکټر وژل شوي دي.

 لوګر کې د یوې مېرمنې جسد موندل شوی

 د لوګر د امنیې قومنداني مسوولان وایي چې پرون چهارشنبه د محمداغې ولسوالي په «دهنو» سیمه کې د یوې مېرمنې جسد موندل شوی چې په مرموز ډول وژل شوې ده.

د لوګر د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلام وطندار ته ویلي، دغه مېرمن د ناپېژنده کسانو له لوري په مرموز ډول وژل شوې او تراوسه یې د قتل په تور څوک نه دي نیول شوي.

در‌په‌دره ژوند او د اوکراین جګړه؛ روسیه پخواني افغان ځواکونه جذبوي

فارین پالیسي یوه راپور کې ادعا کړې چې روسیې له پخوانیو افغان ځواکونو سره اړیکې نیولي او هڅه کوي چې د اوکراین جګړې لپاره یې جذب کړي.
فارین پالیسي له یوشمېر پخوانیو کومانډویانو سره چې سخت اقتصادي او امنیتي وضعیت تجربه کوي، هم خبرې کړي او په وینا یې، د دوی سخت ژوند یاده جګړه کې د هغوی ښکېلتیا ته لاره هواره کړې ده.

افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد وپېژندل شو

«ګالوپ» څېړنیز بنسټ د یوې نظرپوښتنې د پایلو پر بنسټ چې نن (چهارشنبه، لړم څلورمه) خپره کړې، سینګاپور د نړۍ تر ټولو امن او افغانستان تر ټولو ناامنه هېواد معرفي کړی دی.

دغه بنسټ په یاده نظر پوښتنه کې د هېوادونو له خلکو پوښتنه کړې چې ایا پر خپلو محلي پولیسو ډاډمن دي، په خپله سیمه کې د امنیت احساس کوي او په تېرو کلونو کې د غلا او برید قرباني ګرځېدلي دي؟