
هلمند کې روانه جګړه؛ تراوسه ۴۵۰۰ کورنۍ بېځایه شوي
طالبانو درې ورځې مخکې د هلمند پر مرکز لښکرګاه ښار او یو شمېر نورو سیمو برید وکړ چې وروسته یې څلورمه امنیتي حوزه او د امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر پوستې ونیولې. پر هلمند د طالبانو د برید له کبله تراوسه د لښکرګاه ښار د څلورمې امنیتي حوزې باباجي سیمې، د درېیمې امنیتي حوزې بولان سیمې، د نادعلي ولسوالۍ او د ګڼو نورو سیمو ۴۵۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي.














