
د افغانستان په دننه کې د سولې خبرو پر دوام د ولسمشر ټینګار
ولسمشر محمداشرف غني وايي، د هېواد په دننه کې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د دویم پړاو پر مخ بیولو ته لومړیتوب ورکوي.

ولسمشر محمداشرف غني وايي، د هېواد په دننه کې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د دویم پړاو پر مخ بیولو ته لومړیتوب ورکوي.

د یوې نوي څېړنې پر بنسټ چې د مېډېکا موسسې له خوا شوې، د بکارت پردې د ۲۹ قضییو له ډلې چې تر څېړنې لاندې وې، یوه يې هم د محکمې د حکم پر بنسټ نه ده معاینه شوې.

نورستانیان وايي، حکومت په لویو او برخلیک ټاکونکو پرېکړو کې د دغه ولایت خلک هېر کړي او د مور او میرې چلن ورسره کوي.

فراه ولايت کې امنيتي مسوولان وايي، وسلهوالو طالبانو د دې ولايت د لاشوجوين ولسوالۍ د مرکزي جامع جومات خطيب مولوي غلامسخي وژلی دی.
د ياد ولايت د والي وياند محبالله محب سلاموطندار ته وايي، پر دغه ديني عالم وسلهوالو طالبانو تېره شپه شاوخوا اته بجې هغه مهال بريد کړی چې له جوماته کور ته روان و.

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي سلاموطندار ته ویلي چې بېګاه شاوخوا ۷ بجې د دغه ولایت د امامصاحب ولسوالي په اوستامینګ او اسماعیل قشلاق سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی دی.

د پروان محلي مسوولان په دغه ولایت کې د یوه ټرافیک پولیس د ځانوژنې خبر ورکوي.

د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع یا مجما مسوولان وايي، د دې بنسټ د څېړنې پربنسټ ۹۳سلنه هېوادوال غواړي له سولې وروسته حکومت کې د ټولنې په بېلابېلو برخو کې ښځو ته د ګډون حق ورکړل شي.
د مجما د برنامو مسوول ایوب شهریار نن د «ټول شموله سولې، د ښځو غوښتنې او اندېښنې» په نامه یوې غونډه کې کابل کې وویل، د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د دوی د یوې میاشتنۍ څېړنې پایله ښیي چې ۹۳ سلنه هېوادوال له سولې وروسته په حکومت کې د ښځو د حضور غوښتنه کوي.

د بشري حقونو او د تاوتریخوالي د مخنیوي موسسې او د مدني ټولنې او بشر حقونو شبکې نن په کابل کې د «د افغانستان زیانمن لږکي او د سولې بهیر» په اړه د یوې نظرپوښتنې پایلې خپرې کړې.

بدخشان کې امنيتي سرچينې وايي، د سرحدي ځواکونو ۴ سرتېري چې له بهارک ولسوالۍ شکاشم ته پر لاره وو، «اغرده» کوتل کې د توپان او سړې هوا له کبله مړه شوي دي.
د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ وياند ثناالله روحاني وايي، دغه ۴ سرتېري د سرحدي ځواکونو د څلورم کنډک اړوند وو چې زېباک ولسوالۍ کې يې دنده درلوده.

د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس له کبله ۱۱ ناروغان مړه شوي دي چې دې سره د ټولو مړو شويو شمېر ۱۹۷۱ ته ورسېد.
ياد وزارت ويلي، په همدې موده کې د کرونا له ۱۶۵۵ شکمنو کسانو د ۳۲۱ کسانو پايلې مثبتې دي چې د ټولو مثبتو پېښو شمېر بيا ۴۹ زره او ۲۷۳ ته لوړ شو.

د کندهار د ارغنداب ولسوالي د ناګهان سیمې په دهسبز کلي کې د هوايي برید له کبله د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژل شوي دي. دغه برید بېګاه یوولس بجې شوی دی.

د کابل امنيې قومندانۍ تاييدوي چې نن سهار « يکشنبه، د ليندۍ ۲۳مه» د کابل ښار اتمه ناحيه کې ناپېژاندو وسلهوالو يو څارنوال وژلی دی.
د یادې قومندانۍ وياند فردوس فرامرز وايي، دغه څارنوال «حبیبالله» نومېده.

افغان ځواکونو څو ورځې وړاندې د هلمند-کندهار د لویې لارې خلاصولو لپاره پوځي عملیات پیل کړل او پرون ناوخته یې د خلاصېدو خبر ورکړ.

د بدخشان محلي مسوولان وايي چې پرون یوه سراچه ډوله موټر د دغه ولایت د بهارک-فیضاباد پر لویې لارې د کوکچې سیند ته لوېدلی او پهکې سپاره ټول کسان مړه شوي دي.

بلخ ولايت کې یو شمېر ترکمنو مېرمنو د انسان تښتوونکيو له منګولو د ۹کلن عبدالرووف د خوشې کولو په برخه کې د بلخ د سیمهيیزو چارواکيو د ناتوانۍ په غبرګون کې اعتراض وکړ او د ياد ولايت دروازه يې وتړله.
۹کلن عبدالرووف شاوخوا ۴۷ ورځې وړاندې د وسلهوالو کسانو له لوري چې ویل کېږي پوځي کالي یې پر ځان وو؛ د مزار شریف ښار له څلورمې ناحیې وتښتاوه.

د اریانا نیوز ټلوېزیون د خبرونو ویاند فردین امیني د کورنۍ غړي د کورنیو چارو وزارت هغه ادعا چې امیني ځانوژنه کړې، نه مني او وايي، هغه وژل شوی دی.