د افغانستان لږکي: په حکومت او د سولې پروسه کې ونډه‌ نه‌لرو

د لږکيو قومونو د یووالي شورا غړيو نن په کابل کې په يوه خبرې ناسته کې وویل، په داسې حال کې چې لږکيو قومونو په افغانستان کې ډېره قرباني هم ورکړې ده خو له خپلو حقونو بې‌برخې دي. دوی له ولسمشره وغوښتل چې د لږکيو قومونو په استازیتوب دې د سولې پروسه کې د دوی استازي شامل کړي او په حکومت کې دې هم ونډه ورکړي.

بلخ کې یوې مېرمنې ۲۰ ښځو ته د کار اسانتيا برابره کړې

مدیحه امیري ۲۶ کاله عمر لري او د بلخ پوهنتون په انجینرۍ څانګه کې یې زده‌کړې کړي وایي، دا چې په خپله تحصیلي برخه کې یې ورته د کار زمینه نه وه برابره، د ۳۰ زرو افغانیو په پانګې اچونې سره یې د خیاطۍ کار خونه جوړه کړې ده.

د یادې کارخونې د کار کوونکيو له لوري ټولې ګڼدل شوې جامې په نوي او ځانګړې بڼه تولید او بازار ته وړاندې کېږي. د مدیحې په دې کار خونه کې اوس ۲۰ ښځینه کار کوونکې په کار بوختې دي.

د اتمر او اوغلو ټیلیفوني خبرې؛ د استانبول غونډه به اوربند او سیاسي حل‌ ته لاره هواره کړي

د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر نن د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره په ټیلیفوني خبرو کې هیله څرګنده کړې چې د افغان سولې په اړه د استانبول غونډه به په افغانستان کې اوربند او یوې سیاسي حل‌لارې ته لاره هواره کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اتمر په دغو ټیلیفوني خبرو کې د افغان سولې په اړه د دې مهمې غونډې د کوربه‌توب له کبله د ترکیې ستاینه کړې او هغه یې یوه مهمه ناسته بللې ده.

د قومونو د وېش پر وړاندې غبرګونونه؛ هېوادوالو ته کار او امنيت لومړيتوب لري

د معلوماتو او احصاییې ملي ادارې یوې اعلامیه کې ویلي، د سترې محکمې د پرېکړې له مخې برېښنايي پېژندپاڼو کې د نورو ډېرو قومونو نومونه هم ثبتېدلی شي چې دغه کار له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د ټولنيزو شبکو يو شمېر کاروونکي وايي، د قومونو په دې نوملړ کې تاجک، هزاره او اوزبک په ډېرو برخو وېشل شوي، په داسې حال کې چې پښتون په ډېرو برخو نه دی وېشل شوی او يوازې د «پښتون» په نوم راغلی دی.

صالح نور د شپږ نيمو بجو د غونډو مشري نه‌کوي

ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح چې شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې يې د کابل ښار د امنیت مسوولیت پر خپله غاړه واخیست او د شپږنیمو بجو ناستې یې پیل کړې څو د کابل ښار په امنیتي وضعیت کې سمون راولي، اوس وايي، نور د یادو غونډو مشري نه‌کوي ځکه چې د ده په باور اوس دغه بهیر خپل ځای پیدا کړی او ښه روان دی.

د افغانستان قضیې په اړه د امریکا او نورو هېوادونو په همکاري د روسیې هڅې

په افغانستان کې د سولې راتلل او د دې لپاره روان مذاکرات تراوسه لا په خورا پېچلې حالت کې دي او د حکومت او طالبانو له لوري د سولې په برخه کې لا هم د یوه کوچني پرمختګ زېری خلکو ته نه دی ورکړل شوی. همدا څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ولسمشر غني ته لیک ولېږه چې د سولې لپاره په کور دننه له یوشمېر سیاستوالو سره ګډ کار وکړي.

محب: د مسکو او استانبول په غونډو کې ګډون کوو

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، د افغانستان استازي د مسکو او استانبول په غونډو کې چې د افغان سولې په اړه د روسیې او ترکیې په کوربه‌توب جوړېږي، ګډون کوي.
نوموړي چې نن په کابل کې د امنیتي چارواکو په غونډه کې خبرې کولې وویل، د روسیې او ترکیې په غونډو کې د افغان پلاوي پر څرنګوالي او ترکیب خبرې روانې دي او افغان حکومت په دواړو هغو کې ګډون کوي.

وحید عمر: هېڅوک خلکو ته د حدود ټاکلو واک نه‌لري

د عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو رييس او د ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار وحید عمر وايي، هېڅ کس یا اداره اجازه نه‌لري چې د اساسي قانون پر خلاف هېوادوالو لپاره محدودیتونه وټاکي.

د وحيد عمر دغه څرګندونې نن وروسته له هغه شوي کله چې د پوهنې وزارت د وروستۍ پرېکړې په اړه چې له مخې يې له ۱۲ کلنۍ وروسته نجونې  نه‌شي کولای د نارينه په غونډو کې ترانې ولولي.

پکتيا کې د ولسونو پرېکړه؛ د اريوب ځاځي کروندګر نور چرس نه‌کري

د پکتيا د اريوب ځاځيو ولسوالي غرونه تر ډېره په طبيعي ځنګلونو پوښل شوي او يو شمېر کروندګر يې په هوارو ځمکو کې د چرسو بوټي کرل؛ خو سږ کال د دې ولسوالي يو شمېر کروندګرو هوډ کړی چې په‌خپلو ځمکو د نشه‌يي توکيو کښت نه‌کوي او د ولسي تړون پر بنسټ به نورې غلې دانې وکري.  

پولیس تر دې وروسته بې‌اسناده موټر ضبطوي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د بې‌اسناده موټرو د ثبتولو موده پای ته رسېدلې او تر دې وروسته به د ګرځېدو پر مهال نه یوازې درول کېږي، بلکې ضبط به هم شي.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې تر دې وروسته به د بې‌اسناده موټرو پر تګ‌راتګ جدي څارنه کوي او له لیدو سره سم به یې ضبط کړي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا: افغانستان کې دې هدفي وژنې ژر تر ژره ودرول شي

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په افغانستان کې د تاوتريخوالي او د هدفي وژنو له زياتېدو اندېښنه ښودلې او غوښتي يې دي چې دغه بريدونه دې ژر تر ژره ودرول شي.

يادې شورا تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په دغو بې‌رحمانه بریدونو کې د ښځو په ګډون ملکي مامورین، قاضیان، خبریالان، روغتیا پالان او مدني فعالان په نښه کېږي.

کندوز کې ۷ سرتېري وژل شوي او ۳ ټپیان دي

د کندوز امنیتي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو بریدونو له کبله ۷ سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو بېګاه شاوخوا یوولس نیمې بجې د خان‌اباد ولسوالي په «عکس داوود» او د کندوز ښار د درېیمې امنیتي حوزې په «زاخېل» سیمو کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي دي.

هرات کې موټربم چاودنې ۸کسان وژلي او ۵۴ ټپيان کړي

د کورنيو چارو وزارت وايي، هرات ولايت کې موټربم چادونې ۸ کسان وژلي او ۵۴ ټپيان کړي دي. د ياد وزارت وياند طارق ارین وايي، په وژل شويو کسانو کې يو نظامي، ۳ ماشومان، ۲ ښځې او ۲ نارينه شامل دي.

د طارق ارين په وينا، په ټپيانو کې بيا  ۷ نظاميان او ۴۷ ملکي کسان دي.

د ترکيې په استانبول کې د افغان سولې په اړه غونډه اپرېل مياشت کې جوړېږي

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو ويلي، پلان لري په اپرېل مياشت کې د افغانستان د سولې د خبرو په اړه کوربه‌توب وکړي او انقره افغانستان لپاره ځانگړی استازی وټاکي.

ترکي رسنيو ويلي، دغه غونډه به د دوحې ځای ناستې غونډه نه وي بلکې د هغې بشړوونکې ده او د قطر دولت سره په همغږۍ جوړېږي.

د کاپیسا  د امنيې قومندانۍ د کشف د امر ترور؛ عاملان يې پر ونه راوځړول شول

د کاپیسا سیمه‌ییز مسوولان وايي، د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ د جنایي جرمونو د مبارزې مديريت د کشف امر  مستقیم‌خان ترور شوی دی.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول شایق شورش سلام‌وطندار ته وايي، دغه امر نن وروسته له غرمې خپل کور سره نږدې د موټرسايکل سپرو وسله‌والو طالبانو له لوري ووژل شو.