هېواد کې سېلابونه؛ ۱۴ولایتونو کې ۱۵کسان مړه شوي
هېواد کې د وروستیو درېوو ورځو پرمهال په ۱۴ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله ۱۵کسان مړه شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولې دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان سلاموطندار ته وايي چې د یادې مړینې ترڅنګ ۱۴۰ کورونه په بشپړه او نیمه بشپړه توګه ویجاړ او ۲۱۲۵ څاروي هم لهمنځه تللي دي. د وزارت په وینا، د سېلابونو له امله ۵۰۰ کورنۍ هم خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.